لوستلې مې تاريخ شئ دزمان يو ښکلې باب يم
کيسې لرمه ډ يرې د غيرت ښکلې کتاب يم
دونيا کې مې يو نوم دې زه دسرو زرو درياب يم
ازا د يم پيد ا شو ی تجاوز ته انقلاب يم
بچي مې ا بداليان دي دمير ويس د ژوند داستان يم
ا زاده هسګرځمه نړۍ کې چې افغان يم
بچي مې شنه زمريان دي ځکه وايم با ايمان يم
زه لوړ د پا مير څوکه دنړۍ دښکلا بام يم
سپين غر لرمه زړه کې د شمشاد دزړه ارام يم
دسولې يو زانګو لرم ننګرهار ته مې سلام يم
غيرت کې معلوم شوې عزم کلک ټينګ مې ايمان دی
زه با تور يم قهرمان يم زما نوم افغاانستان دی
23.10.2007
- wiar
نن مې زړه وهي ټوپونه، بيامې هيلۍ پارېدليخندنۍ مې دي غوښتنې، چې(هما)به دام کې نښلي
داحساس خوږه څپه کې، لېوني خوبونه وينمغرڅنو لېونو سترګو ېې، په ماڅه کانې کړي؟
دبېلتون سپېره بېديا کې، ماښامونه تورتمونهسهرونه مرور دي، رڼا ګانې تښتېدلي
ارمانونه په سلګودي، امېدونه وينې ژاړيدياغي ارمان څپه ده، کنه! ما هرڅه بېللي
چې له نازاومينې ډکه، په خنداخندا به راغلهپه هروار مې ده رټلې، داماخپله په ځان کړي...
05.11.2007
- wiar
چې يو ځان ورباندې ګران وي د يو ځان ته څه جوړېږي ؟چې يو خپل غم ورسره وي ، د انسان نه څه جوړېږي ؟
چې دا ستړې ، ستړې ورځې دا پيکه ، پيکه حالات وي د ژوندون نه به څه جوړ شي ، د زندان نه څه جوړېږي ؟
دا زما ايمان کامل کې ، دې زما ايمان ته خير کې د کافر نه څه جوړېږي مسلمان نه څه جوړېږي ؟
چې ماشوم دنيا ته راغلم چې ماشوم دنيا کې مړ واى د افسوس نه څه جوړېږي ،...