چې مې په تشه پيمانه تاته شرطونه تړل
څه وم خبر چه مې په زړه باندې غمونه تړل
زما خو د خپل سپيره تقدير نه داسې تمه نه وه
چې مې له تاسره رقيبه اخطارونه تړل
زما په سترګو كې داستا د ماتيدو تصوير وو
چې مې په تش لاس دميدان سره قولونه تړل
څه مې پوښتې چې په ګوګل د ولې اور بليږي
پدې ګوګل به ما غليم ته ځنځيرونه تړل
په ډيرو ستړو لارو تورو شپو منزل به مې كړو
ما به پدې لاره دښمن ته ډير دامونه تړل
(ثاقب) به تلم په پټو لارو منزلونه مې كړل
ما به پدې لاره غليم ته سنګرونه تړل