ګلالۍ زما ځيګره
د ملکونو مسافره
کتاب پورته کړه له سره
پاڼې وګوره دلبره
د افغان تاريخ ته ګوره
په کې ډيري کارنامي  دي
هم خوږي دي هم ترخی دي
دا زرين کرښۍ چې وينی
دا زمونږ د ژوند کيسي دي
دا وطن دی د بازانود پاميرد اتلانو
چې سرونه يي په دار ځي
مخ په مخ چې په اغيار ځي
څوک مو وژني چې افغان يو
هم په دې چې مسلمان يو
د ازاد ژوند پلويان يو
تجاوز لره طوفان يو
د افغان ماشومان وينې
چې خيرات غواړي په ښارځي
چې پرون د کور بي بي وه
نن سوالونو ته په بازار ځي
هيرول يې اسان نه دې

خو تاته
د ګلونو او ګلا پ په هره پاڼه
مادې نوم په زرليکلی ده جانانه
وران به نشي زموږدزړونوتړونونه
که هرڅوورباندې واوړي ډيرکلونه
زه کتاب ستا دژوندون يو افسانه يم
دازل په کرښو ورا نه يو  کيسه يم
ما د ژوند بهار ونه ليدو هيڅکله
سوي اوښکو سروليمو سره اموخته يم
اوس مې لولې که مې ساتې په خپل زړه کې
د سپيره ژوندون غمو سره ميشته يم
که مې پاڼه پاڼه واړوي پوهيږی
زه پرديس د يو ناکام ژوند فلسفه يم
د غمو سره لوبيږم دامې ژوند دې
هسي نه چې زه يو  تانه په ګيله يم
په زر واري مې ليکلي يادګارونه
زه شکست يمه ناکامه تلوسه يم
د غوټۍ په شان مې وګوره د لرې
مانه مه پوښته چې څه ومه او څه يم
بس کتاب د افسانو يم ته مې لوله
دا زما د ژوند کيسۍ دي دازله
اخترونه مانه پټ ځي مرور دي
څوک وطن او څوک ملکونه مسافر دي
اولسونه مې حيران ژوند ته اوتر دي
نه سهار لري نه ورځ شو ماښامونه
غريبان مري د نسيتې په نهارونه
کوم اختر دې کوم خوښي ده کومه زيرۍ
زه سپيره يم په اوربل نه ږدم کلونه
يتيمان د ښار واټو کې خيرات غواړي
کونډۍ ميندې مو له لوږې نه هم ژاړي
هو منم دغه اختر به وي دهاغو
چې پيسې لري او ګرځي مغازو کې
يا چوکۍ او يا قدرت لري بانکو کې
دا غريب معيوب انسان هم به تر خپو کړي
که ته وګورې نژدي نه ته به هو کړې
بس مبارک به درته ووايم  ځل  سل کې
ډير ښايسته ګلونه کيده په اوربل کې
ګودرونه او ښارونه دې اباد وي
د افغان اولس خو تل دی زنده باد وي
مرور نه يم له تانه زما ګلۍ
ته زما د خوږ وطن شرين بلبل يې
ګله ګليي په شعرو کې نازوم دې
تورلونګ په شان د زړه په سر ټومبم دې
اخترونه مبار ک د وي افغان ته
د نړۍ په هره ګوټ کې مسلمان ته
ازادي د ملت غواړمه جانان ته
زړه به نه خورې دحفيظ د ز ړه ارمان ته
Dec.14.2007