زره څه شوې ځلا نکړې؟
ته ګونګۍ شوې خندا نکړې
داسې ښکاري مرور يي
ددې خلکو پروا نکړۍ
نوردې زورپه زړه کې نشته
نور د شعر واويلا نکړي
څنګه غلې شوې خاموشه؟
زما خبرو ته ها نکړې؟
داختر ورځۍ دي ګلۍ
مبارک زيرۍ بيا نکړې؟
اوښکې پاکې کړه کم عقلې
ګودرو ته خندا نکړې
جنکۍ کودر ته ځينه
سره ګلاب په اوربل ږدينه
بنګړيوال کوڅو کې ګرځي
شنه بنګړي به خرڅوينه
زه اوته په وطن نه يو
دوې ميلو ته به ورځينه