اوس مې د زړه په ائينو کې اوسې
صبا پښتو ته په جرګو کې اوسې
شاهينې ته د ښکلاګانوښکلې
زمونږ دزړه په منارو کې اوسې
پام کوه پام چې رقيبان لرې ډير
ته د غربيانو په ديرو کې اوسې
مانه څو ټکي د اخلاص واوره
په لاره تګ کې دی احتياط کوه
زمونږ د چم خلک بانې لټوي
څوک به د مينې اووفا په نامه
ستا د زړګي ټولې خانی لټوي
خو ته دچا دلارې تګ مه ګوره
دا لباسي ياران وفا نه لري
زمااوستا مرام د زړونو ګټل
ژوندموتياروکې دی خندا نه لري
اوښکې دې پاکې کړه مه ژاړه ګلې
ستا کور او کلي دا سودا نه لري
که ته ملاله د ميوند شئ ورته
زوړ به دې قبر کڼواله پاتې وي
دوې به دې تش په نوم ملاله بولې
ستا حماسو نه به ويده پاتې وي
ځولۍ در وړمه ننواتې دې کړم
داحما سي غزلی مه ليکه نور
خپل ژوند اوسر لره دوعا وکړه
دلته جلاد توره په لاس ګرځوي
د انګريزي تعليم زړو جامو کې
ستادپښتو درنه احساس لوټوي
زما دزړه لوړو تاخچو کې اوسې
پام چې دوخت دجلاد ښکار نشئ
ابليس نه لرې فاصيلوکې اوسه
دچا د شنو سترګو له خار نشئ
بس ته ملاله خپل ميوندبه ګټې
خو ګلالې ته په ليموکې اوسې
زما د ډالۍ کتاب ډالې ده درته
زما د زړه لوړو خانو کې اوسې