(صبر چې د ژوند له حوادثو نه خو ساه واخلم)
بیا به په ټپو درته په سر ټوله دونیا واخلم

وله ، خطا نه شي دغو ډیرې میندې بورې کړې
تاته خو لوګی شم ، د پنځ ډزي دې بلا واخلم

بیا سهر وختي ېې زمونږ وره کې ګلان ايښي دي
پریده چې خوشال وي خیر دی دا ځل به ېې بیا واخلم

داسې ترنم مې مناجات ته را زده کړی دی
ګونګ به کړمه ژڼي له حجرو به ېې اروا واخلم

څه پرې بیا چې ډکې ډکې سترګې راته ګورې نو
راشه بس اوس راشه نه چې کډه تر عقبا واخلم

پویه شم لښکر چې زما په خاطر غږ وکړي
زه هم د تکبیر ناره ورغبرګه په ژړا واخلم