ښاغلي کرزي دخپلې نوې(( سهامي)) کابينې په اعلان سره وښودله ،چې نوموړى دافغانستان دخلکوغوښتنو اوهيلوپروړاندې بې اعتنايي کوي اوکله هم دولسواکۍ په اصولو او ارزښتونو باورنه لري .
په يوه ولسواک نظام کې چارواکي دخپل ملت په غوښتنو اوانګيرنو ښه پوهيږي په تېره بيا له ولسمشرکرزي څخه چې تېراته کاله يې دافغانستان له حکومت سره سراوکاردى داهيله کيداى شي چې نوموړى دملت ضد اوملي ګټو ضد کسان وپيژني خوپه خواشينى سره چې کرزى صاحب سره له دې چې پوهېده بيايې هم په خپل حکومت کې ملي ضد څېروته ځاى ورکړ.هغه کسان چې په تېروټاکنوکې يې دکرزي مخالفت کړى وو دهغوتوقع همداوه نوځکه يې په ټاکنوکې دهغه مخالفت وکړ خودکرزي صاحب نوې کابينه دومره خواشينوونکې ده ،چې ان دهغه خپل پلويان اوکمپاينران يې ورځنې ناخوښه دي اودادى نن سبا لګيادي سرورځنې ټکوي .په ځانګړې توګه په نوې کابينه کې دفاشيست مخدوم رهين ،عبيدالله عبيد ، ديونس قانوني دنوي افغانستان ګوندمرستيال عنايت الله نظري ، اوځينې دوستمي اووحدتي څېرو ګډون خلکوته په ٢٠٠١ کال کې په بن کې جوړه شوې کابينه ورپه زړه کوي چې دافغانستان په تاريخ کې ترټولو بده ،غيرملي ، اوغيرمسلکي کابينه وه .
زه فکرکوم چې که ښاغلى کرزى په خپله کابينه له سره کتنه ونه کړي اويا ولسي جرګه دکابينې يوه لويه برخه ردنه کړي دافغانستان خلک به په ولسواکۍ خپل باورله لاسه ورکړي اوداسې به وانګيري چې ګنې هماغه پخوانۍ زورواکي اوس هم حاکمه ده .ددوى غوښتنې ،نيوکې ، فريادونه اوهڅې ولسمشرته هيڅ ارزښت نه لري .سره له دې چې دولسواکۍ شعارونه ورکول کيږي خو دولس ستونزې ،هيلې ،غوښتنې اووړانديزونوته پاملرنه نه کيږي هماغه څوکسه قومي اوتنظيمي ټيکه داران دي چې له ولسمشر نه راچاپيردي خپل زامن اودتنظيم غړي پرې مقررووي .نه ولسواکي شته نه دې څوک هسې نارې وهي . بس همغه ټيکه داران به وي اوترڅوپورې چې دلويديځ له ملاتړه برخمن دي واک به چلوي .
زه يوځل بيا په ولسمشرکرزي .اوپه ولسي جرګه غږکوم چې دې ټکي دې ډېر پام وکړي که نه نو ژرده چې نورنودخلکو دصبرکنډولي ډک شي اوپه يوه لاره روان شي اوخداى مکړه که خلکو هم لکه دنورومخالفينوپه څير تاوتريخوالي ته لاس کړنوبيا به افغانستان داويايموکلونو جګړوته وروګرځي اوګټه به يې بياهم دافغانستان دښمنانوته ورسيږي. همدااوس چې ورځ پرورځ دحکومت دواکمنۍ ساحه تنګيږي دليل همدادى چې حکومت دخلکوله خوښې سم نه دى دټول افغانستان استازي نه شي کولاى، داکثريت په ژبه څوک نه غږيږي بس همداخبره ده چې له حکومت څخه دخلکونه ملاتړ ددې سبب شوى چې حکومت کمزورى شي اوونه شي کولاى چې د روانوستونزو اوتهديدونوځواب ووايي .اوترڅوپورې چې ولسمشرملي رضايت ترلاسه نه کړي همدغه روان حالت به روان وي . اوکه نه نو بيا دې دولسواکۍ نارې نه وهي اودجنګسالارانو استبدادي زورواکي دې اعلان کړي . هسې هم تېراته کاله مونږ وليدل چې کرزى صاحب دولسواکۍ په تمرين کې بريالى نه دى .که يې نه مني نو يو ځل دې دبن له کنفرانس څخه ترننه پورې خپل کړه وړه وارزوي اوله ځانه دې وپوښتي چې ؟ دموکراسي همدې ته وايي ؟ اوکه له خپله ځانه نه پوښتي نو دافغانستان دخلکو قضاوت خو بياشته هغه ته دې مراجعه وکړي .چې زه باورلرم په لاندې توګه به وي .
دبن له کنفرانس څخه وروسته په افغانستان کې دنړيوالې ټولنې په مرسته اويا هم دهغوپه لاس دشپږومياشتولپاره يوه موقته واکمني رامنځ ته شوه اوورسره جوخت دولسواکۍ اوازې خپرې شوې، خودولسواکۍ دغه غولونکې نارې سورې اوتېراېستونکي اصلاحات ټول دزورواکۍ ترسيوري لاندې وو داځکه چې دموقتې ادارې دواک ټول برخه وال هغه پخواني زورواکان وو ،چې څولسيزې يې دټوپک په زورپه خلکوراج چلولى و،ويل کېد ل چې شپږمياشتې وروسته به د لويې جرګې له خواواک يوه انتقالي حکومت ته لېږدول کېږي خو لويه جرګه هم دولسواکۍ په څېره کې دزورواکۍ يوه بېلګه وه کوم بدلون رانه غى هماغه زورواکان دملک ،قومي متنفذ ،مشر، سپين ږيري ، اوهرعنوان لاندې دلويې جرګې غړي شول اويوځل بيا يې په خپلې شپږمياشتنۍ دورې ددوونوروکلونودغزېدو مهرولګاو.
اساسي قانون هم په همداسې يوه حالت کې تصويب شو خوبياهم دنړيوالې ټولنې اغېز ددې سبب شو ،چې يولړ سياسي ازادۍ اوحقونه دخلکولپاره ومنل شي خوپوښتنه داوه چې خلک څنګه کولاى شي دزورواکۍ تر سيوري لاندې له دې حقونواوازاديو څخه ګټه واخلي ؟
دوخت په تېرېدوسره دانتقالي ادارې دوه کلونه هم تېر شول ،اوداساسي قانون له مخې دټاکنووخت راورسېد دولسواکۍ ترټولوستره ازموينه وه ددې لپاره چې ولسواکي په دې ازموينه کې بريالۍ شي په کاروه چې بدلون راشي خوبياهم بدلون رانه غى اوولسواکۍ دزورواکۍ په وړاندې ماتې وخوړه اويوځل بياهم زورواکي دولسواکۍپه څېره کې راڅرګنده شوه ځکه چې ټاکنې وشوې اتلس تنه کانديدان وو اوپه پاى کې ډرامه دپخوانيوزورواکانوپه ګټه پاى ته وررسېده ،مونږ نه پوهيږو چې دادافغانستان خلک په دې جنګسالارانوڅومره مين دي ،چۍ په هرځل دوى ته رايه ورکوي لويې جرګې ته هم دوى راليږي دولسمشرۍ ټاکنې هم دوى ګټي اوپارلمان ته هم همدوى بريالي کيږي ؟
زمونږ لپاره مهمه نه ده چې څوک کانديدان وو؟څوک څه وو اوڅوسلنه رايې کوم چاوګټلې ؟زمونږ لپاره داخبره مهمه ده چې وروسته له ټاکنوهم هماغه زورواکان چې له ټاکنووړاندې په ظاهره يودبل په وړاندې ولاړ وو اودمخالفت تمثيل يې کاوويوځل بيا هم په يوه ټغر سره راټول شول اوټول دولتي واک يې په خپلوکې سره ووېشه !اوزورواکي دولسواکۍ په څېره کې يوځل بيا دبرياليتوب يوبل پړاوهم وواهه .
دولسمشرۍ پنځه کلنه دوره په داسې حالت کې پاى ته ورسېده چې نورنوخلکوته فساد ، بډې ،اختلاس ، بې امني ، ګراني ، بې عدالتي ،قانون ماتونې،عام وژنې ، دحکومت دروغ اواستبداد دمنلواوزغملو نه وو هرچافکرکاو ،چې که ريښتيا هم ولسواکي وي نود زمري د٢٩ نېټې ټاکنې به په هېوادکې سياسي بدلون راولي اوپه دې ورځ به دافغانستان خلک دواکمنۍ حق له زورواکانوڅخه واخلي اوهغه چاته به يې وسپاري ،چې دوى يې غواړي خوپه خواشينۍ سره چې ددې غوښتنې په وړاندې لا له وړاندې ټولې لارې ډب شوې وي اودغه هيله بې ځايه وه زورواکي يوځل بيا وتوانېده چې په درغليو اوسرغړونو سره دافغانستان تقدير په خپل لاس کې واخلي .
دښاغلي کرزي په مشرۍ حکومت ولسواکۍ اوازادو ټاکنوته ژمن نه واومونږ وليدل ،چې يوزيات شمېرسيموکې دطالبانودګواښونوله امله هېڅوک له خپلوکورونوڅخه راونه وتل چې رايې وکاروي اوخپلو خوښو کړوکانديدانوته رايې ورکړي ،واليانو، ولسوالانو،قوماندانانو،دولايتي جرګوغړو(چې ددوهم ځل لپاره کانديدان وو) اودولسي جرګې غړو په خپله خوښه درايوصندوقونوپه دولتي دفترونوکې ډک کړل اويوځل بيا يې پخواني ناکام حکومت ته ددې زمينه برابره کړه چې دراتلونکوپنځوکلونولپاره دافغان ولس په برخليک لوبه وکړي له دې پرته ان په هغوسيموکې ،چې کراره کراري وه هم درغلۍ وشوې ځينې وکيلانو په لس ګونوزره رايې له وړاندې په صندوقونوکې ځاى پرځاى کړې وې اودټاکنوپه ورځ يې دټاکنوکميسيون ته وسپارلې ،هغه رايې ،چې په درغليو سره دښاغلي کرزي په ګټه وکارول شوې معادل يې دکرزي پلوه دولايتي جرګود کانديدانوپه ګټه هم وکارول شوې دراتلونکوپنځوکلونولپاره يې خلکوته بې شمېره دښمنۍ وزېږولې ،داسې ښکاري چې که دولايتي جرګو دټاکنوپه وروستيوپايلوکې دشکايتونوکميسون هم لکه دټاکنودکميسيون په څېر خپل ناپېلتوب ونه ساتي نوښکاره ده ، چې د ښاغلي کرزي ،فهيم ،خليلي ،دوستم ،محقق ، اونورجنګسالارانوپلويان به ګټونکي اعلانېږي اوله بلې خوابه کرزى هم ددرغليوپه بدل کې خپل پخواني واليان اوولسوالان يوهم بدل نه کړي اوهمدغه اوسنۍ فاسده اداره به په راتلونکي کې هم په واک کې پاتې کېږي بس استبداد به وي خودولسواکۍ په څېره کې ځکه واکمن به دعوى کوي ،چې مونږټاکنې ګټلي اودخلکوپه رايو واک ته رسېدلي يو مونږ دخلکوريښتيني استازي يو ،هغه څو دپاسه سل تنه وکيلان چې هروخت دکرزي دغير قانوني کارونو څخه ننګې کوي راتلونکي کال ته به يوځل بياهم دولسي جرګې په ټاکنوکې درغلي وکړي اوټول به بياهم همدغه حالت وي کرزي به له اساسي قانون څخه سرغړونې کوي اوهمدغه وکيلان به يې ننګې کوي اوافغانستان به نورهم دتباهۍ لوري ته ورنږدې کېږي امنيت به نه وي ، فساد به وي ،اختلاس به وي ،هغه کسان چې څلورکورونه لري اته به شي اوڅوک چې سل جريبه ځمکه يې اخستې دوه سوه به نوره هم واخلي ،خودبې کوره خلکوماشوما ن به دواورواوګرميولاندې مري ،خواران اوغريبان به ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره خپلې ماشومې لوڼې خرڅوي خودولتي چارواکي اودپارلمان وکيلان به شل اودېرش باډيګاردان ګرځوي ،دمارشالانواوجنرالانوماڼۍ به له اوواواتوپوړونوڅخه پنځه لسواوشلوپوړوته ورسېږي ، امريکايان به په ړندوبمباريو کې خلک وژني ، دپښتنومېرمنې اوماشومان به په سپيانوخوري ،بې عدالتي به وي ، بې کفايته چارواکي به خپل جيبونه ډکوي ،دځمکوغصب به روان وي ، طالبان به ورځ په ورځ پياوړي کېږي ،دحکومت دواک سيمه به ورځ په ورځ محدوديږي له يوې خوابه موطالبان وژني له بلې خوابه موامريکايان بمباروي ،دبګرام ،ګوانتامواوڅرخي پله زندانونه به له پښتنوډک وي ، خوپه معصوموجنکيوتېري کوونکي اودمخدره توکوقاچاقبران به دولسمشر له خوابښل کېږي ، اساسي قانون به هسي يوبې ارزښته شي وي ،دافغانستان اکثريت بچيان پښتانه به محکوم وي په حکومت کې به غمخور ونه لري ژبني قومي اوسياسي حقوق به يې ترپښولاندې کيږي ،حکومت به په خلکوکې منفوروي له هغوکسانوپرته چې حکومت به ورته دلنګې غواحيثيت ولري په ولس کې به هېڅوک هم نه وي ،چې له حکومت څخه خوښ وي خوحکومت به دمشروعيت دعوى کوي ځکه چې ددوى له انده به په ټاکنو رامنځ ته شوى وي (!) خوپه واقعيت کې به استبداد وي زورواکي به وي ،خودولسواکۍ په څېره کې ! خوهغه کسان چې دزمري په نه ويشتمه يې روان حالت ته ( نه) ويلي وي اودبدلون هڅه يې کړې وي، دافغانستان په وړاندې به سرلوړي وي اودتاريخ له حکم څخه به وېره ونه لري .
محمداجمل هوډمن