غزل

ما هم صفا کړه د يو چا له ياده خپله خونه ما په دېوال باندې راټال عکسونه وسوځول نورې لمنې  ورته مه وهئ ساده پښتنو په پردي اور کې  مو دا خپل کورونه وسوځول پتنګه  ما وتا د شمعې په ديد څه  جوړ کړلو  اخر مو هم پکې دا خپل وزرونه وسوځول باران د وصل يې  زما تنده راماته نه کړه لمبو د هجر يې  زما هډونه وسوځول ذاکره !  تا چي يې د حسن په کې ذکر کړی هغې ناترسې هغه ستا غزلونه  وسوځول

04.03.2016 dariz

د افغان ملت يو سپين سړى

هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جګو غرونو پشان هسک سر! دا سړى د پښتو په مينه ما په تصويرونو کې د باچا خان شاته احتراماً ليدلى دى چې د هغه په دنګو اوږو یې لاسونه ايښي دي. هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلا

04.03.2016 dariz

روسان دې تاریخ نه تکراروي

نه مو په خوښه چاته ټیټ کړل نه په زور سرونه د وخت لوګري مو ریبي ځکه په لور سرونه خلک له کوره توره واخلي او دښمن پرې وهي مونږ ددښمن په توره پرې کړل دخپل ورور سرونه  داسې ښکاري چې زمونږ هغه شمیر سیاسیون او دهغوی پلو یان چې پرون یې پلرونو د طالب پرضد جګړه کې د امریکې بمونو ته لبیک وایه نن غواړي د طالب څپلو په موخه د سپینې ما ڼۍ پرځای دکریملین غیږې ته پنا یوسې ، مانا

10.10.2015 dariz

ترهګر قوم نلري

 طالبانو په لاس دکندز ښار له نیول کیدو څخه وروسته د ایران اوپاکستان داستخباراتي شبکو ګډجاسوسان تور پورې کوي چې په یاده قضیه کې دهیواد دولسمشر په ګډون دحکومت پښتانه چارواکي لاس لري چې زما په آند دغه تور یوازې یوه ادعاده چې دثبوت لپاره یې هیڅ دلایل نلري چې له همدې امله زه نه غواړم دهغوی دتورونوپدغه برخه باندې بحث وکړم خویوڅه چې زما په ګډون دملیونونو افغانانو لپاره جالب دي هغه داچې یوشمیر معلوم الحاله فکري ناروغان ددې لپاره چې دخپل قوم په منځکې خپل بایللی سیاسي

10.10.2015 dariz

مولانا فرید ته !

دې ښاغلي نن په لمر تلوېزیون کې د طالبانو تحریک یو نګه پښتون قومي حرکت ونوماوه او زیاته یې کړه چې په حکومت کې دننه یو شمیر څيرې دقومي تړاوونو له مخې له هغو سره جګړه نه کوي.ما نه غو ښتل پدې اړه څه ووایم خو دهغه ل

05.10.2015 dariz

زه یوپښتون یم

زه یوپښتون یم ، په کابل کې اوسیږم ، دافغان دولت ټول روا ، ناروا ، ملي اوغیرملي قوانین مې په ځان منلي ، دیوه متعهد افغان په توګه مې دتیروولسمشریزواوپارلماني ټولټاکنوپه ګډون دحکومت په ټولوسیاسي پروګرامونوکې ونډه اخیستې ، دنظام سیاسي څيرې ته مې مشروعیت ورکړی ، دکرزي صیب دحکومت ترسیوري لاندې داوسیدوله امله مې دطالب جان دښمني ځکه په غاړه اخیستې چې وایم خیردی ، ولسمشرموپښتون دی ، یوڅوملکي اونظامي چارواکي یې پښتانه دي ، پدوی کې هغه چارواکي هم شته چې یووخت یې په افغانستان کې دپښتنولپاره دویمه درجه تا

30.09.2013 dariz

غزل

غزل د دې مالت فضا چې تـته ده هيڅ شور نه لري دلته دي زړونه اوبه شوي، زړونه زور نه لري زموږ په مالت كې خو ځوانان داسې بې پرسه وژني ته به وا پلار نه لري، مور نه لري، خور نه لري په خداى ملګرو كله كله راته شك پيدا شي وايم پښتون داسې يتيم دى چې هيڅ كور نه لري

06.05.2012 dariz

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمباركۍ پيغام

                 يامحول القلوب والابصار                                    يامـــــــــــــــــدبراليل والنهار             &

18.03.2012 dariz

غزل

  څــــــــــــلوريزهخاوري يو له خــــــاورو نه پيداخلکهسي کړي غــرور په ژوندانه دا دنيا خلکڅو اوپنا کيږو به نــــړي ځيـــــنيخـداي ج کړه عبادت اوبندګې لره پيداخلک غزل وخته له قـــيصونه دې خــــــبريمهټولـــــو خارونه دې خبريــــــمه داچې نن په خـوله درته څه نه وايــــــم ګـيرچېرته دمينې په هــــــنر يمـــه بيا ديو ښـــامار او داړه مـــــار له ل

03.12.2011 dariz

افغانستان بايد كوم يوانتخاب كړي،هند، پاكستان اوكه دواړه .؟

 هنداوپاكستان په جنوبي آسياكې هغه دوه هيوادونه دي چې له برتانوي هندڅخه دخپل زيږون له نيټې څخه راپديخوا تراوسه پورې تل دكشميرپرسرله يوبل سره په سياليوبوخت دي ، له دوی څخه هريويې كشميردبيلابيلوسياسي اواقتصادي پلموله مخې دځان نه جلاكيدونكې برخه بولې چې له همدې امله يې دخپل تاريخ په اوږدوكې درې ځلي له يوبل سره جګړې هم كړيدي چې دوروستي ځل لپاره په ۱۹۹۹ زيږديز كال كې هم نږدې وه چې خبره يې دجګړې تربريده ورسيږي .   په نړۍ كې دټكنالوژۍ دپرمختګ سر

26.02.2011 dariz

غزل

څلوريزهخاورې يو له خاورو نه پيداخلکهسې کړي غــرور په ژوندانه دا دې دنيا خلکځو اوپنا کيږو به نړۍ ځينېخـدای ( ج ) کړه عبادت اوبندګۍ لره پيداخلکغزل وخته له قيصـــونه دې خبريمهټولو خاطرونه دې خــــبريمه داچې نن په خوله درته څه نه وايم ګيرچېرته دمينې په هنر يمـــه بيا ديو ښامار او داړه مار له لاس ګرځمه روان په سمه اوغــريمه دوی دې خپل چکر په تيارو اوسيارو وهي زه ددوی په ژبه دهشتګر يمه ټوله

22.01.2011 dariz

دپوهنې ويبلاګ له چلوونكي قدرمن ورورسيداحمدسامع څخه ددريځوالو ګيله

 لكه څرنګه چې درنواوقدرمنولوستونكوته معلومه ده څه موده وړاندې په دريځ ويبلاګ كې دښاغلي انجنرمحمدالدين همدرد په هڅودكمپيوټرپوهنې په نوم يوه لړۍ پيل شوې وه چې په هغې كې دنوموړي ورورله خوادرنولوستونكوته دكمپيوټرپه هكله نوي اوتازه معلومات خپريدل اود  دريځ ويبلاګ دچلونكي له خوا لوستونكواوهغوكسانوته چې غواړي ددغومعلوماتوپه ګډون په دريځ كې نورخپاره شوي معلومات په نوروچاپي يابريښنايي خپرونوكې چاپ اوخپاره كړي ، اجازه وركړل شوې وه چې كولای شي د دريځ دنوم په يادولوسره يې خپاره كړي چې

18.01.2011 dariz

آياپښتانه په رښتياالقاعده ياجاسوسان دي ……………؟

 پښتانه چې دخپل هيواد ، د ورونوقومونوپه مينځكې ترټولوسترقوم دی چې دافغانستان په نوم پدغه جغرافيوي محدوده كې دخپلې پنځه زره كلنې استوګنې پرمهال يې ګڼې لوړې ، ژورې ليدلي ، كله يې دوخت ديرغلګرانويرغلونه په شاتمبولي اوپه پايله كې يې پرنورو حكومتونه كړي اوكله خوبيا داسې هم شوي چې نورودې پردوی دحكومت كولوتكل كړی وي . خوله نيكه مرغه چې لدې ټولوسره ، سره تراوسه داسې نده پيښه شوې چې دغه قوم دې دنوروارادوته دتسليم سرټيټ كړی وي ، بلكې دخپل دغه اوږده ، زرين اولرغوني تاريخ په اوږدوكې يې دنړۍ دهرښكيلا

15.01.2011 dariz

يوه ورځ سهوه سل كاله پښيماني

څه موده وړاندې مې په ټول افغان كې دشمشاد تلويزيون په اړه دميرويس ننګرهاري په نوم ديوورورليكنه ولوستله داچې هغه څه ليكلي وه اوولې يې ليكلي وه زه دلته پرې څه نه ليكم ځكه چې دهغه ځوابول دشمشادتلويزيون دمسئولينواوادارې كاروه چې له نيكمرغه دنوموړي تلويزيون په استازيتوب ښاغلي بشيرعاطف دټول افغان له لارې يوڅه پرې ليكلي وه دهغې په لوستلوسره ماداسې وانګيرله چې كه خدای كول پدې سره دپښتنوترمنځ دغه پيل شوې قلمي جګړه چې اصلي لامل يې لوستونكوته هم ندی معلوم ، پای ومومي خوله بده مرغ

07.04.2010 dariz

پسرليه

پسرلی الله دې راوله پســـــرليه راځه ستړی مشې هرکله راشې،کونډاوبورمشې ،زومـــړی مشې مااورېدلي چې ته ځان سره ګــــلونه راوړېتنـکۍ وږمې،خوږې نغمې،ښايسته رنګونه راوړېته دښکلا،ښايست اوحسن ،تازه ګۍ قاصــديې ناهيـــلوزړوته نوې هيلې، امېــدونه راوړې تيارو کـــــورنوته سوغات درڼاګانوغېږکې دويښوشپوسويوخوبوته تعبيـــــرونه راوړې پسرلــــيه تاسره خوښي راځي ،تودوخه راشي دښتې،بېـــدياته درحمت مست بارانونه راوړې ستاپ

27.03.2010 dariz

دنوميالي شاعراومبارزاجمل خټك پرمړينه دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې دخواشينۍ پيغام

د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه                                      د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام   په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر،

09.02.2010 dariz

ژمی به تيرشي خودسكرومخ به همغسې تورپاتې وي

په هغه هيوادونوكې چې دسياسي رژيم مراندې يې په ولسواكۍ ولاړې وي دپارلمان اوسياسي اپوزيسيون شتون حتمي دی اوهمدالامل دی چې ولس دخپلوهيلواونظرياتودلاسته راوړلولپاره خپل استازي پارلمان ته ورپيژني ترڅوهلته دخپلومؤكلينوله ګټوڅخه ننګه وكړي چې دغه چاره بايد په افغانستان كې هم ترسره شوې وای  خوله بده مرغه چې دلته ددغې چارې پايله هله معكوسه راووته چې دولسي جرګې له خوا دكرزي كابينې ته دتيرې ورځې په رايه وركولوكې فاشيست رهين بريالی راووت ، رهين هغه څوك وو چې يوځ

03.01.2010 dariz

نوې کابينه دولسواکۍ پرمخ يوه بله څپېړه

ښاغلي کرزي دخپلې نوې(( سهامي)) کابينې په اعلان سره وښودله ،چې نوموړى دافغانستان دخلکوغوښتنو اوهيلوپروړاندې بې اعتنايي کوي اوکله هم دولسواکۍ په اصولو او ارزښتونو باورنه لري .په يوه ولسواک نظام کې چارواکي دخپل ملت په غوښتنو اوانګيرنو ښه پوهيږي په تېره بيا له ولسمشرکرزي څخه چې تېراته کاله يې دافغانستان له حکومت سره سراوکاردى داهيله کيداى شي چې نوموړى دملت ضد اوملي ګټو ضد کسان وپيژني خوپه خواشينى سره چې کرزى صاحب سره له دې چې پوهېده بيايې هم په خپل حکومت کې ملي ضد څېروته ځاى ورکړ.

23.12.2009 dariz

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more