ډکې هديرې شولې
مېنې مو سپېرې شولې
هيلې د زړګي ټولې
خاورې شوې ايرې شولې

زه يم د احمد توره
زه د ملالۍ چيغه
زه د غزنوي عزم
زه دميرویس خان شمله

ولې دومره خوار يمه؟
دا په څه ازار يمه؟
دا سزا پای نه لري
څومره ګناه ګار يمه؟

دښتې او ډاګونه مې
غرونه اوسيندونه مې
ټول په وينو سره سپېره
کلي او ښارونه مې

لو مې شول تنکي ځوانان
لوند مې دخورکۍ ګرېوان
اوښکې د ادې ګوره
څه له وينو ډک داستان

زه چې ګرېوان وګنډم
ستا به احسان ومنم
اې بدرنګه روحه نور
پرېږده زمونږ کلې چم

تورې شپې سبا غواړم
شونډوته موسکا غواړم
ورک شه دا ګردونه نور
هرخواته ښکلا غواړم

هرخواته ښکلا غواړم
هرخواته ښکلا غواړم