د دوست شينواري د غزل پر ليكه

 

لږ شان سور، لږ شانې تال راکه مزل ته
بخته ، لا خو لاره ډیره ده منزل ته

بې غوري وه ، که خواخوږې دې نادانه؟
ګرد ړومبی ستا له ګلاب مې شو اوربل ته

زه خولې ، د میندو اوښکې پکې ګورم
څنګه داد (نورجهان) درکړم تاج محل ته

د یقین او شک په مینځ کې داسې ګیره
کله زړه ښه کړمه شور کله تسل ته

هسې نور د چم ژڼکي و ځان ته ټوغ شي
بدرۍ) څاري هره لاره خپل سیفل ته