خاورې او ايرې قسمت
زما او د هغې قسمت
ژوند او رنګ د نورو دى
زموږ غم او جګړې قسمت
نورو ته رڼا راوړي
زما شمعې كړې مړې قسمت
ستا برخه خوښي او خوند
زما څو خاطرې قسمت
خدايه ځوانيمرګ يې كړې
دا زما بې فايدې قسمت