راشي د ځوانۍ سيكه مې بيا يوسي
ټول خواږه خوبونه مې بلا يوسي
څوك مو د لمر فكرو ځلا نه زغمي
وايي دې تيارو ته به رڼا يوسي
بمه ستا ټوټې به چاته ورسي
ستړي اندامونه به له چا يوسي
اوښكې مو كه پاڼې د ګل نه شولې
لپې به شي غېږ كې به دعا يوسي
01.01.2008
- wiar
نه چرچڼې نه يې شور نه توتكۍ شته نه ماښام، نه چينارونه نه مرغۍ شته
په دې ښار كې كه هر څومره جينكۍ شته نه يې غاړه كې مرۍ او نه اوګۍ شته
دې كوڅو كې مازيګر څومره خومار وي؟ نه زيارت شته ، نه چيلم او نه دوهۍ شته
تورو غرونو! نو سلام به مې څوك دروړي ؟ دې اسمان كې خو نه ستوري...
03.01.2008
- wiar
دا د بلينډې بدرۍ هغه غزل دى چې د ښاپيرۍ ځاځۍ د غوښتنې په اساس يې ليكلى دى، ښاپيرۍ ځاځۍ بلينډې ته مطلع لېږلې وه او هغې پرې غزل ليكلې ده هيله چې بدرۍ خور د ښاپيرۍ خور غوښتنه پوره كړې وي او د هغې غوښتنه پوره شوې وي.
درنې خورې ښاپيرۍ سلامونه مې ومنه !
مطلع دې راته راورسیده دا چې تا رانه بیتونه غوښتي وو خدای شته چې لږه زړه نا زړه شوم .رابشم ستا مطلعې ته مطلع دې بدوکې نه وه خو خوري زما په فکر خو چې شعر په زور جوړ شي هاغه خوند...