نسيمه دسحر    :   روضې ته دسرور
چې ځې سلام مې وايه په نبي خيرالبشر
نسيمه دسحر

ورځې چې مدينې ته    :   دګران حبيب روضې ته
بيان مې خدای دپاره كړه دخوږ زړګي حالونه
كوم درته سوالونه

په ډيرزيات احترام    :   بيان كړه دكلام
درغواړه مې خپل ځان ته كړم هجران دكوركر
نسيمه دسحر

په ډيرزارۍ منت   :    كړم سوال دشفاعت
اخته په ګناهونويم له ژونده نور بيزاريم
دمرګ په انتظاريم

اخته په ګناهويم    :   په رنګارنګ غمويم
ای ختم المرسلينه په ماوكړه لږ نظر
نسيمه دسحر

بې حده ګنهګاريم  :  دعفوې طلبګاريم
دصبرانتهاده نورمې ختمه حوصله ده
بس دامې فيصله ده

مولا ته كوم سوال  :  چې خلاص شوم له جنجال
واصل چې دروضې شم دنبي نورالبصر
نسيمه دسحر

دشنې روضې وخواته  :  كړه سوال غني مولا ته
دعفوې طلبګاريم زماډيردي ګناهونه
بيان مې كړه حالونه

درود سلام آقاته  :  نبي خيرالوری ته
اندړ دې ديدن غواړم دښايسته ښكلي بشر
نسيمه دسحر