ورو ورو څه ورياديږي كومې لارې ته وروځي
په خيال كې دسين كاڼو يوې بارې ته وروځي
شينكى شينكى سهار وي دى روان دغرو لړې
نرۍ نرۍ غرمه بې پاى شوديارې ته وروځي
كوز كلي كې څوك نشته دبركلي لاره نيسي
دپله په سر دوينو يوې دارې ته وروځي
راوي په وينه نه وينه شكي چې بيكسياره
نظر يې د عام قتل للمې زارې ته وروځي