ای د ښـــــايـــســت وطـــنـــه، تــــه ســــلامــــت اوســــی
بـــیــرغ پـــه ټــولـــه نــــړۍ، دی ســـتــا اوچـــت اوســی

پــــــه تـــــا کـــــــې غـــــرونـــــه شــــــتـــه دی
ډ ک ډک ســـــیـــــنـــدونــــــه شــــــتــــه دی
ښـــــکـلـــــــی ډاګـــــــونــــــــه شــــــــتــــه دی
تـــه ئــــې ټـــوټـــه دجـــنـــــت، هــــمــدا جـــنـــت اوســــی
ای د ښـــــايـــســت وطـــنـــه، تــــه ســــلامــــت اوســــی

د نـــــنــــــګـــــــیــــالــــــــو ســــنـــګــــــر ئـــــــې
د پـــــــښـــــــــتــــــــــــنـــــو ټــــــــــــغــــــر ئـــــــې
د هـــــــر پـــــــښـــــــتـــون ځـــیـــکـــر ئـــــې
تــــه ئــــې جـــونــګـــړه زمـــا، تـــه پــــه عــــــزت اوســـی
ای د ښـــــايـــســت وطـــنـــه، تــــه ســــلامــــت اوســــی

د افــــــــتــــــــــــخـــــــار شــــــــــمــــــلـــــه ئــــــــې
د پــــــــښـــــــتـــــــنــــو جــــــــــامــــــــــــه ئــــــــــــې
د لاروو دمـــــــــــــــــــــــــــــــــــه ئــــــــــــــــــــــــــې
دوشــمـن دی سـتـا پـه هـر ځـای ، تـل ملامت اوسـی
ای د ښـــــايـــســت وطـــنـــه، تــــه ســــلامــــت اوســــی

د مـــیـــــــروس خــــــــــان وطـــــــــــن ئـــــــــې
د بـــــاچــــــا خــــــــان ګـــلــــــــشـــــــن ئــــــــــــې
د صـــــــمـــــــد خــــــــان چــــــــــمـــن ئــــــــــې
د نــسیـم ســتـوري زړه کـې، بــه تـر قـیــامــت اوســی
ای د ښـــــايـــســت وطـــنـــه، تــــه ســــلامــــت اوســــی

 

راليږونکی :Nasim Stori
د راليږونکي پته :
pakhtyan_stori@hotmail.com
نيټه : 11-07-2008

 

  يادونه : دريځ علمي اوكلتوري ټولنه له ګران اوقدرمن ورور ښاغلي نسيم ستوري څخه يوه نړۍ مننه كوي چې دريځ ګوري اودريځ لولي اودريځ يې پخپل يوه پاڼه شعرباندې ونازاوه . ګرانه دوسته : دريځ ستادريځ ، ستادقوم دريځ اوستادملي اواسلامي ګټودساتلودريځ هيله ده پخپله قلمي همكارۍ موتل يادكړې .

په تل پاتې كليواله پښتني مينه

ددريځوالوپه استازيتوب  فضل الرحمن عمرخيل