شعرونه
په نارنج ګل مشاعره كې دافغانستان په نوم لوستل شوى نظم
يوڅوك سپيره افغانستان نوميږي
دمڼې ګل په مشاعره كې دشاعرانو شعرونه
ستړي مه شئ
او روسان چا واېستل ؟
……… او روسان چا واېستل ؟
د عبدالستار سعادت ژباړه
پاڼه، وينه د طاووس بڼكه راوړئ
زه پښتون يم
زه پښتون يم
لونګ لونګ نظر
جي جلان ځاځى
غزل
تا چې زما او ما دې تا سترګې راواړولېځان ته مو خپله د دونيا سترګې راواړولې تاته يې د ګوتې د نيولو جرئت هم ونکړوموږ لېونيو ته هر چا سترګې راواړولې پرخه يم ګله ستا په غېږه کې مې کله پرېږيلمر ميرات مړي وينې بيا سترګې راواړولې ته قضاوت وکړه چې نوم د وفا چاته ورکړمتا نا اشنا غم دې اشنا سترګې راواړولې د سپېلني د زړه لوګي به ډېر درولېږمهوار کړه که نن چېرې هوا سترګې راواړولې
غزل
چراغ د تېلو نه لرم د زړه چراغ ته ناست يمد اوښکو په باران کې د شپې مړه چراغ ته ناست يم د چا لشې باڼه مې د ورغوي له زړه باسمد لويې شپې په لوی کور کې واړه چراغ ته ناست يم د وخت دا ځوانيمرګه شپې به کله دومره وکړيجانانه چې له تاسره به زه چراغ ته ناست يم نړۍ ليکي غزلې واړه نوو چراغوو تهيو زه يم چې تر اوسه لا زاړه چراغ ته ناست يم په ما باندې هم فرض ده چې پخپله هڅه وکړمتر کومه به د پلار او د نيکه چراغ ته ناست يم له کوم يوه چراغ نه
غزل
جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړيپه داسې مرګ مې مړ کړه چې دښمن راپسې ژاړي سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونوسبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګروپرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږدهاشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيهغزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي
غزل
مين په ژوند ، مين په ګل يمه زهدشنه ځنګله فطري بلبل يمه زهڅه نيمګړتيابه وي ضرورپه ماكېداچاويل چې مكمل يمه زهدوخت ناخوالوزه بې وخته سپين كړمدپښتنې پيغلې وربل يمه زهمامې دخپلوهيلوقتل كړىخلكوماووزنۍ قاتل يمه زهدمينې راز مې په هربيت كې پټ دىديومين شاعرغزل يمه زه
بې جراته نه يو
خيركه غريب يو بې غيرته نه يوداسې بې پته بې عزته نه يو خدايه داولې دهرچابد ايسومونږه خودومره ملامته نه يو په مينه ژوند كوو په مينه پايوهسې بې مينې ، محبته نه يو سترګې لرو خوچاته يې نه برګوودومره خوهم بې نزاكته نه يو حساب ترې اخلو اوحساب وركوودومره بې باكه ، بې جراته نه يو موږ په اغزنولارو ډيرتللي يوخولاخفه دخپل قسمته نه يو په ويښه ژوند تيروو ، ويښ خلك يوډك له كينې اوشرارته نه يو واړه نړۍ ته هم په مينه ګورول
غزل
لږ راشه په ميدان شپې كه د شپو شوې بيا به ګډ ځولږ وركې اوازي كه د جګړو شوې بيا به ګډ ځود ښيځو چې موسم شو چې غاټول كړ سر را پورتهدخوړ غاړي چې ډكې له سبو شوې بيا به ګډ ځولږ واورې چې شوې ويلې ، لږد يخ لمن چې ټولهاوبه لږې رڼې چې د ويالو شوې بيا به ګډ ځوويلني چې راوخاته لمرونه چې تاوده شولاوږدې شپې چې لږلنډې د څيلو شوې بيا به ګډ ځود بخت په تندي خړې بيكسياره كه باران شوې !را برخه كه يو دوه شپې د سپرلو شوې بيا به ګډ ځو
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
څلوريځې
دا وګړى په وجود څومره غني دىخو په برخه جوارګر دى تاواني دىتارپه تار يې چا راټول نكړ سايلهد پښتون وطن ګريوان د ليوني دى
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
د وختونو فرياد
چې مې په تشه پيمانه تاته شرطونه تړلڅه وم خبر چه مې په زړه باندې غمونه تړلزما خو د خپل سپيره تقدير نه داسې تمه نه وه چې مې له تاسره رقيبه اخطارونه تړلزما په سترګو كې داستا د ماتيدو تصوير ووچې مې په تش لاس دميدان سره قولونه تړلڅه مې پوښتې چې په ګوګل د ولې اور بليږي پدې ګوګل به ما غليم ته ځنځيرونه تړل په ډيرو ستړو لارو تورو شپو منزل به مې كړو ما به پدې لاره دښمن ته ډير دامونه تړل(ثاقب) به تلم په پټو لارو منزلونه مې كړلما به پدې لاره غليم ته سنګرونه تړل
راوي
ورو ورو څه ورياديږي كومې لارې ته وروځي په خيال كې دسين كاڼو يوې بارې ته وروځي شينكى شينكى سهار وي دى روان دغرو لړې نرۍ نرۍ غرمه بې پاى شوديارې ته وروځي كوز كلي كې څوك نشته دبركلي لاره نيسي دپله په سر دوينو يوې دارې ته وروځي راوي په وينه نه وينه شكي چې بيكسياره نظر يې د عام قتل للمې زارې ته وروځي
نعت شريف
نسيمه دسحر : روضې ته دسرورچې ځې سلام مې وايه په نبي خيرالبشرنسيمه دسحر ورځې چې مدينې ته : دګران حبيب روضې تهبيان مې خدای دپاره كړه دخوږ زړګي حالونهكوم درته سوالونه په ډيرزيات احترام : بيان كړه دكلام درغواړه مې خپل ځان ته كړم هجران دكوركرنسيمه دسحر په ډيرزارۍ منت : كړم سوال دشفاعت اخته په ګناهونويم له ژونده نور بيزاريم د
غزل
نظر مې شي ستومانه ، بيرته ستا رخسارته راشي بې كوره مسافره دى ، نااشنا ديار ته راشيپه سترګو كې ځان نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي يو ستړى كليوال ، تياره ماښام بازار ته راشي د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګډاځي دمرګ خولې ته تش والوزي هوا ته ، مرغۍ بيرته مارته راشي يتيم چې په ژړا شي ، ميره بيا څپيړه وركړي ماشوم كه څوك خپه كړي ، په ژړا به پلار ته راشيهندارې ټولې ماتې كړي ، څو كاڼې دلته پريږدي يو څو ليونيان ووځي ، يو څو بيرته ښار ته راشيپه كور كې څراغ نه لري ، چې كښې
غزل
ددې وطن په نصيب نه دي رسيدلي خلك چې يې ميندلي دي په كاڼو يې ويشتلي خلكدړندو ښار دى له ډيوې سره خپلوي نه لري دسترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلـــك د هر وګړي په څيره كې بلا ګانې وينيدلته هيندارو ته لانه دي درېدلي خلك نه يې دزخم نه د درد په علاج پوه سو طبيبپرون له ساندو سره ووتل راغلي خلكچې افسانې يې دپيړۍ پر لېمه شپې زنګويدسنګسارونو تر ميدانه ځي ښاغلي خلك تر شنه آسمانه ګيله منې چيغې مه استوه داسي يې ډير د بل په تور دلته وژلي خلك دلته چې راغلې نو درحم تمه م
پیریان زما ملګري / نجیب عامر
غزل نجیب عامر دعشق د سیپارې څو طالبان زما ملګريدمیني د جومات څو ملایان زما ملګريپه هرڅه مې لاس بر دی خو تا نه خفه کومداستا دکلي واړه ملکان زما ملګري
دګل نه شونډې غواړې / نجیب عامر
نجیب عامر دګل نه شونډې غواړې خو شبنم نه یې جانانههو ګرځه عاشق یې خو ډېر اهم نه یې جانانه تاووی او ماواورېده خو اوس ځان سره وایمغمجن دې کړمه ولې ته خوغم نه یې جانانهولور او شنو خالونو مساپر کړې له وطنهوتلی له جنته په غنم نه یې جانانهداستا په زړه کې څه دي ستا دمخ نه معلومیږينو دومره خو پیچلی او مبهم نه یې جانانههم نیت دې صفا نه دی هم په زړه ک
د نجیب عامر تازه غزل
غزلنجیب عامر یو زړه لرم هغه هم چاودېدو ته دی راغلیدا وخت لکه ښامار زما خوړو ته دی راغلیاوه قدمه لرې مشره! پروت یې بې خبر یېاوم اسمان نه خدای زما لیدو ته دی راغلی