چې يو ځان ورباندې ګران وي د يو ځان ته څه جوړېږي ؟
چې يو خپل غم ورسره وي ، د انسان نه څه جوړېږي ؟

چې دا ستړې ، ستړې ورځې دا پيکه ، پيکه حالات وي
د ژوندون نه به څه جوړ شي ، د زندان نه څه جوړېږي ؟

دا زما ايمان کامل کې ، دې زما ايمان ته خير کې
د کافر نه څه جوړېږي مسلمان نه څه جوړېږي ؟

چې ماشوم دنيا ته راغلم چې ماشوم دنيا کې مړ واى
د افسوس نه څه جوړېږي ، د ارمان نه څه جوړېږي ؟

د الهام د زړه د هيلو ، د الهام د زړه د وينو
د الهام د تړمو اوښکو د باران نه څه جوړېږي ؟؟؟