نور به داسې څه غواړي، مينه غواړي زړه غواړي
ستا لېونۍ ستا په نوم خپل ژوند تېرېده غواړي
څومره چې ډاډ وركم زه، صبر نه شي يو ګړى
زړه مې ستا په سترګو كې سم دم ډوبيده غواړي
جوړ به شي ښايسته به شي، سم ګلاب ګلاب به شي
زما د زړګي وران كلى، ستا يو ځل كاته غواړي
دار دې وي جلاد دي وي، اور كې زندګى دې وي
ستا دې پكښې وې ديدن، نور به سړى څه غواړي
تا غواړي بس تا غواړي، بېله تا ژوند خاوري شه
دا خاطره مرګ غواړي، ژوند جانانه نه غواړي
خاطره اسحاقزۍ
23.10.2007
- wiar
ته لکه روڼ ستوری د سهار د سفیدې په مخزه لکه ډیوه په یو مزار د هدیرې په مخ
ته لکه ارمان دجنګیالي ژڼي په لوی ډګرزه لکه پټ درد د یوې مور د اندیښنې په مخ
ته لکه ګلاب په تور اوربل یا د پټکي د ولزه لکه ریدی دیوې شاړې شان میرې په مخ
ته لکه بس خوب د کومې ناوې د شهید ژڼيزه لکه تعبیر د ن...
23.10.2007
- wiar
نن مې زړه وهي ټوپونه، بيامې هيلۍ پارېدليخندنۍ مې دي غوښتنې، چې(هما)به دام کې نښلي
داحساس خوږه څپه کې، لېوني خوبونه وينمغرڅنو لېونو سترګو ېې، په ماڅه کانې کړي؟
دبېلتون سپېره بېديا کې، ماښامونه تورتمونهسهرونه مرور دي، رڼا ګانې تښتېدلي
ارمانونه په سلګودي، امېدونه وينې ژاړيدياغي ارمان څپه ده، کنه! ما هرڅه بېللي
چې له نازاومينې ډکه، په خنداخندا به راغلهپه هروار مې ده رټلې، داماخپله په ځان کړي...