ليک: قاضي عصمت الله روحاني

مرحوم امير حمزه شينوارى و او د مرحوم  ملک  مير باز خان اشرف خېل شينواري ځوى دى ،چې پر (1907 ع )  کال  د لنډي کوتل په خوزه خېلو کښې يې په يوې  اسلامي  درنې کورنۍ کښې سترگې غړولي دي  .

لومړنۍ زده کړه يې د لواړگې په لومړني ښوونځي کښې  پېل کړه  او ورسره يې  د دري  او عربي ژبو د نحوې، صرف  او فقهې  مقدماتي کتابونه هم له استاذانوزده کړل .بيا د پېښور  په اسلاميه کالج کښې شامل شو. د درس تر څنگه  به يې اردو اشعار او نثرونه  ليکل او  د پېښور د پښتو اکاډمۍ مشر ( موليناعبدالقادر )  ته به يې ښودل .

 دهغه په اشعارو کښې د خوشحال  بابا ،  عبدالرحمان بابا  او حميدبابا ،مير زاغالب او علامه  اقبال  الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري.

حمزه بابا له تحصيل وروسته،د تورخم په سياسي  اداره کښې  ، د پاسپورټ  دڅانگې  مامور وټاکل  شو او پلار يې د تورخم د اور گاډي  د ادارې منتظم  و ؛ نو حمزه بابا  هم د اورگاډي  په اداره کښې سياره  دنده  واخستله او د هند گڼو ښارونو ته يې سفرونه وکړل . د بمبيي ښار ،چې د هنري فلمونو دجوړولو  مرکز و ، لومړى يې دچويو فلمونه په جوړولو کښې فعاله ونډه واخيسته ،  بيا يې په وياندو فلمونو کښې ، په ( 1941 ع) کال کښې د  ( ليلا مجنون ) ، ( پيغلې )،  ( يوسف خان  اوشهربانو )  او ( علاقه غير ) فلمونه سمبال کړل.

د حمزه بابا  په زړه کښې به ، هميشه د تقوا او عرفان ډيوه بلېدله ، نو په ( 1931 ع) کال کښې ، چې د حيرت  آباد  او اجمير له سفره پېښور ته را ستون شو ، له سيد عبدالستار  شاه ( باچاجان )  پيرڅخه يې ، د چشتيه تصوفي طريقې  لاس نيوى  وکړ او په ( 1937 ع) کال کښې يې د خپل پير د نظر لاندې  د (بزم ادب ټولنه )  او بيا يې  د پښتو ( ولسي ادبي جرگه )  جوړه کړه .په ( 1940ع) کښې حمزه بابا ،  دستر متصوف  عبدالرحمن بابا پر مزار پښتو مشاعرې پېل کړې ،  له بلې خوا حمزه بابا  داردو  ژبې د  ادبي هنري او عرفاني ( اداره ادبيه )  ټولنې  بنيادي  غړى هم و؛ نو ار دو ليکنې به يې  په پښتو  او پښتو آثار به يې په اردو ژبه کښې ژباړل .

سربېره پر دې ، حمزه بابا  د لنډو او اوږ دو کيسو کتابونه ، مقالې  او ډرامې په پښتو ژبه  کښې وليکلې  ، چې په  ډله  ييزو خپرونو کښې خپاره شوي دي.

همدغه راز حمزه بابا د ارواښاد بايزيد انصاري پير روښان د ادبي _عرفاني (رنسانس)او د ارواښاد خوشالخان خټک بابا د مبارزو د حماسي غورځنگ پېر تازه او ځلاندکړ؛نو د ادب دمشعل ،د غزل د بابا او د تصوف د لار ښود پر صفاتو وستايل شو .

 حمزه بابا  د ( نهج البلاغه )  ، ( ارمغان حجاز)  او ( جاويد نامه )  پر کتابونو شرحې  وايکلې ، چې د  پېښور  په (( پښتو اکاډمى ))  او د کراچۍ  په (( اقبال اکاډمۍ )) کښې‌ چاپ  شوې او د هغه  (1300)  غزليات په څلورو ټو کونو کښې را ټولې شوې.

 ارواښاد حمزه بابا  د فطري  ذکا ، ذوق  او نبوغ د لرلو  له لامله   پر خپلې مورنۍ ژبه  پښتو ،  اردو  انگريزۍ ، دري ، او عربي  ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع) کال  کښې د  ( 89)  کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل  په خپل کلي کښې خاورو ته سپارل شواى دى   .

( انالله و انااليه راجعون )

ارواښاد حمزه بابا له (20)  ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې  يې دادي:

                    الف :  ادبي او هنري آثار

(١) د اشعارو کليات .

(٢) پر (نهج البلاغه ) ،علامه اقبال ، ( ارمغان حجاز ) ، (جاويد نامه ) پر کتابونو اود ( عبدالرحمن بابا ) پر ديوان علمي شرحې .

(٣)  د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو  اردو ترجمې .

(٤) د ( بزم ادب )  او ( اولسي ادبي جرگې )  سمبالول.

(٥) لنډې او اوږ دې کيسې _ دوه ټوکه  .

(٦) د ( ليلا مجنون )  ، ( پېغلې ) ، ( يوسف خان او شهربانو ) او ( علافه غير )  ادبي او هنري فلمونو جوړول.

(٧) د سفرونو رساله .

(٨)  (نوې څپې) ، د خوشحال  بابا  پر اشعارو تبصرې

(٩) د ( نن او پرون )  تاريخي کتاب، چې د نړۍ د دولتونوددواړو جگړو په بهير کښې ، د هند په ډهلي  ښار کښې چاپ شو.

                  ب : شرعي ،  عرفاني ، اجتماعي  او فلسفي آثار :

(١)   ژوند _  اجتماعي او فلسفي کتاب.

(٢)  ژور فکرونه _  تصوفي او عرفاني رساله .

(٣) جلال محمد ( ص )_ شرعي   او عرفاني کتاب .

(٤) د بيت الله  حج ( سفر نامه ).

(٥) د ارواښاد شيخ  احمد سر هندي  فاروقي ( مجد د الف ثاني ) د ( مکتوبانو ) پر کتاب شرحه  او تعليق.

(٦) وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب .

(٧) پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي  ډرامې يې په پښتو ژبه کښې  ليکلي او لوبولي  د ي. لکه احمدشاه بابا ابدالي  ، خوشحال خان بابا ، فتيح خان او رابيا گله ،  خان بهادر ، زميندار ، قرباني ، مقابله  ، ميمونه ، ژرنده گړى ، سپين  سرې پېغله  ، گومان د ايمان زيان د ى ، دوه بخيلان  د چرسيانو باچا،  د ډموښار  او نورې .

  ويرنه

چا ويل ، استاذ حمزه ، له دې جهان ولاړ

  د ادب  د خانقا  ځنې ،  عرفان  ولاړ

شمع  مړه شوله ، پتنګ خاورې  ايرى شو

د غزل  د ا ډانې ، روح  او روان ولاړ

 دقلم  دزړه نه ، وينې را څڅيږي

چې  د شعر او ادب ، خير البيان  ولا ړ

لمر په وريځو کښې ، دستر گونه  پنا شو

پښتو نخوانه ، د ادب  ميني کاروان ولاړ

د ادب  حجره خالي ، دېره سړه شوه

پښتنو ځنې ، استازى د رحمن ولاړ !

د غيرت  نغمه سړه شوه ، چيغه  غلې

چې  دسيمې نه ، وارث  د خوشحالخان ولاړ

په محفل کښې  د ادب ،  چوپه چوپتيا ده

روحانى  چې عندليب ، له کلستان ولاړ.

دارواښادحمزه بابا  د شعريوه بېلگه :

پريږ ده ،چې لوظونه  د دروغو دې ، رښتيا کړم

 ته   راته   سبا ، سبا کوه ،  زه   به  بيگا   کړم

توان لرمه  دا چې ،  د ماضي نه خراج واخلم

زه به پخوانى شم ، ستامينه  به پخلا کړم

برند که حوادث دي، د وختونو په ککو کښې

زه به حوصله هم ، پښتنه  ورته پيدا کړم

لايې د سپين مخ خالونه شمارم  اوزگار نه يم

پريږ ده الوتل  به ، دسپوږمۍ  په لوري  بيا کړم

ستا په اننگوکښې ، د حمزه  دوينو  سره دي

ته شوې د پښتو غزله  ځوان ، زه دې بابا کړم

ارواښاد حمزه بابا  ، د تصوف په محبث  کښې ، د (( وحدة الوجود))  د فلسفې پلوي دى ، خو د شريعت اوتصوف  د پوهانو تر مينځه د ( وحدة الوجود او وحدة الشهود ) پر ارزښتونو ځانگړي نظريات موجود دي .

متصوفين باور لري ،چې الله (ج)  دزمان ، مکان او لوريو(جهتونو) پورې اړه نه لري ، په هروخت  او هرځاى کښې حاضر او ناظر دى ، وجود يې (( واجب  )) دى او په ټولو کلياتو جزياتو پوره عالم دى  نو (( ټول _ هغه دى )).

دا د  ( وحدة الوجود)  ډېرلنډ تعريف دى ، خو شرعي پوهان  (( وحدة  الشهود)) مني او په دي باور  دي ،چې د خالق  واجب  الوجود  ذات  ځانگړى او ضروري ، وجود يې  مستقل  او په خپل وجود تل ترتله  قايم ،  دايم ، او قديم  دى ،  خومخلوق حادث دى ؛  نو د قديم  او حادث گډون ، دعقل  او ادراک  له مخې  ناشونى دى .

 دقرآن عظيم ، دنور د مبارک  سورت  په (35) آيت کښې  څرگندونه  داسې شوې ده :

(( الله (ج)  د آسمانونو او ځمکې  د نور مالک دى)). د هغه د نور مثال  داسې دى: لکه په روښانه تاخچه کښې ،چې  ډيوه  روښانه وي او ډيوه په ښيښې کښې وي او ښيښه د يوځليدونکي روڼ ستوري په څير وځليږي ،چې  د زيتون د برکتي  ونې پر تېلو بليږي.

دغه ونه ، نه شرقي خواته وي او نه غربي خواته وي ، د هغې تېل  له  ډېرې سپېڅلتيا څخه خپله  رڼا کوي ، که څه هم  اور ورته رسيدلى نه وي ؛ نو رڼا د ډيوې  پر  رڼا  د تېلو ، يو نور  د بل نور  لپاسه  وي.

  الله ( ج)  پر خپل  نور هغه چاته لار ښوونه کوي ، چې اراده يې وشي او پر وردگار خلکو ته عيني محسوس   مثالونه بيانوي ، ترڅو د محسوساتو له مخې  پر معنوي حقايقو پوه  شي او الله پر هر څيز ، ډېر ښه  خبر دى .

امام غزالي ( رح) په خپل کتاب( مشکاة الانوار )کښې له هغې يو لطيف تشبيهي تعبيرداسې کړاى   د ى:

 دمتقي مسلمان بدن،ديوې روښانه اډانې په څېر دى ،چې  په منځ کښې زړه ، ځليدونکي ستوري ته ورته دى ،چې  د پاکې سينې په روښانه ښيښه کښې ايښودل  شواى دى او د ايمان په رڼا سره بليږي.

 د تاخچې  رڼا ،  دډيوې  رڼا او د تېلو رڼا يو د بل لپاسه  د الهي معرفت  انوار دي .

که دغه تشبيه ، د فزيک د علم له نظره دو څېړل شي ؛ نو د الله  منور سپېڅلاى ذات   د انوارو لازواله مصدر  دى ، چې د ټولو کايناتو لرونکى  او واکمن دى .

کله ،چې  د متقي مسلمان د زړه هېنداره ، پر الهي عبادت پاکه او سپېڅلې شوې وي ؛ نو الهي  انوار  بېرته خپلې سرچينې ته ورگرځوي . لکه ،چې په مقعره عدسيه کښې ،چې د لمر وړانگې ولويږي ؛نو بېرته يې د لمر ستر گې ته ورگرځوي اود فرعي رڼا غبرګون  په اصلي نور کښې جذب او گډيږي  او د وحدة الوجود بڼه غوره کوي.

 د سکر په داسې حال  کښې  د صوفي خودي د بي خودۍ  د عشق د انوارو په محراق  کښې  سوځي او پنا کيږي .لکه حسين بن منصورحلاج ،  چې د عشق په انوارو کښې ورک شو او د (( اناالحق )) اعلان يې وکړ.

شرعي پوهان ، دفرعي انوارو غبرگون ، په خپلې سرچينې کښې (( وحدة الشهود)) گڼي او په مخلوق  کښې د خالق د ځواک نخښې  نښانې د خالق د وجود  داثبات دلايل گڼي.

ارواښاد سعدي  داسې ويلي دي :

برگ در ختان سبز در نظر هوشيار         هرورقش دفتر يست معرفت کردگار

گر اهل    معرفتى ،  هرچه   بنگرى  خوب    است

که هرچه دوست  کند، همچو دوست محبوب است

     کدام برگ درختان است ، اگر نظر دارى         که سر صنع الهى براونه مکتوب است

ځينې متصوفين په دې باور دي ،چې  د عالم ظاهري مادي بڼه  د باطني معنوي حقيقت انځور دى     نو وايي :

کلما فى الکون   وهم او خيال

او عکوس فى المرايا اوظلال

ټول ظاهري مادي کاينات، د وهم او خيال انځور دى ، يا عکسونه دي په هېندارو کښې يا دواقعيت  سيورى  دى .

ارواښاد  حافظ شيرازي  ، د عرفاني نړۍ ليد له مخې (( وحدت )) فلسفي کثرت (( تجلي )) فلسفي عليت ،عشق معنوي رڼا  او ( عقل ) فطري وجوب گڼي ؛ نو وايي :

عکس روى تو ، چو در آئينۀ جام افتاد

عارف از پرتومى ، در طمع  خام  افتاد

حسن روى تو، به يک جلوه که در آئينه

اين  همه  نقش  در آئينه ، اوهام  افتاد

اين همه عکس مى ، نقش ونگارى که نمود

يک  فروغ   رخ  ساقي ، در جام  افتاد

ستر متصوف عبدالرحمن بابا د بدن د غړيو تر منځه  وحدت غواړي او وايي :

که تن ځمکه  کړې ، زړه تخم ، باران او ښکې

      لکه   نخل   به  سر  وکاږي ، له  خاکه


(د ساپي پښتو مرکز د وېبپاڼې په مننه)