د dariz dariz لخوا خپرې شوې لیکنې
راغلى ليك
زه نور آغا (( نوراني )) دميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د ده حيات كلي اوسيدونكى ، زما سلامونه او نيكې هيلې دي ددريځ مجلې ټولو چلونكو ته ورسيږي وروسته له سلام څخه زه د دريځ مجلې د لوستونكي په توګه ستاسي دلا برياليتوب هيله لرم ځكه چې يوازينې مجله چې له واقعيتونو څخه پرده پورته كوي هغه د دريځ مجله ده ددريځ مجلې له كاركونكو څخه يوه نړۍ مننه كوم چې خپل وخت يې د وطن د خدمت لپاره وقف كړى دى او په پاى كې ستاسې كاميابي د لوى خداى (ج) له دربار څخه غواړم .په درناوي د ليك ځ
د افغانستان ا و پاكستان اړيكې د دواړو هيوادونو په ګټه دي
د افغانستان او پاكستان چې له تاريخي پلوه بيلابيلو خوصوصيات خو له كلتوري پلوه سره ورته او ګاوندي هيوادونه دي ، په بيلابيلو تاريخو پړاونو كې په سياسي او اقتصادي لحاظ يو د بل په ګټه تمام شوي د بيلګې په توګه كله چې سرو روسانو په افغانستان ير غل وكړ پاكستان يو له هغو هيوادونو څخه ؤ چې ميليونونو افغان كډوالو ته يې غيږه خلاصه كړه او د كلونو لپاره يې ومنل دغه راز په افغانستان كې د نوي نظام په راتلو سره پاكستان هم له افغانستان سره د مرستندويو هيوادنو په كتار كې ودريد. دمعارف او ترانسپورت په برخه كې يې نه
ورزش
به چندنکته مهم توجه نمائيد : • اگرميخواهيد كه صحتمند باشيد ، ورزش نمائيد .• اگر ميخواهيد كه جوان بمانيد ، ورزش نمائيد .• اگرميخواهيد كه شاداب باشيد ، ورزش نمائيد .• اگر ميخواهيد كه نيرومند باشيد ، ورزش نمائيد .• اگرميخواهيد كه درزندگي موفق باشيد ، ورزش نمائيد.• اگرميخواهيد خدمتگارجامعه باشيد ، ورزش نمائيد . صبغت الله آموزگار ازميدان شهر نظريات علما وفيلسوفان مشهورجهان درباره اهميت تربيت بدني .ت
شمشاد هم د طلو ع په پله پل كيښود !
دا ښكاره خبره ده چې مطبوعات په يوه منظمه ټولنه كې كارنده رول لري د خلكو او حكومت تر منځ پول واقع كيږي تر څو د خلكو ستونزې او غوښتنې حكومتي چارواكو ته ورسوي ، خو ځينې بيا مطبوعات د يوو دولت څلورمه قوه هم بلي په هيواد كې د مطبوعاتو د آزادۍ په راتګ سره ځينو خپلواكو رسنيو په كار پيل وكړ ، چې تر يو څه بريده يې ځينو خپل ملي رسالت ا دا هم كړ ، خبرونه يې له حكومتي انحصار څخه را خلاص كړل د ځينو خاينو او جنايت كارو ډلو ټپلو څيرې يې له خپلو لارو ملت ته را بربنډې كړي د خلكو ستونزې يې
طلوع تلويزيون ، په افغانستان كې د افغانيت او اسلاميت پر ضد
ښكاره خبره ده چې مطبوعات په نړيواله كچه او بالخصوص په هره يوه ټولنه كې خورا ارزښت لري او هڅه كيږي تر څو خلكو ته په نړيواله او سيمه ايزه كچه پر واقعيت او اهميت ولاړ حقايق په ګوته او خپاره كړي ، او هره خپرونه د خپل معنويت او كيفيت له مخې سره توپير هم لري ، لكه د نړۍ او سيمې د پيښو په اړه خبرونه ، ملي او كلتوري خپرونې ، په اسلامي ټولنه كې د اسلامي اصولو سره سم خپرونې ، معلوماتي ،سياسي ، اقتصادي ، كلتوري ، ښوونيزې او داسې نوري خپرونې خپروي .دنړيوال ژورناليزم داصولو سره سم هغه معلومات چې ناسم او
دولت نیز بايد بامسكرات مانند مخدرات مبارزه نمايد
از اغاز اداره موقت الى بوجود امدن دولت جمهورى اسلامى مبارزه عليه مواد مخدر بصورت بسيار جدى آن صورت ميگيرد . از قبل بوجود آوردن وزارت مبارزه عليه مواد مخدر ايجاد محاكم اختصاصى ، څارنوالى اختصاصى وپوليس اختصاصى مبارزه عليه مواد مخدر . و همچنان تنفيذ قانون خاصى مبارزه عليه مواد مخدر منتشره جريده رسمى شماره ( ۸۱۳ ) مؤرخ ۶- ۸- ۱۳۸۲ كه بعداً با توشيع و تنفيذ قانونى ديگرى مبارزه عليه مواد مخدر منتشرۀ جريدۀ رسمى شماره ( ۸۷۵ ) مؤرخ ۱۵- ۱۱ – ۱۳۸۴ ملغى گرديد ، در قانون شماره فوق مبارزه عليه مواد مخد
غزل
نظر مې شي ستومانه ، بيرته ستا رخسارته راشي بې كوره مسافره دى ، نااشنا ديار ته راشيپه سترګو كې ځان نه لري ، په زلفو كې دې ورك شي يو ستړى كليوال ، تياره ماښام بازار ته راشي د ژوند لوبه بايلي ، خو په ګډاځي دمرګ خولې ته تش والوزي هوا ته ، مرغۍ بيرته مارته راشي يتيم چې په ژړا شي ، ميره بيا څپيړه وركړي ماشوم كه څوك خپه كړي ، په ژړا به پلار ته راشيهندارې ټولې ماتې كړي ، څو كاڼې دلته پريږدي يو څو ليونيان ووځي ، يو څو بيرته ښار ته راشيپه كور كې څراغ نه لري ، چې كښې
غزل
ددې وطن په نصيب نه دي رسيدلي خلك چې يې ميندلي دي په كاڼو يې ويشتلي خلكدړندو ښار دى له ډيوې سره خپلوي نه لري دسترګورو ډلي ډلي دي وتلي خلـــك د هر وګړي په څيره كې بلا ګانې وينيدلته هيندارو ته لانه دي درېدلي خلك نه يې دزخم نه د درد په علاج پوه سو طبيبپرون له ساندو سره ووتل راغلي خلكچې افسانې يې دپيړۍ پر لېمه شپې زنګويدسنګسارونو تر ميدانه ځي ښاغلي خلك تر شنه آسمانه ګيله منې چيغې مه استوه داسي يې ډير د بل په تور دلته وژلي خلك دلته چې راغلې نو درحم تمه م
صديق چكري قبل از گرفتاري برائت گرفت ؟؟؟؟؟
څو ورځې وړاندې مې د طلوع له تلويزيون څخه واوريدل چې (( لوى څارونوال امر توقيف وزير اسبق اطلاعات وفرهنگ را صادر نموده است )) داد خبرونولنډيز وو ما فكر كاوه چې ګڼې كه خداى (ج) كول ښاغلى رهين به دهغو تورونو له امله چې د نوموړي د وزارت په مهال په ده باندې لګيدلي وه محاكمه كيږي . خو له لږ څنډ وروسته د خبرونو په تفصيل كې څرګنده شوه چې دا خبر د ښاغلي چكرى په اړه وه . نوموړى د مجداهدينوپه حكومت كې د اطلاعاتو او كلتور وزير په توګه پاتي شوئ او اوس د استاد ربانى د اسلامي جمعيت په ګوند كې مرستيال مشر دى
خرم صيب مبارك دې شه خو كار درڅخه غواړو .
كله چې ښاغلى كرزى ولسې جرګې ته دكابينې د وړاندې كولو په درشل كې وو طمعه كيدله چې دهغو وزيرانو نومونه به د ولس مشرله لوري په نوى لست كې نه وي كوم چې په تيرو كلونو كې په خپلو كارونو كې پاتې راغلي وو. خو وروسته وليدل شول چې داسې نه ده – د اطلاعاتو او كلتور پخوانى وزير ښاغلى مخدوم رهين هم يو له هغو كسانو وه چې په نوې كابينه كې د دويم ځل لپاره نوموړي وزارت ته نومول شوى وو . خو افغانان له وړاندې پوهيدل چې استازي به يې په ولسې جرګه كې په مخدوم رهين باور ونه كړي چې همداسې وشول او رهين په دې ونه
د پښتنو مشاهيرو د پيژندګلوۍ په لړكې
حضرت ميا عبدالكريم خان د الله بخش ساپي زوي دى چې دلغمان ولايت د اليشنګ په سمسوره دره كې په ۱۷۲۳ زيږديز چې له ۱۱۰۲ هجري كال سره سمون خوري ، زيږيدلى اوپه خټه ساپى پښتون دى . نوموړى په يوولس كلنۍ كې په علمي زده كړو پسي له خپله كوره ووت ، مسافر پرديس شو اوپه پنځه ديرش كلونو كې يې د زده كړو وروسته په ۱۱۴۸ لمريز كال خپل پلرني ټاټوبي ته راغى . او په سيمه كې يې يوه علمي مدرسه جوړه كړه چې د وخت ماشومان پكې روزل كيدل . نوموړى نه يوازې د خپل پيريوه روحاني څيره وه بلكې د لوړ علميت څښتن هم وه چې لدې كبله
ګلم جمان هم ځانونه د افغانانو استازي بولي
كله چې دهيواد په شمالي ولاياتو كې د (( جنبش )) او (( آزادي )) د وسلوالوډلو تر منځ نښتې د څويم ځل لپاره تكرار شوي او له امله يې په لسګونو تنه ووژل شول د هيواد د كورنيو چارو وزير اړ وت چې د عدلې وزارت ته دنوموړو كوندونو (؟) د منحل كيدو وړانديز وكړي . دا ځكه چې د افغانستان اساسي قانون او دسياسي ګوندونو قانون وسلوالو دلو ټپلو ته دسياسي فعاليت حق نه وركوي په تيره بيا هغو ته چې ټول كړه وړه يې يوازې د يوه قوم اوسيمي لپاره وي . دجنبش ډله چې له پخوانيو ګلم جمانو څخه جوړه شوي ده او م
يوه پوښتنه لس ځوابونه
له حضرت على ( رض) څخه پوښتنه وشوه چې موږ لس تنه يو يوه پوښتنه لرو خو ځواب به يې په جلا جلا توګه راكوي . پوښتنه دا وه چې علم غوره دى او كه مال ؟ حضرت على (رض) ځواب وركړ چې علم غوره دى ځكه چې:۱- علم د نبيانو ميراث دى او مال د قارون او فرعون ميراث دى.۲- علم د ګرانښت سبب ګرځي او مال بې شميره غليمان پيدا كوي .۳- د علم د غلا كولو ويره نشته او دمال غلا كولو احتمال هر وخت موجود وي .۴- علم چې څومره زړيږي هومره پخيږي او مال په ډير لږ وخت كې د زړيدو امكان لري .۵- دعلم خاو
د نړيوالتوب اقتصادي پايلې
د نړیوال کیدلو بهیر چټک پر مخ روان دی. د ترانسپورت او مواصلاتو د سمون او پرمختیا له امله هیوادونه او سیمې سره ډیرې نژدې شوي او تړل شویدي. همدې پرمختیاوو فاصلې لنډې کړي او نړۍ یې کوچنۍ کړيده د نړیوالتوب په همدی بهیر کې دوه ډوله پرمختیاوې یاني د نړیوالو سترو شرکتونو شتون او د فاصلو لنډون بنسټیز رول لري .د ۱۹۷۵ را په دیخوا نړیوال شرکتونه مخ په زیاتیدو دي او دا هغه شرکتونه دي چې د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې فابریکې او څانګې لري . نوموړو شرکتونو اوس خپله د فعالیت ساحه هغو سیمو ته
سيرت النبي
د فيل واقعه : نجاشي چې د حبشې پادشاه وو ، په يمن كې يې يوه لويه كنيسه ( دعبادت ځاى ) جوړ كړى وو اوداسې اراده يې لرله چې خلك بايد د خپلو زړنو څخه د بيت الله شريف احترام هير كړي ، او په ځاى يې دې كنيسې ته توجه وكړي .نجاشي خپل والي تهپه يمن كې چې ابرهه نوميده ، امر وكړ ، تر څو په بيت الله شريف باندې حمله وكړي ، او ددې كار ترسره كولو لپاره يې ډير زيات لوي لښكر تيار كړ . كله چې نوموړى لښكر مكې مكرمې ته راورسېد ځينې عرب لكه عبدالمطلب د لښكر مخې ته ورغلل او د خپلو هغو حي
ددين د احکامو په زده کړه کي شرم ښه نه دﺉ
ددين داحکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې ثبوت دي او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر ..
د خپلواكۍ د ورځې په ياد !
دافغان د ګلو بڼه خوشبوئي دې مبارك شه له انګريزنه دې ګټلې خپلواكي دي مبارك شه ستا منزل وو په تيارو كې د تيارو لارې وي ګرانې چې يې لمر ته راوتلى رڼائي دې مبارك شه دايو څرګند حقيقت دى چې انسان فطرتاً خپلواك اوآزاد پيدا شوى تر څو خپل ژوند ، عبادات او دژوند په چاپيريال كې ستونزې په خلاص مټ او خپلواك ذهن سره حل اود لا ښه توب لپاره يې ښې لارې چارې وسنجوي ، افغانان هم چې د انساني كورنۍ غړي بلل كيږي كيداى شي چې د هغو ملتونو په ډله كې يې حساب كړو چې خپلواكي يې له خپل