دا د بلينډې بدرۍ هغه غزل دى چې د ښاپيرۍ ځاځۍ د غوښتنې په اساس يې ليكلى دى، ښاپيرۍ ځاځۍ بلينډې ته مطلع لېږلې وه او هغې پرې غزل ليكلې ده هيله چې بدرۍ خور د ښاپيرۍ خور غوښتنه پوره كړې وي او د هغې غوښتنه پوره شوې وي.

درنې خورې ښاپيرۍ سلامونه مې ومنه !

مطلع دې راته راورسیده دا چې تا رانه بیتونه غوښتي وو خدای شته چې لږه زړه نا زړه شوم .
رابشم ستا مطلعې ته مطلع دې بدوکې نه وه خو خوري زما په فکر خو چې شعر په زور جوړ شي هاغه خوند ېې هیڅ نه وي او هاغه سوز پکې نه زانګي او مالومیږي چې په زور جوړ شوی دی
نو دا خبرې مې په خپلو هاغو بیتونو پسې وکړې کوم چې ما ستا د مطلع پسې لیکلي
ستا خورکه بلینډه بدرۍ

(لمرونو به اوس وخته نو ورسوي وي ځواني)
(په کلي کې چې تیره ېې په یوې وي ځواني)

بمونه ېې له ځانه وي درانه تر ملا تړلي
یو څوک لا ماشومان د چا لا نوې وي ځواني

رګونو کې ېې اور د انقلاب ځغلي را ځغلي
نو خود به د غزل مې سوې لوي ځواني

شاعره دا د شک د تبر تیغ سره دې پام کړه
ځواني که د چینار وي هم د (شوې) وي ځواني

چې خوي کومه ټپه د پښتنې له جذبې واخلي
بیا یاده په حجرو کې ېې په روې وي ځواني

منه بس د آریوب درو کې بله بدرۍ نشته
زما په خیل د چا به رنګ پلوې وي ّځواني