د مينې زور دى ليونى شومه زه

ايله پر لار ايله سړى شومه زه

كاڼى وم خوښ وم د چا نه وم په كار

دردونو مات كړمه غمى شومه زه

ما ته دې نوې دنيا څه راكړي؟

بس يو انسان نه شوم هر شى شومه زه

په ما كې څه دې زه پرې نه پوهېږم

چا ته لوګى د چا زړګى شومه زه

ګل مخې ياره تا ته ډېر نژدې شوم

ځكه و ټولو ته اغزى شومه زه