خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي
يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي
سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي
دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي
يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي
انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي
زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي
دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي
يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي
مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
14.10.2006
- dariz
چې مې په تشه پيمانه تاته شرطونه تړلڅه وم خبر چه مې په زړه باندې غمونه تړلزما خو د خپل سپيره تقدير نه داسې تمه نه وه چې مې له تاسره رقيبه اخطارونه تړلزما په سترګو كې داستا د ماتيدو تصوير ووچې مې په تش لاس دميدان سره قولونه تړلڅه مې پوښتې چې په ګوګل د ولې اور بليږي پدې ګوګل به ما غليم ته ځنځيرونه تړل په ډيرو ستړو لارو تورو شپو منزل به مې كړو ما به پدې لاره دښمن ته ډير دامونه تړل(ثاقب) به تلم په پټو لارو منزلونه مې كړلما به پدې لاره غليم ته سنګرونه تړل...
14.10.2006
- dariz
دا وګړى په وجود څومره غني دىخو په برخه جوارګر دى تاواني دىتارپه تار يې چا راټول نكړ سايلهد پښتون وطن ګريوان د ليوني دى
...