ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې درنو اوقدرمنو غړو ، سلامونه .
روغ ، جوړاوخوشحاله اوسۍ .
ددريځ ویبلاګ په جوړیدو ډیرخوشحاله شوم ،ډیر ښه او په زړه پورې معلومات مو ورکې راغونډ کړي .
ستاسې دزیار اوهڅو ستاینه کوم .
هیله ده چې په دې برخه کې مو لا ډیر بری په نصیب شي .
په پای کې یو څل بیا ددغه په زړه پورې ویبلاګ دجوړیدو مبارکي درته وایم او منندوی مو یم .
په تل پاتې پښتني مينه
ستاسو ورور فضل غني حقمل
15.10.2006
- dariz
څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه تې د وزارتونو د شمېر پر کموالی بحثونه راپورته شول. دغه بحثونه هغه مهال راپورته سودل چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي چارو د کميسيون مشر سيد حسين عالمي بلخي د وزارتونو د شمير په زياتوالی او دولسمشر د مشاورو وزيرانو د شمېر په ډيروالی خبرې وکړې نوموړي ووېل په اوس مهال کې د وزارتونو شمېر ٢٥ دی پکار دي چې ٥ وزارتونه په نورو وزارتونو کی ادغام شي. نوموړي دا هم وويل چې د ولسمشر د مشاور وزيرانو شمېرتر څلوېښتو ډېر دی، او داسې وزيران هم په کې شته چې په دريو مياشتوکې يو...
16.10.2006
- dariz
محمد جان خان وردګ دافغان غازي ټولنې يو نوميالى غازي دى چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلا داستعمار ګر انګليس ستر ګې وبريښولې او د نورو اتلو او غازيانو په ملتيا يې تيښتې ته اړ كړل .محمد جان خان وردګ د وردګو ړ جغتو په ″ غازي بابا ″ كلي ( بيك موش ) كې دنيا ته راغى ، په همدې غازي او شهيد پاله ټولنه كې لوي شو ، بيا وروسته د هيواد او هيوادوالو دخدمت او دفاع لپاره پوځ ته لاړ او د توپخانې د جرنيلۍ منصب ته ورسيد .كله چې د ۱۸۷۹ زيږدي كال په مۍ كې انګريزان كابل ته ننوتل محم...