څلوريزه
خاورې يو له خاورو نه پيداخلک
هسې کړي غــرور په ژوندانه دا دې دنيا خلک
ځو اوپنا کيږو به نړۍ ځينې
خـدای ( ج ) کړه عبادت اوبندګۍ لره پيداخلک
غزل
وخته له قيصـــونه دې خبريمه
ټولو خاطرونه دې خــــبريمه
داچې نن په خوله درته څه نه وايم
ګيرچېرته دمينې په هنر يمـــه
بيا ديو ښامار او داړه مار له لاس
ګرځمه روان په سمه اوغــريمه
دوی دې خپل چکر په تيارو اوسيارو وهي
زه ددوی په ژبه دهشتګر يمه
ټوله نړۍ ښه آباده شـويده
زه افغانستان دجنګ ډګر يـمه
لويشت خاوره مې سرو سپينو نه ډکه ډه
وخته خپلو شتوکې ګدايګر يمــه
خلک دکـړي موډ فيشن له وخت سره
زه! دغرو همدرد په څه خبريمه
محمدالدين –همدرد
28/12/2010
18.01.2011
- dariz
لكه څرنګه چې درنواوقدرمنولوستونكوته معلومه ده څه موده وړاندې په دريځ ويبلاګ كې دښاغلي انجنرمحمدالدين همدرد په هڅودكمپيوټرپوهنې په نوم يوه لړۍ پيل شوې وه چې په هغې كې دنوموړي ورورله خوادرنولوستونكوته دكمپيوټرپه هكله نوي اوتازه معلومات خپريدل اود دريځ ويبلاګ دچلونكي له خوا لوستونكواوهغوكسانوته چې غواړي ددغومعلوماتوپه ګډون په دريځ كې نورخپاره شوي معلومات په نوروچاپي يابريښنايي خپرونوكې چاپ اوخپاره كړي ، اجازه وركړل شوې وه چې كولای شي د دريځ دنوم په يادولوسره يې خپاره كړي چې...
26.02.2011
- dariz
هنداوپاكستان په جنوبي آسياكې هغه دوه هيوادونه دي چې له برتانوي هندڅخه دخپل زيږون له نيټې څخه راپديخوا تراوسه پورې تل دكشميرپرسرله يوبل سره په سياليوبوخت دي ، له دوی څخه هريويې كشميردبيلابيلوسياسي اواقتصادي پلموله مخې دځان نه جلاكيدونكې برخه بولې چې له همدې امله يې دخپل تاريخ په اوږدوكې درې ځلي له يوبل سره جګړې هم كړيدي چې دوروستي ځل لپاره په ۱۹۹۹ زيږديز كال كې هم نږدې وه چې خبره يې دجګړې تربريده ورسيږي .
په نړۍ كې دټكنالوژۍ دپرمختګ سر...