ته لکه روڼ ستوری د سهار د سفیدې په مخ
زه لکه ډیوه په یو مزار د هدیرې په مخ

ته لکه ارمان دجنګیالي ژڼي په لوی ډګر
زه لکه پټ درد د یوې مور د اندیښنې په مخ

ته لکه ګلاب په تور اوربل یا د پټکي د ول
زه لکه ریدی دیوې شاړې شان میرې په مخ

ته لکه بس خوب د کومې ناوې د شهید ژڼي
زه لکه تعبیر د نه لیدونکې ایندې په مخ

زه منم (بدرۍ) خود تور وخت ددیو پنجره کې یم
ته لکه سیفل شه د ژوندون د افسانې په مخ
پيښور
۱۴ -۸- ۲۰۰۷