د افغانستان او پاكستان چې له تاريخي پلوه بيلابيلو خوصوصيات خو له كلتوري پلوه سره ورته او ګاوندي هيوادونه دي ، په بيلابيلو تاريخو پړاونو كې په سياسي او اقتصادي لحاظ يو د بل په ګټه تمام شوي د بيلګې په توګه كله چې سرو روسانو په افغانستان ير غل وكړ پاكستان يو له هغو هيوادونو څخه ؤ چې ميليونونو افغان كډوالو ته يې غيږه خلاصه كړه او د كلونو لپاره يې ومنل دغه راز په افغانستان كې د نوي نظام په راتلو سره پاكستان هم له افغانستان سره د مرستندويو هيوادنو په كتار كې ودريد. دمعارف او ترانسپورت په برخه كې يې نه هيريدونكې مرستې وكړي . او د تور خم – جلال آباد سړك هم يو له هغو لويو لارو څخه ده چې بيا رغونه يې د پاكستان په مرسته وشوه .
له بلې خو ا افغانستان هم هغه جيوپوليتيك موقعيت ته په پام سره چې په سيمه كې لري له اقتصادي پلوه د پاكستان لپاره د اهميت وړ دى . د بيلګې په ډول له ۲۰۰۱ كال را په دې خوا د پاكستان او افغانستان تر منځ سوداګري له ۱۰۰ ميليونو ډالرو څخه تر ۱،۵ ( يونيم ) ميليادو ډالرو ته رسيدلې چې په دي كې ډيره ګټه د پاكستان ده ځكه چې په دي سوداګرۍ كې ډيره برخه د پاكستان كورني توليدات شامل دي چې په افغانستان كې مصرفيږي .
پورتنيو واقعيتونو ته په پام سره په كار ده چې دواړه هيوادونه په خپلوكې ښې اړيكې ولري او چارواكي يې بايد هڅه وكړي چې د نوموړو هيوادونو تر منځ په بيلابيلو برخوكې لاهم وده وكړي او هغو عواملو ته چې د ډيورنډ له كرښې ديخوا يا ها خوا د افغانستان او پاكستان د اړيكو د خړو پړو كولو كې كار كوي مخه دې ونيول شي او تر ټولو مهمه داچې د پاكستان حكومت بايد پوه شي چې يو سوله ايز افغانستان د پاكستان په ګټه دى.