د dariz dariz لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
ما هم صفا کړه د يو چا له ياده خپله خونه ما په دېوال باندې راټال عکسونه وسوځول نورې لمنې ورته مه وهئ ساده پښتنو په پردي اور کې مو دا خپل کورونه وسوځول پتنګه ما وتا د شمعې په ديد څه جوړ کړلو اخر مو هم پکې دا خپل وزرونه وسوځول باران د وصل يې زما تنده راماته نه کړه لمبو د هجر يې زما هډونه وسوځول ذاکره ! تا چي يې د حسن په کې ذکر کړی هغې ناترسې هغه ستا غزلونه وسوځول
د افغان ملت يو سپين سړى
هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلابي (هوچي منه) پشان ټیټ خو په عزم د خپلو جګو غرونو پشان هسک سر! دا سړى د پښتو په مينه ما په تصويرونو کې د باچا خان شاته احتراماً ليدلى دى چې د هغه په دنګو اوږو یې لاسونه ايښي دي. هغه په قد بېخي د وېتنامي انقلا
روسان دې تاریخ نه تکراروي
نه مو په خوښه چاته ټیټ کړل نه په زور سرونه د وخت لوګري مو ریبي ځکه په لور سرونه خلک له کوره توره واخلي او دښمن پرې وهي مونږ ددښمن په توره پرې کړل دخپل ورور سرونه داسې ښکاري چې زمونږ هغه شمیر سیاسیون او دهغوی پلو یان چې پرون یې پلرونو د طالب پرضد جګړه کې د امریکې بمونو ته لبیک وایه نن غواړي د طالب څپلو په موخه د سپینې ما ڼۍ پرځای دکریملین غیږې ته پنا یوسې ، مانا
ترهګر قوم نلري
طالبانو په لاس دکندز ښار له نیول کیدو څخه وروسته د ایران اوپاکستان داستخباراتي شبکو ګډجاسوسان تور پورې کوي چې په یاده قضیه کې دهیواد دولسمشر په ګډون دحکومت پښتانه چارواکي لاس لري چې زما په آند دغه تور یوازې یوه ادعاده چې دثبوت لپاره یې هیڅ دلایل نلري چې له همدې امله زه نه غواړم دهغوی دتورونوپدغه برخه باندې بحث وکړم خویوڅه چې زما په ګډون دملیونونو افغانانو لپاره جالب دي هغه داچې یوشمیر معلوم الحاله فکري ناروغان ددې لپاره چې دخپل قوم په منځکې خپل بایللی سیاسي
مولانا فرید ته !
دې ښاغلي نن په لمر تلوېزیون کې د طالبانو تحریک یو نګه پښتون قومي حرکت ونوماوه او زیاته یې کړه چې په حکومت کې دننه یو شمیر څيرې دقومي تړاوونو له مخې له هغو سره جګړه نه کوي.ما نه غو ښتل پدې اړه څه ووایم خو دهغه ل
زه یوپښتون یم
زه یوپښتون یم ، په کابل کې اوسیږم ، دافغان دولت ټول روا ، ناروا ، ملي اوغیرملي قوانین مې په ځان منلي ، دیوه متعهد افغان په توګه مې دتیروولسمشریزواوپارلماني ټولټاکنوپه ګډون دحکومت په ټولوسیاسي پروګرامونوکې ونډه اخیستې ، دنظام سیاسي څيرې ته مې مشروعیت ورکړی ، دکرزي صیب دحکومت ترسیوري لاندې داوسیدوله امله مې دطالب جان دښمني ځکه په غاړه اخیستې چې وایم خیردی ، ولسمشرموپښتون دی ، یوڅوملکي اونظامي چارواکي یې پښتانه دي ، پدوی کې هغه چارواکي هم شته چې یووخت یې په افغانستان کې دپښتنولپاره دویمه درجه تا
غزل
غزل د دې مالت فضا چې تـته ده هيڅ شور نه لري دلته دي زړونه اوبه شوي، زړونه زور نه لري زموږ په مالت كې خو ځوانان داسې بې پرسه وژني ته به وا پلار نه لري، مور نه لري، خور نه لري په خداى ملګرو كله كله راته شك پيدا شي وايم پښتون داسې يتيم دى چې هيڅ كور نه لري
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمباركۍ پيغام
يامحول القلوب والابصار يامـــــــــــــــــدبراليل والنهار &
غزل
څــــــــــــلوريزهخاوري يو له خــــــاورو نه پيداخلکهسي کړي غــرور په ژوندانه دا دنيا خلکڅو اوپنا کيږو به نــــړي ځيـــــنيخـداي ج کړه عبادت اوبندګې لره پيداخلک غزل وخته له قـــيصونه دې خــــــبريمهټولـــــو خارونه دې خبريــــــمه داچې نن په خـوله درته څه نه وايــــــم ګـيرچېرته دمينې په هــــــنر يمـــه بيا ديو ښـــامار او داړه مـــــار له ل
افغانستان بايد كوم يوانتخاب كړي،هند، پاكستان اوكه دواړه .؟
هنداوپاكستان په جنوبي آسياكې هغه دوه هيوادونه دي چې له برتانوي هندڅخه دخپل زيږون له نيټې څخه راپديخوا تراوسه پورې تل دكشميرپرسرله يوبل سره په سياليوبوخت دي ، له دوی څخه هريويې كشميردبيلابيلوسياسي اواقتصادي پلموله مخې دځان نه جلاكيدونكې برخه بولې چې له همدې امله يې دخپل تاريخ په اوږدوكې درې ځلي له يوبل سره جګړې هم كړيدي چې دوروستي ځل لپاره په ۱۹۹۹ زيږديز كال كې هم نږدې وه چې خبره يې دجګړې تربريده ورسيږي . په نړۍ كې دټكنالوژۍ دپرمختګ سر
غزل
څلوريزهخاورې يو له خاورو نه پيداخلکهسې کړي غــرور په ژوندانه دا دې دنيا خلکځو اوپنا کيږو به نړۍ ځينېخـدای ( ج ) کړه عبادت اوبندګۍ لره پيداخلکغزل وخته له قيصـــونه دې خبريمهټولو خاطرونه دې خــــبريمه داچې نن په خوله درته څه نه وايم ګيرچېرته دمينې په هنر يمـــه بيا ديو ښامار او داړه مار له لاس ګرځمه روان په سمه اوغــريمه دوی دې خپل چکر په تيارو اوسيارو وهي زه ددوی په ژبه دهشتګر يمه ټوله
دپوهنې ويبلاګ له چلوونكي قدرمن ورورسيداحمدسامع څخه ددريځوالو ګيله
لكه څرنګه چې درنواوقدرمنولوستونكوته معلومه ده څه موده وړاندې په دريځ ويبلاګ كې دښاغلي انجنرمحمدالدين همدرد په هڅودكمپيوټرپوهنې په نوم يوه لړۍ پيل شوې وه چې په هغې كې دنوموړي ورورله خوادرنولوستونكوته دكمپيوټرپه هكله نوي اوتازه معلومات خپريدل اود دريځ ويبلاګ دچلونكي له خوا لوستونكواوهغوكسانوته چې غواړي ددغومعلوماتوپه ګډون په دريځ كې نورخپاره شوي معلومات په نوروچاپي يابريښنايي خپرونوكې چاپ اوخپاره كړي ، اجازه وركړل شوې وه چې كولای شي د دريځ دنوم په يادولوسره يې خپاره كړي چې
آياپښتانه په رښتياالقاعده ياجاسوسان دي ……………؟
پښتانه چې دخپل هيواد ، د ورونوقومونوپه مينځكې ترټولوسترقوم دی چې دافغانستان په نوم پدغه جغرافيوي محدوده كې دخپلې پنځه زره كلنې استوګنې پرمهال يې ګڼې لوړې ، ژورې ليدلي ، كله يې دوخت ديرغلګرانويرغلونه په شاتمبولي اوپه پايله كې يې پرنورو حكومتونه كړي اوكله خوبيا داسې هم شوي چې نورودې پردوی دحكومت كولوتكل كړی وي . خوله نيكه مرغه چې لدې ټولوسره ، سره تراوسه داسې نده پيښه شوې چې دغه قوم دې دنوروارادوته دتسليم سرټيټ كړی وي ، بلكې دخپل دغه اوږده ، زرين اولرغوني تاريخ په اوږدوكې يې دنړۍ دهرښكيلا
يوه ورځ سهوه سل كاله پښيماني
څه موده وړاندې مې په ټول افغان كې دشمشاد تلويزيون په اړه دميرويس ننګرهاري په نوم ديوورورليكنه ولوستله داچې هغه څه ليكلي وه اوولې يې ليكلي وه زه دلته پرې څه نه ليكم ځكه چې دهغه ځوابول دشمشادتلويزيون دمسئولينواوادارې كاروه چې له نيكمرغه دنوموړي تلويزيون په استازيتوب ښاغلي بشيرعاطف دټول افغان له لارې يوڅه پرې ليكلي وه دهغې په لوستلوسره ماداسې وانګيرله چې كه خدای كول پدې سره دپښتنوترمنځ دغه پيل شوې قلمي جګړه چې اصلي لامل يې لوستونكوته هم ندی معلوم ، پای ومومي خوله بده مرغ
پسرليه
پسرلی الله دې راوله پســـــرليه راځه ستړی مشې هرکله راشې،کونډاوبورمشې ،زومـــړی مشې مااورېدلي چې ته ځان سره ګــــلونه راوړېتنـکۍ وږمې،خوږې نغمې،ښايسته رنګونه راوړېته دښکلا،ښايست اوحسن ،تازه ګۍ قاصــديې ناهيـــلوزړوته نوې هيلې، امېــدونه راوړې تيارو کـــــورنوته سوغات درڼاګانوغېږکې دويښوشپوسويوخوبوته تعبيـــــرونه راوړې پسرلــــيه تاسره خوښي راځي ،تودوخه راشي دښتې،بېـــدياته درحمت مست بارانونه راوړې ستاپ
دنوميالي شاعراومبارزاجمل خټك پرمړينه دافغانستان دكلتوري ودې ټولنې دخواشينۍ پيغام
د نوميالي شاعر او مبارز اجمل خټک پر مړينه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام په خواشينۍ سره خبر شولو چې د پښتونخوا نوميالی شاعر،
ژمی به تيرشي خودسكرومخ به همغسې تورپاتې وي
په هغه هيوادونوكې چې دسياسي رژيم مراندې يې په ولسواكۍ ولاړې وي دپارلمان اوسياسي اپوزيسيون شتون حتمي دی اوهمدالامل دی چې ولس دخپلوهيلواونظرياتودلاسته راوړلولپاره خپل استازي پارلمان ته ورپيژني ترڅوهلته دخپلومؤكلينوله ګټوڅخه ننګه وكړي چې دغه چاره بايد په افغانستان كې هم ترسره شوې وای خوله بده مرغه چې دلته ددغې چارې پايله هله معكوسه راووته چې دولسي جرګې له خوا دكرزي كابينې ته دتيرې ورځې په رايه وركولوكې فاشيست رهين بريالی راووت ، رهين هغه څوك وو چې يوځ
نوې کابينه دولسواکۍ پرمخ يوه بله څپېړه
ښاغلي کرزي دخپلې نوې(( سهامي)) کابينې په اعلان سره وښودله ،چې نوموړى دافغانستان دخلکوغوښتنو اوهيلوپروړاندې بې اعتنايي کوي اوکله هم دولسواکۍ په اصولو او ارزښتونو باورنه لري .په يوه ولسواک نظام کې چارواکي دخپل ملت په غوښتنو اوانګيرنو ښه پوهيږي په تېره بيا له ولسمشرکرزي څخه چې تېراته کاله يې دافغانستان له حکومت سره سراوکاردى داهيله کيداى شي چې نوموړى دملت ضد اوملي ګټو ضد کسان وپيژني خوپه خواشينى سره چې کرزى صاحب سره له دې چې پوهېده بيايې هم په خپل حکومت کې ملي ضد څېروته ځاى ورکړ.