نه مو په خوښه چاته ټیټ کړل نه په زور سرونه
د وخت لوګري مو ریبي ځکه په لور سرونه
خلک له کوره توره واخلي او دښمن پرې وهي
مونږ ددښمن په توره پرې کړل دخپل ورور سرونه
داسې ښکاري چې زمونږ هغه شمیر سیاسیون او دهغوی پلو یان چې پرون یې پلرونو د طالب پرضد جګړه کې د امریکې بمونو ته لبیک وایه نن غواړي د طالب څپلو په موخه د سپینې ما ڼۍ پرځای دکریملین غیږې ته پنا یوسې ، مانا داچې دوی یوازې له طالب سره دښمني لري نورنه کوم ارزښت ته ژمن دي او نه هم له چاسره ملګرتوب ته ترپایه دوام ورکولی شي اوکه داسې نه وي نو مونږ اوتاسو ولیدل چې همدې امریکایانو دکولاب له سوړو راویستل ، ددوی په ټولو پخوانیو جنګي جنایتونو او مظالمو یې سترګې پټې کړې او دخپلو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه یې یو ځل بیا واک ته ورسول .
په افغانستان کې روانه جګړه د خپل ډول یوه لانجمنه استخباراتي لوبه ده چې دنړۍ ستر قوتونه یې دخپلو استعماري اهدافو د ترلاسه کولو په موخه دسیمې داستخباراتو په ملتیا پر مخ وړي چې له بده مرغه قرباني یې یوازې او یوازې افغانان دي که چیرې روسانو دخپلو تیرو ژمنو برخلاف ( مونږ به بیا په افغان جګړه کې ښکیل نشو ) په یو نه یو ډول د افغانستان روانې جګړې ته پښې را اوږدې کړې ، زه ډاډه یم چې ددغې استخباراتي لوبې پیچلتیا به لا نوره هم زیاته شي اودوی به هم یوځل بیا له افغانانو سره دشوروي اتحاد د جګړه ایز تاریخ لوستلوته اړکړي.
زمونږ یاده کتګوري سیاسیون او دهغوی پیروان دې له روسانو سره دپخوانیو معاهدو د بیا را ژوندي کولو په موخه هغوی ته دشنو څراغونو په ورکولو له سره غور وکړي ، دغه تاریخي اشتبا دې نکوي ، هیڅکله دې دنورو دګټو لپاره د ( پیش مرګه ځواک ) رول نه لوبوي .
د افغانانو لپاره د القاعدې ، طالب ، داعش ترڅنګ په کور دننه ددوی غیر مسولې وسله والې ډلې هم ستر سرخوږی دی ، هره ورځ د افغانانو ژوند تهدیدوي ، څرنګه چې ولس ته طالب او داعش دمنلو ندي ، په همغه تناسب یې له عسکري تشکیلاتو بهر ددوی له غیر مسولو وسله والو ملیشو څخه هم کرکه کیږي .
په نویمه لسیزه کې دکابل ښار کنډوالې او د لس ګونه زرو کابلیانو مرګ ژوبله دافغانانو لپاره ژوندی تاریخ دی نه غواړي له طالبانو سره دمبارزې اوحګړې په نوم ددغو ملیشوپه بیاځلي تجهیزاوتسلیح سره دکابل په ګډون دهیواد په ګوټ ګوټ کې د وینو ویالې وبهیږي.
مونږ افغانانو ته روس ، امریکا ، انګلیستان ، ایران ، پاکستان ټولو پخپل وخت کې امتحان راکړی ، هریوه یې زمونږ له مجبوریتونو دځان په ګټه کار اخیستی ، دې ښاغلو چې پرون دبلخ په قلعه جنګي کې د امریکایانو لپاره قرباني ورکوله او نن یې بیا په همغه ځای کې دروس لپاره د سر وینې په لاس کې نیولې وي ، فکر نه کوم چې نور دې ولس ته ددوی دوه مخې سیاسي څیره دمنلو وړ وي او نه به ددوی له شعارونو سره همغږی شي نو پدې توګه دغو سیاسیونو ته د ولس پیغام دادی چې پخپله فکري اوسیاسي خپلواکۍ دې له سره غور وکړي .
لکه څنګه چې انګلیسانو افغانستان ته له څلورم ځل مغرض راتګ څخه خیر ونه لیده ، زه ډاډه یم چې افغانان به هیڅکله د یوې ځانګړې ډلې په ننګه پخپله خاوره کې د خپل تاریخي دښمن یو ځل بیا نظامي ښکلیتیا دګلونو په ګیډیو بدرګه کړي اوکه داسې وشول ، افغانان به یې پخپل هیواد باندې یرغل وګڼي ، ځکه افغانان اوس خپل انتخابي مشروع حکومت لري او دغه حکومت له هر چا سره د جګړې اوسولې اوهمدارنګه له هر دولت څخه دمرستې دغوښتلو اونه غوښتلو قانوني واک او صلاحیت لري.
د افغانستان ټول سیاستوال ، دهفغوی وسله وال او بې وسلې خواخوږي او پیروان دې په خلاصو غوږونو واوري چې د سیاسي درک له پلوه د نن افغانان د پرون له افغانانو سره ژور توپیرلري ، داملت که بیسواده دی خو سیاسي پوهه یې تر پرونه په مراتبو ډيره شوې ، د طالب او داعش په ګډون د هر کورني او بهرني خو ځښت د مغرضو کړنو ، هیلو او غوښتنو د درک استعداد لري او په اړه یې دخپلو ملي ګټو په رڼاکې پریکړه او قضاوت کولای شي ، نه دې د طالب په نوم په روان جګړه ایز ماموریت کې بې خبره لو بیدونکي ځوانان خپل ځانونه د افغانستان دمغرضو ګاونډیانو د استخباراتو دګټو لپاره قرباني کوي اونه دې هم دطالب پرضد نوي راټوکیدونکي قومي ملیشې د روس او امریکا لپاره د عراق دکردانو د پیش مرګه ځواک رول لوبوي .
ولس دافغانستان ترڅنګ په سیمه کې د امریکا ، پاکستان ، ایران په روانو شومو موخو تربل هروخت ښه پوهیږي نو له روسانو یې هیله داده چې دافغانستان په روانه لوبه کې د نه ګډون په هکله پخپلو پخوانیو ژمنو عمل وکړي ، دافغانستان په اړه دپخواني شوروي اتحاد له اشتباهاتو دې زده کړه وکړي اومونږ دې پریږدي چې خپلې ستونزې پخپله حل کړو.
افغانانو ته دا مهمه نده چې څوک ملي جامې اغوندي او څوک غربي دریشي ، څوک پکول په سرکوي او څوک پاج پګړۍ ، ټول هغه کسان چې پخپله یا دنورو په مرسته ددوی فزیکي او رواني امنیت تهدیدوي ، له هغو څخه بیزاره دي .
ولس نه په ننګرهار کې د داعش پرضد دخپلسرو وسله والو غیرمسولو ملیشو د جنګیدو پلوي کوي اونه په تخار ، کندز ، بغلان اوفاریاب کې د طالبانو پر ضد د یوشمیر مغرضو کړیو په لمسون د ځینو عقده یي څیرو د بیا تسلیح اوتجهیز ننګه کوي ، که چیرې په رښتیا دغه ډلې ټپلې دافغان حکومت په ننګه را پاڅيدلي وي نو مهرباني دې وکړي ، روسانو ته دې په افغانستان کې له طالب او داعش سره د مقابلې په نوم دنیغې مداخلې لپاره شنه سګنالونه ، نه ورکوي د هغو پرځای دې د حکومت په عسکري قطعاتو کې تنظیم شي ، امنیتي مسولینو یې چې چیرته دلوبیدلو اوجنګیدلو پریکړه وکړه ، هلته دې یې واستوي نه داچې له حکومتي عسکري تشکیلاتو بهر له طالبانو سره دجګړې په نوم خپلې تنظیمي کینې وپالي.
په پای کې ولسمشر او په حکومت کې دهغه سیاسي شریکانو ته وایو چې هیواد ورځ په ورځ د انارشیزم په خوا روان دی ، په هیواد کې د روان سیاسي ، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه تردې زیات ستاسو سکوت د ولس لپاره ښه عواقب نشي درلودلی ، نو هیله مو داده چې دطالب او طالبي تهدیداتو سره دمقابلې ترڅنګ دهغو ډلو ټپلو د ورکولو او بې وسلې کولو لپاره هم ګام پورته کړۍ ، چا چې همدانن ستاسو او ستاسو دحکومت د حاکمیت د تمثیل او تعمیل پروړاندې سنګرنیولي اوهره ورځ په بیلابیلو مقدسو اونامقدسو نومونو ستاسو واکمني ګواښي ، که په کندز کې دچاردرې او دشت آرچي طالبان د حکومت حاکمیت ته ګواښ وي نو د همغه ولایت د ابراهیمي او میرعلم کورنۍ اود هغوی شخصي ملیشې هم ستاسو اوستاسو دحکومت لپاره د ګلانو په کرکیله نه دي بوخت ، که په پروان کې د غوربند طالبان حکومت ته ستونزې جوړوي او د حکومت واکمني نه مني نو دجان محمد او سیدخیلو سلاکوټونه اووسله وال لنډغر هم ستاسو دراتلونکي لپاره یو ښه زیری نشي کیدلی ، نو ښه به دا وي چې حکومت او حکومتي چارواکي دې خپل مسولیتونه وپیژني ، دخپلو مسولیتونو او صلاحیتونو ددرک او اعمال لپاره دې لاس په کار شي ، تر ستونې پورې وسله وال تنظیمونه او د هغوی ملیشې دې بې وسلې او په رښتینو سیاسي احزابو بدل کړي دهغوی د سیاسي فعالیتونو دتنظیم لپاره دې قوي قانوني حدود تعیین کړي ، دسرغړونو په صورت کې دې دهغوی دفعالیت جواز لغوه کړي ، دحکومت په توګه دې له بهرنیو دولتونو څخه دمرستې د غوښتلو اونه غوښتلو ابتکار پخپل لاس کې واخلي ، نور دې نه پریږدي چې ولس تردې زیات د طالب او داعش ترڅنګ ددولتي چارواکو ترزنې لاندې د راټوکیدلو وسله والو ملیشو دظلم ، ستم ، تهدید او خپلسریو قرباني شي .
فضل الرحمن عمرخیل