د كار نه مخكې په كار سوچ كوئ
يه د وطن خلكو
ستاسو نه ځار شمه ځار سوچ كوئ
يه د وطن خلكو
د هر مذهب ډېر احترام كوئ_ چې تنګ نظري نشئ
فكر د كور كلي او قام كوئ_ چې تنګ نظري نشئ
لكه موسم د بهار سوچ كوئ_ يه د وطن خلكو
د خپل ګاونډ د خپل وطن خلكو_ د ژوندون خيال ساتئ
د هر مكتب د هر مسكن د خلكو_ د ژوندون خيال ساتئ
د پرمختګ په روزګار سوچ كوئ_ يه د وطن خلكو
پخپله خپل خوب له تصوير جوړوئ_ د چا په تمه نشئ
پخپل محنت ځان له تقدير جوړوئ_ د چا په تمه نشئ
د پرمختګ په روزګار سوچ كوئ_ يه د وطن خلكو
نر توب د عقل او شعور نوم دى_ دغه مورچه ده زموږ
هنر او علم د يو نور نوم دى_ دغه مورچه ده زموږ
بس شئ د جنګ نه قلار سوچ كوئ_ يه د وطن خلكو
لكه د غر به د توپان مخې ته_ كلك او مظبوط ولاړ يو
د هر غاصب د وطن وران مخې ته_ كلك او مظبوط ولاړ يو
په دښمن څنګ شي ګوزار، سوچ كوئ_ يه د وطن خلكو
قامونه وګوره اسمان ته خېژي_ موږ تماشې ته ولاړ
ځي د مكان نه لامكان ته خېژي_ موږ تماشې ته ولاړ
سياله تر څو به يو خوار سوچ كوئ
يه د وطن خلكو