نه چرچڼې نه يې شور نه توتكۍ شته
نه ماښام، نه چينارونه نه مرغۍ شته

په دې ښار كې كه هر څومره جينكۍ شته
نه يې غاړه كې مرۍ او نه اوګۍ شته

دې كوڅو كې مازيګر څومره خومار وي؟
نه زيارت شته ، نه چيلم او نه دوهۍ شته

تورو غرونو! نو سلام به مې څوك دروړي ؟
دې اسمان كې خو نه ستوري نه سپوږمۍ شته

څراغونه ددې ښار څومره پردي دي؟
دلته چېرې  ها د تېلو ډېوه ګۍ شته

ښكلي شته دي خو غرور سترګو كې نه شته
نه وربل، نه لوپټې او نه پګړۍ شته

راغه شته دى، غر هم شته، خو هاسي نه دي
نه كېږدۍ  شته، نه كوچۍ او نه شپېلۍ شته

خو:

خو نه وير شته دى، نه ډزې، نه سلګۍ شته
نه جګړې نه د خالي توپو نلۍ شته

د بودا په شانې نه دي نړيدلي
د پېړيو دنګې دنګې ودانۍ شته

نه د چا په تندي ټپ، نه څوك نيم ځانه
نه ټوپكې په اوږو نه ګردنۍ شته

دلته هر سړى پر خپله لاره درومي
نه چپېړه، نه لرګى ، نه هتكړۍ شته

نه كمزورى، نه زور واكى معلومېږي
نه مورچل، نه تېركشونه پربلۍ شته

وايي دلته هم لښكر راغلى ، تللى
خو ښارونه دي ودان ، په كې مړۍ شته

پراګ چيك جمهوريت