زه نور آغا (( نوراني )) دميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د ده حيات كلي اوسيدونكى ، زما سلامونه او نيكې هيلې دي ددريځ مجلې  ټولو چلونكو ته ورسيږي وروسته له سلام څخه  زه د دريځ مجلې د لوستونكي په توګه ستاسي دلا برياليتوب هيله لرم ځكه چې يوازينې مجله  چې له واقعيتونو څخه پرده پورته كوي هغه د دريځ مجله ده ددريځ مجلې له كاركونكو څخه يوه نړۍ مننه كوم چې خپل وخت يې د وطن د خدمت لپاره وقف كړى دى او په پاى كې ستاسې كاميابي د لوى خداى (ج) له دربار څخه غواړم .
په درناوي

د ليك ځواب :
كرانه وروره ستاسې له ليك څخه ډيره مننه كوو .
داچې د دريځ په اړه مو څه ليكلې وه ستاسو نيك نظر څرګندوې . د دريځ اداره وياړي چې دريځ د خپلو لوستونكو لپاره د منلو وړ ده دريځ تل هڅه كړي او كوي يې چې خپلو لوستونكو ته كره او په زړه پورې ليكنې وړاندې كړي ، د واقعيتونو رواښانه كول تور ته تور او سپين ته سپين ويل ددريځ كړنلاره جوړوي .په پاى كې يو ځل بيا ستاسو د نيك احساس درناوى كوو او ګران هيواد افغانستان ته مو د خدمت هيله كوو.د يادونې وړ ده چې له ليك سره تاسو يو شعر هم دريځ ته ډالۍ كړى وه انشا الله چې په راتلونكو ګڼو كې به يې درته خپور كړو، ستاسو د لا همكارۍ په هيله.
په درنښت
اداره