نن مې زړه وهي ټوپونه، بيامې هيلۍ پارېدلي
خندنۍ مې دي غوښتنې، چې(هما)به دام کې نښلي

داحساس خوږه څپه کې، لېوني خوبونه وينم
غرڅنو لېونو سترګو ېې، په ماڅه کانې کړي؟

دبېلتون سپېره بېديا کې، ماښامونه تورتمونه
سهرونه مرور دي، رڼا ګانې تښتېدلي

ارمانونه په سلګودي، امېدونه وينې ژاړي
دياغي ارمان څپه ده، کنه! ما هرڅه بېللي

چې له نازاومينې ډکه، په خنداخندا به راغله
په هروار مې ده رټلې، داماخپله په ځان کړي

ماتوبه به کړه له مينې، مابه ژرتوبه کړه ماته
ګناه ګار يمه د مينې، ماپه سر خاورې شيندلي

دسهر خوږه نسيمه، دا پیغام مې ورته يوسۀ
ببرسرڅيرې ګرېوان دی، د (غزيز) تڼۍ شکېدلي