زه لکه ژوند له خونده پاتې يمه
لاس راکوه له ژونده پاتې يمه

((مرګ او بېلتون راته جوړه راغلي
زه يې په منځ کې بنده پاتې يمه))

لکه غمی په سمندر کې نه يم
لکه سپوږمۍ څرګنده پاتې يمه

د بوسو لاندې اوبه تېرې نکړې
رقيبه تاته برنده پاتې يمه

زه پکتيانۍ برخليک له چا وپوښتم؟
خپله له سوچ او انده پاتې يمه.