شعرونه


غزل

يه د رنځور حسن مېرمنې، سپېلنی دې شمهمه کېنه داسې لاس تر زنې، سپېلنی دې شمهستا د ښايست د لېوني خمار په تمه- تمهشوم سودايي د بنګو ونې، سپېلنی دې شمهڅومره بېباکه يې دا ستا پاکه لمن نيولېځواني مې ګورې غنې- غنې! سپېلنی دې شمهراځه د عشق په جزيره کې له دا هر څه لرېخپلې کېږدۍ کړو چېرته پلنې، سپېلنی دې شمهپرېږده چې اور واخلم، لمبه شمه، لوخړه شمهسترګې راواړوه خوږلنې، سپېلنی دې شمهنثاره ورشه، ورته ووايه صفا ټکيو کېاندېښنه مه کوه د بنې، سپېلنی دې شمه.

27.02.2007 arghawan

توبيل*

الا اللهتوبيل اللهتوبيل وځنګېدونه يې منډه مات شونه يې ګل ورژېدود پاڼو يې شرنګار شوپه جنت کې مؤمنانو واورېدومؤمنان په ثنا ګډ شولپاک رسول ونازېدوله پاسه دوه مرغان راغللزېړې زېړې غاړېبخمل څانګونهپه څانګو کې کتابونهکتابو کې دوې دانېهغه د خدای نامې!____________________ *     د دې شعر په تېره بيا د (( توبيل)) د کلمې د معنا په باره کې مې له کاروان صاحب سره خبره کوله. هغه ويل چې کېدی شي مراد يې په جنت کې هغه د طوب

05.12.2006 arghawan

بېوسي

يوه ژېړي مازيګري کې د ها پورې غرونو غېږهما و تا نه وه چاپېرهد يوه غوز د ونې خوا تهتا کيسه کوله ما تهد سلګيو په هجوم کېغټې غټې اوښکې راغلېښکته ستا پر اننګيوما دا ټوله ننداره کړله په پټه خوله جانانهاو وم دغومره بې وسهچې در پاکې مې کړای نه شوېد تا اوښکې په لمنه:

29.11.2006 arghawan

د رڼا څلی

شوې بې نيازه، زياتي غم پر تا غرض نه لريولاړې، باچا شولې، ستم پر تا غرض نه لري د ژوند پر ټولو حوادثو دې خوا يخه کړلهنوره نزاع وي که سلم، پر تا غرض نه لري د دنياګۍ ورانې ويجاړې دې اوس سر ټکويپه ړنګو مېنو دې ماتم، پر تا غرض نه لري شاعره، ستا رنګين خيال نور له لمبو نه وووتنور دې اورونو کې قلم پر تا غرض نه لري تا به مدام موږ ته د رنګ و نور کيسې کولېد رڼا څلی شوې تورتم پر تا غرض نه لري.  

28.11.2006 arghawan

په تياره کې

په تياره کې مې، چې چوپتيا خپره وه اود سبا وږمېپرده له ځانه سره وړله،درباندې غږ وکړپاس په خواشيني آسمان کې يو ستوری سوځېدهيو ستوری په منډه وويوه ستوري له دنيا سترګې پټولې.****درسته هستي مې لکه د پيو ډکه پيالهپه لاس کې نيولې وهد سپوږمۍ آبي جلوهپر شيشو لګېدهاو تا ته مې نارې کړېاو تا ته مې نارې کړې.****د چينجيو له ښاره يوه غمجنه ترانهلکه لړه پورته ختهاو د لوخړې په څېر پر کړکيو پرېوته.****زما په سينه کېدرسته شپ

21.11.2006 arghawan

زما د سرو زرو بنګاله!

زما د سرو زرو بنګاله، زه له تا سره مينه کومستا اسمانونه او هواګانې زما زړه، لکه دا چې يوه شپېلۍ وي، په ترنم راولي. وا زما مورې، په څوړمني کې ستا د امونو د ځنګلونو ښايسته شمال ما له ډېرې مستۍ لېونى کوي-واه، څه ښه يو هيجان دى دا! وا زما مورې، په مني کې، د شولو په پوره ګل شويو کروندو کې، ما هره خوا خوږې خنداګانې لېدې چې خپرېدلې!واه، څه ښه يوه ښکلا، څه ښه سيوري، څه ښه يوه لېوالتيا، او څه ښه يو لطافت! تا د بنګالي انځرو تر ونو بوټيو لاندې او د سيندونو پر غاړو څه

16.11.2006 arghawan

وهم

دنيا خوبولې ده.وحشت د هر يوه غورځنګ او آواز په مخور داسې تړلیلکه ما چې پر ځان. د دغه خلوت دېواله ته مې چې څه په زړه پورې نقش يې نشتهغلي په غوږ کې ويل:لکه چې په دا ټولو کې د ژوندانه فرېب څه پټ رنګونه لري! شپه د وحشت له کبله درنه ده.دنيا خوبولې ده او زه په خپل وهم کې ويښ يم:په دې خلوت کې چې حيرت يې د دېوال نقش دید ژوندانه فرېب څه نورې طرحې کوي؟

15.11.2006 arghawan

تريخ خوب

د سپوږمۍ زاڼه غاړې وهيپه کوټه کې مې ورېځ ژاړي.د پښېمانۍ د سترګو ګلونه غوړېږي.د پنجرې په تابوت کې مې د مشرق وجود نغاړل کېږيد مغرب ځنکدن دی، مري.د کوټې په تالاو کې مېکمه کمه د لمر نارنجي ګيا راټوکېږيويښ يمپه خوب کې مې د ماتې څانګې سيوري ونه پوهېدم، ورو ويده کړم.دا دی اوسد سپوږمۍ د زاڼې سرود اورماو د پښېمانۍ د سترګو ګلونه رژوم.

15.11.2006 arghawan

غزل

رنګينۍ ورکړې، پروردګاره، زما سندرې، زما غزل تهدا چې يې کاږم، د چا په سترګو، ډالۍ کوم يې، د چا اوربل ته چې د رنګينو، نغښتيو رازونو، چېرته يوازې، په نظاره شمحيرت مې يوسي، د حسن خدايه، د رنګ و بو دې، خپلو کې حل ته دا چې په ډکه، خوله راته خاندي، چا به رويا کې، وي تخنولېبرېښنا خو نه ده، چې هوسېږي، تشې پړکا ته، هسې يو ځل ته ځولۍ د نياز يې، لا له لاسونو، پرېوتې نه ده، ان له ماښامهڅه دې راوړي، د سبا باده، ړانده د مينې، د حسن شل ته چې ستا پر چم يې، کوشېر

06.11.2006 arghawan

ټالۍ

نن چې په هر ځلې چاد وره ټالۍ وهلېما دې ګومان پرې کړیاو په يوه نفس تر وره تللی يم.  

06.11.2006 arghawan

څپره ووته، بلا ووته

اوس هم د چم ګاونډ ښځمنې زموږهغه د سې بيبيانو (١) نذر نيسي؛ اوس هم چې غاښ د چا خوږېږي په مالت کې زموږدرې يا پنځه يا اووه پلکې په شماروړي، د وچ صبر (٢) پر تنه ټک وهي؛ اوس هم د بادو ها لرغونی زيارتچې شيخ نيکه (٣) يې بولي، ښه تودېږيله هرې خوا ورته د بادو رنځوران وردرومي؛ اوس هم آخره چارشنبه (٤) له ميندو هېره نه دهاو هم پر دغه ورځ ماښام ته تياری نيسي، دېګچي پخوي؛ اوس هم چې ووځي د څپرې مياشتنو د ماښام پر مهالزړې ښځمنې او واړه ماشومان

05.10.2006 arghawan

منسوخ

جانانه، ما هم بلا ډېره مودهد کائناتو د ښکلا په لټون په عارفانو پسې پل واخيست-خو کتابونو کې نه؛ځکه چې دوی هم يو له بله سرهبلا بدۍ او تربګنۍ پاللييو چې راغلی دی نو بل ته يې منسوخ ويلي!!

04.10.2006 arghawan

د مغلو تاراج

څه په باج- څه په خراج کې رانه ولاړه پاچايي وه تخت و تاج کـې رانه ولاړه څه د دوه ورځو ښــکلا مې د وطن وه د مغـــــلو په تاراج کـــــــــې رانه ولاړه.

27.08.2006 arghawan

خوب

خوب مې ليده چې په لندن کې يمه د ټيمز له غاړې په چکر وتلی په ننداره د ښکلاګانو يم چې دې کې راياده شې ته او په يوه سا سل پېغوره راکړې له مسامونو مې لمبې جګې شي لولپه شم. خو کوم يو حسن چې ستا په ها يوه يوه پېغور کې پټ وو هغه مې نه د پېرنګۍ ملکې په ښکلي تاج کې وليد نه د مغل محبت په تاج محل کې ګلې!  

23.08.2006 arghawan

غزل

غزل ګوري دې، راګوري دې چې ګوري غلي غلي ســــتوري غلي غلي ګله، ســــتوري غلي غلي ما چې وې له دنګو دنګو څوکو حيا ورغله پرېواته له غرونو بلا سيوري غلي غلي ستا د ستمونو هم انصاف ښکاري پرېشانه دی چا باندې يې ځول شي، پر چا اوري غلي غلي ځه چې انجمن لره زياتي غاړې تر غاړې ځو څو به رقيبان ځانونه زوري غلي غلي غلی کړې نثاره ياره چا په غزال سترګو کې اوري دې له خولې د غزل توري غلي غلي.

22.08.2006 arghawan

نعت

زړه مې غواړي چې په پښو کې دې سر کېږدم په مزه مزه دې ښکل کړم قدمونه ګوندې دغه يوه سجده مې شي قبوله ای د حسن پيغمبر- د عشق رسوله!

21.08.2006 arghawan

افسوس

عبدالرحيم روغاني 

17.09.2019 shamshad

آشنادي

راليږونکی : يعقوب(منګل)  ټليفونشميره: برېښناليکپته: j.mangal@gmx.de سرليک: آشنادي نېټه: 21.01.2013 11:49 آشنادي***زړه آشنادي٬ځګر آشنـــاديستاپه طرف٬زمانظر آشناديته چه غلي غلي ګوري ماتهددیواله دسیوري شاتــــــــهماته ستادمړوسترګوهنرآشناديباغونه مي ډیردي لیدليله یاده مي ندي وتلـــــيماته داناروباغ ستاپه ټټرآشناديچه پکښي ک

23.01.2013 shamshad

غزل _عبدالرحيم هلال

څومره شولې لېرې، چې مې خپل شولېلاړې   جانه،  سم د انځر ګل    شولېنوره    به  د مات   زړګي چاره كومته خو  رانه بېله  شوې  د بل شولېوخته  برېتور ځوانان دې رام كړلوسم   د پښتنې پېغلې چارګل شوېډېر دې په خالونو كې خپل ځان وينيخدايږو   د حمزه   بابا  غزل شولېښكاري اننګو كې دې د

26.12.2008 shamshad

هره سا مې جل وهلې

راليږونکی :Dr hassanد راليږونکي پته :hassandoctor2000@yahoo.comنيټه : 08-10-2008 هره سا مې جل وهلې سروکال شي نه تیریږي ستا دعشق موسم داوښکو ستا په ښار کې ږدم جانانه په ارمان قدم داوښکو زمادسوي ارمانجن زړه سوز ګداز وي پکې نغښتی چې لیکم يې لکه شمع هر غزل په نم داوښکو هر یو دم مې دم ختلی هره سا مې جل وهلې

09.10.2008 shamshad

څلوريځه

څلوريځه زړه خو مې کيږي چې دې وستايمه لکه مومين چې کليمه ستايي لکه ماشوم چې الف ب شروع کړي مور ته اوله سپاره ستايي

26.08.2008 shamshad

يو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبی وکړی

راليږونکی :Abdul Hafiz Malyarد راليږونکي پته :malyar@live.atنيټه : 24-08-2008 په مونږه لوبې وکړې يو خوا غربت بل خوا جانان په مونږه لوبې وکړی بل خواته غله بل خوا در بان په مونږه لوبې وکړید وطن للمې مو اوبه نه شوی په وخت او زمانيو خوا سيلاب بل خوا باران په مونږه لوبې وکړیډيرو سرفه ونکړه ، وطن په دا مظلومو خلکويو خوار اغيار بل خوا نادان په مونږه لوبې وکړیپه هرقدم کی د ليوانو په داړو کی ګير شووحفيظ

25.08.2008 shamshad

د وطن حال

 راليږونکي پته :hkhaled@chello.atنيټه : 13-07-2008                            د وطن حال هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځيږيزړه می اور واخـلی هـډ ونـه می ويلـيږي چې د ولږې نه انسان هلته واښه خوريڅنـګه ستوني نه ب

04.08.2008 shamshad

زما آرمان_ حفيظ خالد _ويانا

راليږونکی :حفیظ الله خالدد راليږونکي پته :hkhaled@chello.atنيټه : 22-05-2008 زما آرمان هغه ورځ به په وطن کی کله راشيچه خفه ورونه یو بل سره پخلا شي نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني ويهر یو پرانیزی غیږ بل ته خواپخوا شي زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شيیو د بل زخمو ته پټي شي ، دوا شي د ویرغم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــهد ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي مهاجر ورونه مو راشي خپل وطن تهد هجرت توره شپه خت

26.05.2008 shamshad

لالونه_ امان الله نصرت

راليږونکی :امان الله نصرتد راليږونکي پته :hewad_af@yahoo.comنيټه : 23-05-2008 لالونه تيارو زمونږ د چم سپينه سپوږمۍ ده رانه وړېبې رحمه خزانونو ګل غوټۍ ده رانه وړې اي وخته ستا له لاسه پر سر خاورې بادومهسپيروسپيرو سيليو دې کيږدۍ ده رانه وړې رقيب راته په تورو غوڅوي د زړونو مراندېد جنګ خوني ديوانو ښاپيرۍ ده رانه وړې دا څوک مې ورانوي د ځوانو هيلو منارونهدا چا مې د خيالونو شهزادګۍ ده را

26.05.2008 shamshad

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more