محمد جان خان وردګ دافغان غازي ټولنې يو نوميالى غازي دى چې دافغان انګليس په دويمه جګړه كې يې دتورې ځلا داستعمار ګر انګليس ستر ګې وبريښولې او د نورو اتلو او غازيانو په ملتيا يې تيښتې ته اړ كړل .
محمد جان خان وردګ د وردګو ړ جغتو په ″ غازي بابا ″ كلي ( بيك موش ) كې دنيا ته راغى ، په همدې غازي او شهيد پاله ټولنه كې لوي شو ، بيا وروسته د هيواد او هيوادوالو دخدمت او دفاع لپاره پوځ ته لاړ او د توپخانې د جرنيلۍ منصب ته ورسيد .
كله چې د ۱۸۷۹ زيږدي كال په مۍ كې انګريزان كابل ته ننوتل محمد جان خان وردګ له يوو ټولي عسكرو سره د كوهستان له لارې راغى، په اسمايي غره كې يې پر انګريزانو بريد وكړ او له دې وروسته جرنيل محمد جان خان په غازي محمد جان خان وردګ ياد شو .
خو څنګه چې دغه مهال يې د جنګ لپاره ټولى كوچنى و، نو ترسختې جګړې وروسته يې بيرته وردګو ته په شاتګ وكړ او هلته يې له ملي او مذهبي مشرانو لكه د غزني دشلګرملا دين محمد چې په ملا مشك علم مشهور و او د خوات له ملا عبدالغفور لنګري سره سلا مشورې وكړې اوتر ستر لښكر تيارولو وروسته د ۱۸۷۹ زيږدي كال د ډسمبر پر لومړۍ بيا كابل ته راغى ، پر انګريزانو يې بريد وكړ ، تار و مار يې كړل او سخته ماتې يې وركړه .
كله چې پر ۱۸۸۰ زيږدي كال عبدالرحمن خان امير شو ، هو دمركزي حكومت تر ټينګيدو وروسته يې د غازيانو د له منځه وړلو په لړ كې غازي محمد جان خان او ملا عبدالغفور لنګرى د ۱۸۸۱ كال په وروستيو كې د دولت پر ضد د توطيې په تور ونيول او مزار شريف ته يې تبعيد كړل ، چې ډير ژر د دغو دواړو دمرګ خبر خپور شو .
داسې ويل كيږي چې د دغه خبر د خپريدو پر مهال غازي محمد جان خان او ملا عبالغفور لنګرى د امير عبدالرحمن خان په امر بلخ ته نږدې په عبده كوتل كې ووژل شول .
اوس  د دوى دواړو مزارونه څرګند نه دي ، خداى ( ج ) خبر چې په كومه ، بيديا به  د دوى پر مزار غاټول ټوكيږي.