ته يو رازدژوندانه يې
کله څه او کله څه يې
لږښکاره شې اوبيا نه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
دګودر د منګو شور يې
دبدرنګې ږلۍ زور يې
ددوزخ د لمبو اور يې
درحمت دباران خور يې
کله اور کله اوبه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
يو احساس يې نازولی
هم ارمان يې رژېدلی
تاسکون له زړونو وړی
هم ژوندون يې خوبولی
ته خوښي يې، غم دزړه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
دسمسور سپرلي ښکلايې
له ازغو ډکه سارا يې
څوک د مرګ کندو ته بيايې
چاته زېری د سبا يې
ښکلې زاڼه، تورکارغه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
ته يې مينه ته يې کرکه
له خوږو له ترخو ډکه
کله ګل غوندې نازکه
کله کاڼي غوندې کلکه
ته خواږه، زهرترخه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
کله ښکلی مخ تابانه
کله تندر شې جانانه
شومه ژوند باندې ستومانه
يمه تاته زه حیرانه
ته لېمه غشي باڼه يې
هرڅه ته يې، هرڅه ته يې
25.11.2007
- wiar
اوس مې د زړه په ائينو کې اوسېصبا پښتو ته په جرګو کې اوسېشاهينې ته د ښکلاګانوښکلېزمونږ دزړه په منارو کې اوسېپام کوه پام چې رقيبان لرې ډيرته د غربيانو په ديرو کې اوسېمانه څو ټکي د اخلاص واورهپه لاره تګ کې دی احتياط کوه زمونږ د چم خلک بانې لټوي څوک به د مينې اووفا په نامهستا د زړګي ټولې خانی لټويخو ته دچا دلارې تګ مه ګورهدا لباسي ياران وفا نه لريزمااوستا مرام د زړونو ګټلژوندموتياروکې دی خندا نه...
17.12.2007
- wiar
زره څه شوې ځلا نکړې؟ته ګونګۍ شوې خندا نکړېداسې ښکاري مرور ييددې خلکو پروا نکړۍنوردې زورپه زړه کې نشتهنور د شعر واويلا نکړيڅنګه غلې شوې خاموشه؟زما خبرو ته ها نکړې؟داختر ورځۍ دي ګلۍمبارک زيرۍ بيا نکړې؟اوښکې پاکې کړه کم عقلېګودرو ته خندا نکړېجنکۍ کودر ته ځينهسره ګلاب په اوربل ږدينهبنګړيوال کوڅو کې ګرځيشنه بنګړي به خرڅوينهزه اوته په وطن نه يودوې ميلو ته به ورځينه...