څومره پرېشان يم پرېشان، بېله جانان

ژوند شه خاورې، خاورې شه جهان، بېله جانان

يار چې وي زړه وايي بس له هر سړي نه ځار شم

سم لكه بلا شي هر انسان، بېله جانان

فكر د ژوندون او مرګ به څنګه را پيدا شي

فرق نه لري ګټه او تاوان، بېله جانان

ستا په راتلو سم د پسرلي غوندې ښايسته شم

شم لكه د ژمي بيابان، بېله جانان

مړ  وم خو بيا هم يوه سړي ته انتظار وم

هاغه دي يو _يو راغله ياران، بېله جانان

 

۲۸/ ۱۰/ ۲۰۰۷ ماښام/ كابل