راشه کنه ، بيا ېوازې شوی يم
انده ! لکه ستا يوازې شوی يم
بنګ لرې کنه ، خمار اخيستی يم
ډکه پياله را ، ېوازې شوی يم
شته دلته بلا خلک بلا کېسې
زه په کې ولا، ېوازې شوی يم
نشته هېڅ د غرونو سړی نه شته دی
ډېر يمه تنها ، ېوازې شوی يم
خدايه ! شړک باران دې دېخوا راوله
ګل يم د بيديا ېوازې شوي يم
پلونه د مجنون هم خاورو لاندې کړل
بس لکه صحرا ېوازې شوی يم
مخکې به مې هسې ويل ېوازې يم
اوس خو په رېښتيا ېوازې شوي يم
پرا ګ،
۲۰۰۷ د اګست ۲۷
20.09.2007
- wiar
دوی چې زړګی نه لري ، پټ په کې جانان نه لريپه دغه ښار کې خدايږو هېڅوک هم ايمان نه لري
لنډۍ يې نه زده، درخانۍ او ادم خان نه لري ګل مکۍ نه شته په حجره کې طالب جان نه لري
دلته شنه بوټي هم د تندې مانا نه پېژني دا نازولي خلک تمه د باران نه لري
ورته رسېږي هماغه ، چې څه يې زړه وغواړيډېر بد نصيبه دي چې هيڅ هېله ارمان نه لري
رود يې کوچۍ نه لري ، دښتې يې کېږدۍ نه لريغريې مرغان نه لري ، کلی يې...
22.09.2007
- wiar
کله ناکله ست د جام کوه په تا مئین یم پر ما پام کوه
د رقیب مخکې راله مه وايه څه بس زما دومره احترام کوه
په پښتنو کې به داسې څوک نه وي پاتې چې لږ تر لږه د سیف الرحمن سلېم د خوږو غزلونو یو یا دوه بیته یې نه وي په یاد . خو داسې کسان به ډېر کم وي چې خپله ددې خوږو غزلونو پنځوونکی یې پېژانده او یا یې په اړه څه اورېدلې وي . هغه لکه غزلونه چې یې د ګوتو په شمېر خو په په تول پوره دي . له همداسې ګوتو په شمېر کسانو سره یې ناسته ولاړه درلوده . د شهرت تږی نه و او شعر یې ېوازې ددې ل...