هنداوپاكستان په جنوبي آسياكې هغه دوه هيوادونه دي چې له برتانوي هندڅخه دخپل زيږون له نيټې څخه راپديخوا تراوسه پورې تل دكشميرپرسرله يوبل سره په سياليوبوخت دي ، له دوی څخه هريويې كشميردبيلابيلوسياسي اواقتصادي پلموله مخې دځان نه جلاكيدونكې برخه بولې چې له همدې امله يې دخپل تاريخ په اوږدوكې درې ځلي له يوبل سره جګړې هم كړيدي چې دوروستي ځل لپاره په ۱۹۹۹ زيږديز كال كې هم نږدې وه چې خبره يې دجګړې تربريده ورسيږي .

 

په نړۍ كې دټكنالوژۍ دپرمختګ سره سم سياسي لوبوهم پرمختګ كړی چې اوس سيال هيوادونه پرته لدې چې دپخواپه څيرديوبل پروړاندې په مستقيمه توګه ودريږي ، په نورولرې اونږدې هيوادونوكې په سياسي ، اقتصادي اوكلتوري ډګرونوكې له يوبل سره تربګنۍ كوي چې له بده مرغه اوسمهال هنداوپاكستان هم په سيمه كې ديوبل پرضدپه سياليوبوخت دي ، دسهيلي اسيادغه اټومي ځواكونه هڅه كوي چې په سيمه كې دخپلواوږدمهالوستراتيژيكوموخودلاسته راوړلولپاره دافغانستان په ګډون دسيمې نورهيوادونه په سياسي ، اقتصادي اوكلتوري لحاظ په يونه يوډول ترخپلې اغيزې لاندې راولي .

  

په افغانستان كې دهنداوپاكستان سياسي اغيزته هغه وخت ښه لاره هواره شوه چې د ۱۳۵۸ ليږديزلمريزكال دمرغومي په شپږمه نيټه روسانوپرافغانستان يرغل وكړ، ځكه لدې څخه وروسته افغانستان ته دنړۍ دګڼونوروهيوادونوپه ګډون ددوی دواړولاس هم په يوه نوې بڼه رااوږدشوچې له مخې يې هنداوپاكستان هغه مهال په نړۍ كې دحاكم سياسي دود سره سم په افغانستان كې له بيلابيلوډلوټپلوڅخه ننګه وكړه اوله هغوسره يې اړيكي ټينګ كړل چې دډاكټرنجيب الله په مشرۍ دكمونيست پلوه رژيم په نسكوريدواودمجاهدينوپه واك ته رسيدوسره دغو سياسي ننګواوملاتړونولازورواخيست اوپدې توګه افغانستان دهغوی دسياليوپه ډګربدل شوچې له پورتنۍ نيټې څخه راپديخوا تراوسه پورې له نوموړو هيوادونو څخه هريويې تل هڅه كوي چې په افغانستان كې ديوه داسې سياسي رژيم ملاتړوكړي چې ياخوددوی ترنيغې اغيزې لاندې وي اوياهم لږترلږه له دوی سره ښې اودوستانه اړيكې ولري چې په تيرو څه باندې درې لسيزوكې له دغودواړوڅخه هريوه يې په افغانستان كې له بيلابيلوسياسي رژيمونو، سياسي خوځښتونواوسياسي ډلوټپلوڅخه سياسي اولوژيستيكي ملاتړكړی داچې څومره دغه ډول ملاتړدعاموافغانانواوافغانستان په ګټه وه ، دابه دليكنې په لړكې معلوم شي خومخكې لدې چې دافغانستان ، هند اوپاكستان ددوستۍ په اړه اصلي موضوع ته راشم اساسي پوښتنه داده چې  ولې دغه دوه هيوادونه له يوبل سره سيالي لري ....؟

كله چې په ۱۹۴۷ زيږديز كال كې برتانوی هند داسلام دسپڅلي دين اودهندويزم دمذهب له مخې دپاكستان اوهندوستان په نوم په دوه برخووويشل شو نوداستعماردتلپاتې ځانګړنې له مخې دكشمير ښكلې دره ددغودوه هيوادونوترمنځ ديوې متنازع فيه سيمې په توګه پاتې شوه ، له اقتصادي اونظامي پلوه دكشميردسيمې ستراتيژيك موقعيت اوپه اړه يې دهريوه نه بدليدونكي دريځ هنداوپاكستان دواړه ديته اړكړل چې ديوبل پروړاندې وسلې ته لاس كړي چې له امله يې دنړۍ په نقشه كې له برتانوي هندڅخه دجنوبي آسيادغو دوه نويو زيږيدليو هيوادونو درې ځله له يوبل سره جګړې وكړې ، سره لدې چې دغوجګړودكشميرستونزه ترننه پورې دپخواپه څيرلاينحله پريښي اوكومه جوته پايله ورڅخه نده راوتلې خوبياهم هغه جګړې دپاكستان لپاره په لوړقيمت تمامې شوې ځكه چې دبنګالي ملت پالنې اوخپلواكي غوښتنې دخوځښت څخه دهند ، دملاتړله امله په ۱۹۷۱ زيږديز كال كې ددوی ترمنځ وروستۍ ستره جګړه وشوه اوپه پايله كې يې دجنرال نيازي په مشرۍ دپاكستان نږدې ۹۰۰۰۰ نوي زره عسكردهندفوځ ته تسليم شول اوپخوانی ختيځ پاكستان يا اوسني بنګلديش له پاكستان څخه بيل اوخپله خپلواكي يې ترلاسه كړه ، دغې چارې دهندپروړاندې دپاكستاني سياسي واكمنواوفوځي جنرالانوغوسه راوپاروله اوهڅې يې پيل كړې ترڅوله هندڅخه دخپلې ماتې غچ واخلي .

په سيمه كې دكشميرستراتيژيك موقعيت ته په پام سره بايد وويل شي چې دغه سيمه ددواړوهيوادونولپاره له فوق العاده اهميت څخه برخمنه ده چې له امله يې دواړه حاضرشوي چې دهغې پرسرله يوبل سره درې ځلي جګړه وكړي زماپه آند جګړه مارهيوادونه پخپلوكې دهغوګټوپرسره له يوبل سره جګړه كوي چې دهغوی لپاره حياتي ارزښت ولري اوس پوښتنه داده چې هنداوپاكستان دكومو دلايلوله مخې دكشميرپرسرله يوبل سره جګړې كړي .....؟ چې لاهم لګيادي په سياسي ، اقتصادي اونظامي ډګرونوكې له يوبل سره په بيلابيلوپلمو سيالي كوي ......؟ چې آن كله خويې سرحدترافغانستان پورې هم رارسيږي .

سره لدې چې دهنداوپاكستان ترمنځ دتيروجګړواواوسنيوسياسي سياليواساسي لامل دكشميردخاورې او د سند، جهلم، چناب، راوی او ساتلج دسيندونوداوبودويش په سراختلاف دی خو زماپه آند دهغوترڅنګ ځينې نوردلايل هم شتون لري چې له مخې يې هنداوپاكستان غواړي كشميردهغوی دخاورې برخه وي چې زه غواړم لومړی دپاكستان اوورپسې دهنددلايلوته نغوته وكړم :

الف : دپاكستان دلايل .

  1. داچې دكشميرډيری استوګن مسلمانان دي نولدې امله دپاكستان خلك دغې لانجې ته ديوې مذهبي اوقومي ستونزې په سترګه ګوري نوهمدالامل دی چې دپاكستان دسياسي ژوند په اوږدوكې ددغه هيواد عوامو دخپلې اسلامي ګروهې له مخې خپل سياسي مشران ديته اړكړي ترڅودكشميريانودخپلواكۍ غوښتنې له داعيې څخه ننګه وكړي چې زماپه آندپدې توګه پاكستان غواړي كشميردپاكستان دخاورې يوه نه جلاكيدونكې برخه وي .
  2. له تاريخي پلوه دپاكستان خلك خپل ځانونه دفرهنګي ، تاريخي اوعقيدوي مشتركاتوله مخې دكشميريانوخواخوږي بولي نوهمدالامل دی چې ددغې مسئلې له پيله تراوسه پورې يې له كشميريانوسره دپيوستون اعلان كړی .
  3. سره لدې چې دهندله خوا دنيول شوي كشميرډيری خلك مسلمانان دي خوهلته يوكم شميرهندوان هم ژوندكوي ، داچې دهنداوپاكستان ويش په مسلمان اوهندوباندی شوی نولدې امله پاكستان خپله خپلواكي نيمګړې ګڼي ځګه چې ددوی په آندهلته ګڼ شميرمسلمانان دهندترولكې لاندې ژوندكوي نوځكه غواړي چې كشميردې دپاكستان يوه برخه وي .
  4. بله هغه موضوع چې پاكستان غواړي ، دهغې داقتصادي اونظامي ارزښت له مخې كشميردپاكستان دخاورې برخه وي ، هغه دقراقورم دلويې لارې موجوديت دی چې دوريښمودتاريخې لارې دمسيرپه توګه دپاكستان له شمالي څنډواوكشميرڅخه تيريږي ، همدارازلكه پورته مې چې يادونه وكړه هغه پنځه سيندونه چې دكشميرله غرونوڅخه سرچينه اخلي اوداوبودويش په اړه يې دواړه هيوادونه اختلاف لري ، بل هغه اقتصادي ارزښت دی چې له مخې يې پاكستاني واكمن غواړي په هره بيه چې وي داوبوپردغومنابعودپاكستان واك وي .

ب : دهند دلايل .

دكشميردستونزې په اړه دپاكستاني اوسيدونكواوچارواكوپورتنيواقتصادي ، سياسي ، مذهبي اوكلتوري انګيرنوته په كتوسره دغه سيمه دهندي چارواكولپاره هم يوه فوق العاده ستراتيژيكه سيمه ده چې له مخې يې غواړي دلاندې دلايلوپربنيادكشميردهنديوه نه جلاكيدونكې برخه وي .

  1. دكشميرپه اړه دپاكستاني چارواكوبرخلاف هندي چارواكي پدې اړه يوكاملاًمتفاوت نظرلري چې هغه دځينوسياسي ارزښتونوپربنسټ ولاړدی چې له مخې يې هندغواړي په كشميركې يوملي اوسيكولردوست ولري چې له همدې امله هندي چارواكي پدې باوردي چې هغه وخت يومتحد هندمنځته راتلی شي چې كشميريان دسيكولريزم داصولوپربيناد ، دهندهيواد په اډانه كې ديوه ملي حكومت ترسيوري لاندې ژوند وكړي ، ځكه هغوی داسې انګيري چې ګنې دسيكولريزم داصولوڅخه دپيروۍ له امله هندپه نړۍ كې ديوې سترې ديموكراسي په لرلوسره ددنياله ټولوهيوادونوسره ښې اړيكي لري.
  2. له ستراتيژيك پلوه كشميردهنددامنيت لپاره خورا ، ارزښت لري ځكه چې دكشميرشمالي لوړې څوكې دهند په دفاع كې ستررول لري نولدې امله هندي چارواكي اوپه ځانګړې توګه دنوموړي هيواد ، دپوځي چاروستراتيژي جوړونكي يې ديته اړكړل چې دغه سيمه دهنديوه نه جلاكيدونكې برخه وبولي ، داچې كشميردهند اوپاكستان ترمنځ موقعيت لري نولدې امله دهندداقتصادي چاروكارپوهان پدې عقيده دي چې دوی كولای شي لدې لارې ځان دمنځنۍ آسياترځمكې لاندې هغوزيرموته ورسوي چې تراوسه ورته لاس ندی وروړل شوی .
  3. بله هغه ستره موضوع چې هنديان غواړي له مخې يې كشميردهنديوه نه جلاكيدونكې برخه وي ، هغه دهغوپنځوسيندونوداوبوپه سرداختلاف مسئله ده چې هنديان يې دخپلوکرهنيزوځمکودخړوبولولپاره خوراحياتي بولي  .
  4. هنديان پدې باوردي كه چيرې كشميرله پاكستان سره يوځای شي نوداپدې مفهوم دی چې ګنې مسلمانان پرهندوانوبريالي شول چې ددوی په آند دغه چاره به دهند هيواد، داقتصادي اومذهبي شكست په معنی وي .

پورتنيودلايلوته په پام سره ويلای شو چې دكشميرسيمه دپاكستان اوهندوستان لپاره له فوق العاده ارزښت څخه برخمنه ده نوهمداسبب وه چې هنداوپاكستان د ۱۹۴۷ ، ۱۹۶۵ ، ۱۹۷۱ كلونوپه اوږدوكې درې ځلي له يوبل سره جګړې كړي چې دتاريخي شواهدوله مخې يې دواړوخواووته دسردزيان سربيره ګڼ مالي اوفوځي زيانونه هم واړول . خولدې ټولوسره ، سره اوس داسې بريښي چې ښايي هنداوپاكستان له خپل تيرجګړه ايزتاريخ څخه درس اخيستی وي اونه غواړي چې يوځل بيا دكشميرپه ګډون په سيمه كې دخپلوسياسي اواقتصادي موخودلاسته راوړلولپاره په مستقيمه توګه له يوبل سره په جګړه بوخت شي نوله همدې امله غواړي دتيربرخلاف له خپلوهيوادونوڅخه بهرخپلې سيالۍ ترسره كړي ترڅووكولای شي لدې لارې څخه په لږلګښت سره خپلواوږدمهاله ستراتيژيكوموخوته ورسيږي .

داچې هنداوپاكستان پخپلوكې څه ستونزې لري ......؟ ديوبل په وړاندې څه كوي .....؟ دابه پريږدوهغویته اوس راځم خپل اصل مطلب ته اوهغه داچې :

هندوستان چې دوګړودشميرله مخې په نړۍ كې له چين څخه وروسته ددوهم ، د ۱،۱ مليوني اردوپه لرلوسره په نړۍ كې ددريم ، دهوايي ځواك له پلوه دڅلورم ، دبحري ځواك له مخې دپنځم سترهيوادپه توګه په جنوبي آسياكې موقعيت لري چې له همدې امله غواړي په راتلونكي كې دملګروملتونودامنيت دشوری دايمي غړيتوب ترلاسه كړي .

هندله سياسي پلوه په نړۍ كې دخوراسترې دموكراسۍ په درلودلوسره تل هڅه كوي دنړۍ په سياسي لوبوكې خپل رول ولوبوي چې پدې توګه يې په تيرولسوكلونوكې يې له  نوي افغان سياسي بهيرڅخه خپله هراړخيزه ننګه اوملاتړڅرګندکړى چې له افغانستان سره داقتصادي مرستوله پلوه پنځم سترهيواد دی چې دڅه باندې يوملياردډالروپه ارزښت دمرستوپه وركولوسره يې په افغانستان كې ګڼې اقتصادي پروژې سرته رسولي اويايې اوس تركارلاندې دي چې كولای شود دلارام _ زرنج دلويې لارې له جوړيدو، دملي شوری پرنوې ودانۍ باندې له كارڅخه دپيل كيدو اوهمدارنګه دهيوادپه لويديځ كې دسلمی اوپه ختيځ كې دكونړپرسيند دبندپه ګډون دځينوهغوبندونويادونه وكړو چې هندهيواديې له جوړولوسره مينه لري ، همدارازهند افغانستان ته هركال ددرې سوه تحصيلي بورسوپه وركړې سره دنورومرسته کونکوهيوادونوپه منځکې لومړی مقام لري .

نوموړى هيواد غواړي له افغانستان سره ښې سوداګريزې اړيكې ولري اودافغانستان له لارې دمنځنۍ آسياناسپړل شويوزيرموته لارپيداكړي چې دافغانستان له لارې له تركمنستان څخه دګازودنل ليكې دتيريدوپه موخه دوروستي تړون لاسليك يې ستره بيلګه ده چې پدې توګه دپورتنيوسياسي اواقتصادي دلايلوله مخې افغانستان اړدی په سيمه كې دهند سياسي ، اقتصادي اونظامي ځواكمنتياته په پام سره دخپلوملي ګټوپه رڼاكې له هغه سره ښې اودوستانه اړيكې ولري همدارازدهندترڅنګ پاكستان هم دسيمې هغه هيواد دی چې دبيلابيلودلايلوله مخې ورسره دافغانستان اړيكې پالل حتمي دي اوبايد چې له پامه ونه غورځول شي ځكه چې :

افغانستان دډيورنددتپل شوې كرښې درامنځته كيدوڅخه راپديخوا داوس لپاره بحرته لارنلري نوپاكستان زمونږدختيځ ګاونډي په توګه هغه هيواد دی چې مونږكولای شو دهغه له لارې دهندپه ګډون له نورې نړۍ سره سوداګريزه راكړه وركړه ولرو ، سره لدې چې افغانستان دخپل لويديزګاونډي ايران له لارې هم كولای شي له نورې نړۍ سره اقتصادي اړيكي ټينګ كړي خوپدې وروستيوكې دايران په خاوره كې دايراني حکومت له خوا دافغان سوداګرودتيلودزرګونوټانكرونوتم كيدودپاكستان له لارې دغه اړتيانوره هم زياته كړه ځكه چې لدغې لارې څخه پرته به افغانستان ته ګرانه وي ترڅودنړۍ بازارونوته هسې چې اړينه ده ، لاسرسی ولري چې دهمدغې اړتياله مخې څه موده وړاندې دافغانستان اوپاكستان دحكومتونوترمنځ وروستی سوداګريزتړون لاسليك شو ، (که څه هم ددغه تړون دپلي کيداپه برخه کې لاهم ځينې ستونزې موجودې دي ) ددې ترڅنګ بله هغه ستره اړتياچې له مخې يې افغانستان اړدی له پاكستان سره دوستانه اړيكي وپالي هغه دډيورندله كرښې څخه هاغاړه دمليونونوپښتنوشتون دی  چې دتاريخي ، كلتوري ، مذهبي اوژبنيزوتړواونوپه درلودلوسره دكرښې له داغاړه پښتنوسره نه شليدونكې اړيكي لري ، همدارازدكوزې پښتونخواپه ګډون دپاكستان په ګڼوسيموكې همدااوس په مليونونوافغان كډوال ميشت دي چې دغې چارې هم دپورته نورواړيكوسربيره له پاكستان سره دافغانستان داړيکوساتل حتمي كړيدي .

كه چيرې مونږ دخپلوځينواقتصادي مجبوريتونوڅخه ورتيرشواوراشودښه ګاونډيتوب اصولوته نوجوته به شي چې پاكستان هغه هيواد دی چې دهندپه څيريې له افغانستان سره دلويولارو، ښوونيزومركزونودجوړيدو، دتحصيلي بورسونودوركړې ترڅنګ يې دترانسپورتيشن په برخه كې له افغانستان سره دپام وړمرستې كړيدي چې له تورخم څخه ترجلال آباد پورې دسړك ، په كابل پوهنتون كې دښكلوهنرونوپوهنځي دنوې ودانۍ ، درحمن بابادليسې دليليې اوتدريسي ودانيودجوړولواوپه داوروستيوكې له يوشميرپاكستاني پوهنتونوڅخه دكابل ، ننګرهار ، خوست اوهرات پوهنتونودچارواكودليدنې پرمهال له افغانستان سره د يوشميرتحصيلي بورسونووركړه يې ښې بيلګې دي . له افغانستان سره دهنداوپاکستان اقتصادي مرستوته په پام سره پوښتنه راولاړيږي چې نوموړي هيوادونه سره لدې چې دژوندپه بيلابيلوډګرونوکې له افغانستان سره مرستې کوي ، ولې وخت ناوخت يوبل په افغانستان کې دخپلوسياسي اواقتصادي اهدافوپرضدپه بريدونوتورنوي ........؟

لکه څرنګه مې چې دليکنې په لومړيوکې يادونه وکړه چې هنداوپاکستان دکشميرپه سرله يوبل سره په سياليوبوخت دي اوکله ناکله خويې ددغوسياليولړۍ آن ترافغانستان پورې هم رارسيږي ، چې پدې توګه دواړه هيوادونه ويره لري چې مقابل لورى به افغانستان  دهغه بل پرضدوکاروي ، پاکستان تورلګوي چې هندپه افغانستان کې له اړتياڅخه زيات بوخت دى ، دپاکستاني چارواکوپه آند هغه هندي قونسلګرۍ چې دافغانستان په ختيځ اوجنوب لويديځ کې پرانستل شوي ترډيره بريده دپاکستان په اوسنيوناآراميوکې لاس لري ، ددوى پرويناچې ګنې دبلوچستان دبيلتون غوښتونکوبلوچانو سياسي اواقتصادي ملاتړدهمدغوقونسلګريوله لارې دهنددحکومت له خواکيږي ، په مقابل کې هندتورلګوي هغه خونړي بريدونه چې د ٢٠٠٨ او ٢٠٠٩ کلونوپه اوږدوکې په کابل کې دهندپه سفارت ترسره شول ، دپاکستان داستخباراتي کړيو په لمسون شويدي چې له امله يې دلسګونوبيګناه افغانانوپه ګډون ګن هنديان هم ووژل شول ، همدارازهندي چارواکي تورپورې کوي چې ګنې ددل آرام _ زرنج سړک دقيرکيدوپرمهال په هندي انجنيرانوباندي هم دپاکستان  داستخباراتي شبکې ( آى ، اس ، آى ) له خوابريدونه ترسره کيدل ترڅوهنديان مجبورکړي چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي .

دپاکستان اوهندوستان اقتصادي اوفوځي ځواکمنتيا اوپه افغانستان کې دهغوى سياليواوپه مقابل کې زمونږ سياسي اواقتصادي مجبوريتونوته په پام سره چې له مخې يې افغانستان اړدی له هنداوپاكستان سره ښې اړيكې ولري اوس پوښتنه داده چې افغانستان بايد له دوی څخه كوم يوددوستۍ لپاره انتخاب كړي ، هند ، پاكستان اوكه دواړه ....؟ اوددغې چارې دانتخاب لپاره بايد افغان دولت څه ډول سياست غوره كړي .......؟ چې دااوديته ورته ګڼې پوښتنې دي چې زماپه ګډون دډيری افغانانوپه مغزونوكې ګرځي راګرځي چې له بده مرغه تراوسه ورته سم ځواب ندی موندل شوی .

پورتنيودوه پوښتنوته په ځواب كې بايد وويل شي چې له اقتصادي اوفوځي پلوه هنداوپاكستان دجنوبي اسياهغه دوه مطرح هيوادونه دي چې داقتصادي ، فوځي اوتخنيكي وړتياووپه درلودلوسره كولای شي دافغانستان په ګډون دسيمې په هيوادونوباندې خپل اغيزولري نولدې امله افغانستان اړدی دخپلوملي ګټوپه رڼاكې له هغوی څخه ديوه پرځای له دواړوسره دوستانه اړيكې ولري ځكه پدې توګه افغانستان كولای شي دهغوی له شته امكاناتوڅخه پرته لدې چې له يوه سره ددوستۍ په نتيجه كې دبل دښمني په غاړه واخلي ، ګټه پورته كړي .

په پای كې ددې لپاره چې افغانستان په سيمه كې له اقتصادي ، نظامي اوسياسي پلوه ديوه خپلواك اوپخپلومادي اومانيزوامكاناتوديوه متكي هيواد په توګه پاتې وي اووګړي يې پرته لدې چې له بل كوم هيواد څخه دخطراحساس وكړي ، نولازمه ده چې افغان دولت اوپه ځانګړې توګه دافغانستان دباندنيوچارووزارت چې په نړۍ كې دافغان دولت دبانديني سياست دتمثيل دنده لري ، هڅه وكړي دافغانستان پروړاندې ددغودوه آټوم لرونكوهيوادونودسياستونوپه مقابل كې دفعالې ديپلوماسۍ داصولوسره سم يوڅرګند ، غوڅ اوپريكنده سياسي دريځ غوره كړي ، له دواړوسره يې دخپلوګټوپه رڼاكې اړيكې ټينګې كړي اوپرينږدي چې دوى دخپلو ګټودتامين لپاره دافغانستان په کورنيوچاروکې لاسوهنه وکړي .

 زماپه آند دغه چاره هله شونې ده چې افغان دولت په نړۍ كې دخپل بانديني سياست دتمثيل په موخه دافغانستان دباندينيوچارووزارت په اړوندوكورنيواوباندنيوتشكيلاتوكې مسلكي  اودافغانستان لوړوګټوته ژمن ديپلوماتان په دندووګوماري نه داچې دداخلي اوخارجي فشارونوپه پايله كې داسې كسان دسفيراوديپلومات په توګه په دنده وګومارل شي چې  دسياست اوديپلوماسۍ په الفباباندې خبرهم نه وي .