دا وګړى په وجود څومره غني دى
خو په برخه جوارګر دى تاواني دى
تارپه تار يې چا راټول نكړ سايله
د پښتون وطن ګريوان د ليوني دى

                                          ( سايل )

حجره دكلي دجوما ت مو د هوس خونه شوه

ښكلي چې دلته سبق وايي لږ دې پام ونيسي

ليلا يې لاړه له دې كلي نه يې كډه وكړه

ملا ويل خلك دې ځان ته بل امام ونيسي

(سعادت)

اوبه يم در خوځيږم ګودرونه ماتوم

سيلاب يمه غليمه ګړنګونه ماتوم

ازل كې خپلواكي زما په پچه ده ختلې

اوس پروت يم زولنوكې ځنځيرونه ماتوم

(ع . ش )