اوس چې د غره اوچینې خیال نه راځی
اوس د خوږو غزلو تال نه راځي
 
اوس له خپل ځانه  دومره لرې تللی 
چې ما ته هم زما احوال نه راځي
 
ددې  ښار هر واټ په  ثواب کې رنګ شو
اوس د هېچا په خوله وبال نه راځي
 
د وزیر جبر يې تر حد واوښته
په دې پاچا ولې زوال نه راځي
 
مجنونه!  شګو کې یې مه لېکه نوم
چا ویل چې دلته به شمال نه راځي
 
اجمله! څنګه یې ؟چې مخ شي وايي
اخوا تر دې  ورته بل سوال نه راځي
 
۲۰۰۷اکتوبر۱۶
پراګ