دا غزل د يو سف شاه سپيلني ده خو موږ ته ډيوې اريوبي رالېږلې ده .


چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يم
د اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم

د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسم
د لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم

د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړي
جانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم

نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو ته
يو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم

په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړم
تر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم

له کوم يوه چراغ نه مې چې اور لمنې واخيست
نن بيا لکه ماشوم غوندې هاغه چراغ ته ناست يم

زلمي به مې سندرې او نغمې په مينه وايي
په دې چې سپېلنيه پښتانه چراغ ته ناست يم