تل به په لاړ له مـــــــــــــــــــــېړنو سره ځم
يمه پښـــــــــــتون له پښـــــــتنو سره ځم
د ملـــــيت نمـــــــــــــــــــره د پرخې په څېر
ســـــــــــــتا له دې شوخو پلوشو سره ځم
دا چـــــــــې خــــــــــرد هم په ملت ځاروي
زۀ دې همــــــــــــداسې لـــــــېونو سره ځم
پام كـــــــــــــوه زه هغـــــــــــــــه نظر نه يمه
چــــــــــــــــې به په دود د سپېلنو سره ځم
وائي اغـــــــــيار چــــــــــــې د دوزخ ژبه ده
زۀ به جنت ته له پښــــــــــــــــــــــتو سره ځم
راســـــتنېدى چې نه شي وخت خو نه يم
خـــــــــو د حــــــــالت له تقاضــــــو سره ځم
كړمه جــــــــــهان چې د پښــــــتون ځلمی
له خـــــــــپلو پېغلو حـــــــــوصلو سره ځم
وړم مســـــــــــتقبل ته د ماضي روايات
زۀ د خپل حـــــــــــــــــال له ولولو سره ځم
څــو چې راغونډ په يو مركز يې نه كړم
هرې تپې ته له جرګو ســــــــــــــــــــره ځم