بنګ پیدا کېږي کنه!؟
تنده
له غره مې ډېره اوږده لاروهلې
خومار اخیستی یم ـــ
ـــ له شونډو نه مې تنده اوري
په دغه لوی په دې ودان ښار کې
څوک داسې شته
چې یې د غره د خلکو ژبه زده وي ؟
کوم زیارت شته دی
چې چېلم او منجور ولري ؟
له ډېرې تندې مې په ژبه
سرې پولۍ ولاړې
کومه زړه میخانه نه شته چېرې؟
رېښتیا ! دا خلک دلته
مازیګري خومار په څه ماتوي
بنګ پیدا کېږي کنه ! ؟
03.10.2007
- wiar
نن مې د خپلې تنهایۍ دیرش کلني لمانځمه پوره دیرش کاله وشوهچې زه د خدای په دغه لوی اسمان کې یو ستوری هم نه لرم .پوره دیرش کاله وشوهچې د لمر سترګه مې لېدلې نه ده او له مودو راهېسې د تورې شپې سره په غبرګ غږ کې سندرې وایم .نن دیرش ډېوې پکار ديچې پرې دلمر د سترګې یاد ولمانځمورپسې ډېر خپه یم که چېرې تاته لمر په مخه درغیزما سلام پرې وايه او ورته ووايه چ...
17.10.2007
- wiar
اوس چې د غره اوچینې خیال نه راځیاوس د خوږو غزلو تال نه راځي اوس له خپل ځانه دومره لرې تللی چې ما ته هم زما احوال نه راځي ددې ښار هر واټ په ثواب کې رنګ شو اوس د هېچا په خوله وبال نه راځي د وزیر جبر يې تر حد واوښته په دې پاچا ولې زوال نه راځي مجنونه! شګو کې یې مه لېکه نومچا ویل چې دلته به شمال نه راځي اجمله!...