زه یوپښتون یم ، په کابل کې اوسیږم ، دافغان دولت ټول روا ، ناروا ، ملي اوغیرملي قوانین مې په ځان منلي ، دیوه متعهد افغان په توګه مې دتیروولسمشریزواوپارلماني ټولټاکنوپه ګډون دحکومت په ټولوسیاسي پروګرامونوکې ونډه اخیستې ، دنظام سیاسي څيرې ته مې مشروعیت ورکړی ، دکرزي صیب دحکومت ترسیوري لاندې داوسیدوله امله مې دطالب جان دښمني ځکه په غاړه اخیستې چې وایم خیردی ، ولسمشرموپښتون دی ، یوڅوملکي اونظامي چارواکي یې پښتانه دي ، پدوی کې هغه چارواکي هم شته چې یووخت یې په افغانستان کې دپښتنولپاره دویمه درجه تابعیت کفرګاڼه ، لدې ټولوسره سره دکرزي صیب په حکومت کې زه لاهم القاعده یم ، هغه د ( اکثریت مفت خور ) اصطلاح چې دببرک کارمل دواکمنۍ پرمهال زمادقوم په حواله کاریدله ، لاهم پرخپل ځای پاتې ده ، پدوی کې هیڅ داسې نرپیدانشوچې زمادقوم دراتلونکي په اړه فکروکړي ، زماژبه دکابل پرځای په ګوانتاناموکې رسمي شوه ، ماته لاهم په کابل کې دپردي په توګه کتل کیږي ، زه لاهم دکابل په حکومتي اداروکې دکارکولوجوګه نه یم ځکه چې دکرزي صیب دناپښتنوچارواکوپه ژبه نه پوهیږم ، زمادپښتنوچارواکورسمي ژبه هم پاړسوده ، پښتوویل ، پښتوکول ورته ناملیتوب ښکاري ، هغوی زماپه څيرپښتانه ندي ، ، پرماشرمیږي وایي ته ملي نه یې ځکه چې زه ددوستم اومحقق په ژبه نه پوهیږم سږکال سیاسي کال دی ، دراتلونکوولسمشریزوټاکنولپاره نوم لیکنه کیږي ، اوازه ده چې دوی ....؟ هم کاندیدان دي ، دکندهاراوپکتیاپرځای په دشت برچي او تایمنیوکې په رایوپسې ګرځي ، وایي چې دفدرالیزم په اړه یې دمحقق اوپدرام وړاندیزونوته هم د ( هو ) سرخوځولی ، کله کله ماته هم وایي چې رایه ورکړم وایي تاته خدمت کوم ، دګلم جمواوهزارګانو په رایودمیرویس خان نیکه اواحمدشاه بابا تاریخ راژوندی کوم اوس تاسوووایاست چې زه دیوه پښتون په توګه څه وکړم ...؟