ستاسې ليكونه اونظرونه
دپوهنې ويبلاګ له چلوونكي قدرمن ورورسيداحمدسامع څخه ددريځوالو ګيله
لكه څرنګه چې درنواوقدرمنولوستونكوته معلومه ده څه موده وړاندې په دريځ ويبلاګ كې دښاغلي انجنرمحمدالدين همدرد په هڅودكمپيوټرپوهنې په نوم يوه لړۍ پيل شوې وه چې په هغې كې دنوموړي ورورله خوادرنولوستونكوته دكمپيوټرپه هكله نوي اوتازه معلومات خپريدل اود دريځ ويبلاګ دچلونكي له خوا لوستونكواوهغوكسانوته چې غواړي ددغومعلوماتوپه ګډون په دريځ كې نورخپاره شوي معلومات په نوروچاپي يابريښنايي خپرونوكې چاپ اوخپاره كړي ، اجازه وركړل شوې وه چې كولای شي د دريځ دنوم په يادولوسره يې خپاره كړي چې
ليك
راليږونکی :Bawaryد راليږونکي پته :
مبارکي او مننه
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې درنو اوقدرمنو غړو ، سلامونه .روغ ، جوړاوخوشحاله اوسۍ .ددريځ ویبلاګ په جوړیدو ډیرخوشحاله شوم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي .ستاسې دزیار اوهڅو ستاینه کوم . هیله ده چې په دې برخه کې مو لا ډیر بری په نصیب شي .په پای کې یو څل بیا ددغه په زړه پورې ویبلاګ دجوړیدو مبارکي درته وایم او منندوی مو یم .په تل پاتې پښتني مينه ستاسو ورور فضل غني حقمل
د مباركي پيغامونه
داځل هم د دريځ اداري ته د يو شمير پرهنګيانو او پرهنګپالو له خوا دمباركي پيغامونه راغلي چې د دريځ اداره ورڅخه مننه كوي او دلته يې نومونه اخلي . د مخابراتو د روزنيز مركز رئيس انجينير عبدالوكيل ( شيرګل ) د مخابراتو د خبرتيائي او اړيكتيائي ټكنالوجي رئيس ښاغلى ايمل مرجان د مخابراتو د روزنيز مركز د IT د څانګې مشر استاد محمد آصف همكار د مخابراتو د روزنيز مركز Networking استاده آغلې لطيفه عصمتي امرخيل او له همدې مركز څخه آغلې زرغونه مومند د شمش
راغلى ليك
زه نور آغا (( نوراني )) دميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د ده حيات كلي اوسيدونكى ، زما سلامونه او نيكې هيلې دي ددريځ مجلې ټولو چلونكو ته ورسيږي وروسته له سلام څخه زه د دريځ مجلې د لوستونكي په توګه ستاسي دلا برياليتوب هيله لرم ځكه چې يوازينې مجله چې له واقعيتونو څخه پرده پورته كوي هغه د دريځ مجله ده ددريځ مجلې له كاركونكو څخه يوه نړۍ مننه كوم چې خپل وخت يې د وطن د خدمت لپاره وقف كړى دى او په پاى كې ستاسې كاميابي د لوى خداى (ج) له دربار څخه غواړم .په درناوي د ليك ځ