د dariz dariz لخوا خپرې شوې لیکنې
دميدان وردګو ولايت والي بايد وستايل شي
دميدان وردګومركزي ولايت چې دكابل په ۲۵ كيلومترۍ كې پروت دى اواټكل له مخې نږدې اوه سوه زره ( ۷۰۰۰۰۰ ) وګړي لري ، دهيواد دنورو ولايتونوپه څيريوله هغوولايتونوڅخه دی چې اوسيدونكويې په بيلابيلوتاريخي پړاونوكې دراز راز قربانيوپه ګاللوسره له خپل پلرني ټاټوبي څخه ننګه كړې اوپه هرډول خوږواوترخو شرايطوكې يې دهيواد دمصلحت اوسرلوړۍ په لاره كې ګامونه اوچت كړي اودټولواغزنوحالاتوپه وړاندې يې سينه سپرګرځولې خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې ددې ټولوسرښندنوسره سره يې دودانيزواودبيارغونې په چاروكې دواكمنوحكو
دافغانستان په ځوان سياسي بهيركې دپارلمان اوسياسي ګوندونو ونډه
په افغانستان كې دبن دتړون په لاسليك سره ديوه داسې حكومت بنسټ كيښودل شو چې له سياسي پلوه په ولسواكۍ باندې ولاړدى . په عمومي توګه په ټولوهغوهيوادونوكې چې دسياسي رژيم ستنې يې په ولسواكۍ باندې ولاړې وي هلته دپارلمان اوسياسي ګوندونوشتون حتمي دى ځكه ولسواكي بې پارلمانه اوپارلمان بېله سياسي ګوندونوله آره مانا نلري نوويلاى شو چيرته چې ولسواكي وي هلته پارلمان وي اوچيرته چې پارلمان وي هلته سياسي ګوندونه موجودوي ځك
ملي كلتور اوملي ستراتيژي
كه چيرې سړى دنړۍ دګڼ شمير هيوادونوتاريخ ته ځيرشي نودابه په ډاګه شي چې دځمكې ددغې خاورينې كرې پرمخ ډيرى هيوادونه دخپل ملي كلتور اوملي ستراتيژۍ پربنسټ جوړشوي دي ، كلتوري ستراتيژي اوهڅې ملي ستراتيژي اودملت مټ غښتلى كوي نوهمدالامل دى چې په نړۍ كې زيات شميرسياسي رژيمونه اوحكومتونه دخپل ملت دپايښت ، پرمخيون اوسوكالۍ لپاره دډيرونورودلايلوترڅنګ داسترعامل تل په پام كې نيسي اوهڅه كوي ترڅوداسې چارې ترسره كړي چې له
امرباالمعروف ونهى عن المنكر داسلامي دولت سترركن دى .
څوورځې وړاندې مو له خبري رسنيو څخه واوريدل چې دافغانستان دعلماوو شورى افغان حكومت ته وړانديز كړى ترڅودحج او اوقافو وزارت په تشكيل كې د امرباالمعروف ونهى عن المنكر په نوم اداره ورزياته كړي چې ددغې شورى دغړو په آند دنده به يې په هيواد كې په نيكۍ باندې امر اوله بديو څخه دخلكومنع كول وي . دغه خبرپه افغاني ټولنه كې بيلابيل غبرګونونه راوټوكول چې له نيكه مرغه ډيرى هيوادوال ددغې ادارې دجوړيدوپلوي دي ځكه افغاني ټولنه يوه مسلمانه ټولنه ده چې دنړۍ په كچه داسلامي ارشاداتوپه رڼاكې په نيك
سيرة النبي
دجاهليت دورهدحضرت عيسى ( عليه السلام ) څخه وروسته : دحضرت عيسى ( ع ) څخه وروسته ......... زمانه اوږده شوه ، دظلم تيارې په نړۍ كې حاكمې وې اودعلم او نور هغه آوازونه چې پيغمبرانو ( ع ) پورته كړي وه ، غلي شول .پخواني دينونه اوباطل مذهبونه :دمسيحيت آسانه دين دخلكو پلاس استعمال شو ، اوخپل اصلي روح اوشكل يې ختم شو ، ديهوديت څخه هم يوه داسې لاره جوړه شوه چې ټول تقليدونه اوبې روحه مجموعه وه چې دانسان دژوند لپاره هيڅ ډول رحمت نه ګڼل كيده . په مسيحيت كې دخداى تعالي ( ج ) دتوحيد
د ميدان وردګو ولايت لپاره پنځه كلن پرمختيائي پلان جوړ شوى .
ښاغلى والي صاحب كله چې يو نيم كال وړاندې تاسوته د ميدان وردګو ولايت چارې دروسپارل شوې په هغه وخت كې ددې ولايت حالت څنګه وه ؟ بسم الله الرحمن الرحيم كله چې زه دې ولايت ته د والي په توګه راغلم وضعيت له هر لحاظه ښه نه وه هم دادارې له پلوه او هم د تعميراتو د نه شتون له كبله اصلا ما فكرنه كاوه چې دا به يو ولايت وي ما فكر وكړ چې دا يوه لرې
خام ذهنونه اوژور فكرونه
دخامواوناسپړيدلوذهنونو واړه ، واړه فكرونه وي . لوړ اوژور فكرونه يې په ككريوكې نه ځاييږي .كه څوك يې په ككريوكې لوړ اوژور فكرونه ننباسي نوهغه احمق ته ورته دى چې په پوكاڼې كې سمندر راوستل غواړي . يواځې دانه چې سمندر به پوكاڼې كې رانشي بلكه ځان به هم دسمندر دخوني څپو خوراك كړي .
دښځوچارو وزارت اوكليوالې ښځې
دلنډمهالې ادارې په راتلوسره دحكومت په جوړښت كې دښځودچارو وزارت هم ورزيات شو چې په جوړيدو سره يې دافغانستان په لراوبركې درنځ ځپلې اومظلومې ښځې پدې هيله شوي چې نوموړى وزارت به يې په ژوند كې ډيربدلون راولي خوپه ډيره خواشينۍ سره بايد ووايو چې دتيرو څلوروكلونوپه تيريدوسره ددې وزارت كړه وړه په كليواو بانډو كې خولاڅه چې په لويوښارونوكې هم نه محسوسيږي پداسې حال كې چې له نوموړي وزارت سره يوزيات شميرمرستې هم شوي ترڅودښځودستونزوپه له منځه وړلواوهغوته دښه ژوندانه په برابرولوكې يې ولګوي خودځبرونوله لارې ليدل
د مباركي پيغامونه
داځل هم د دريځ اداري ته د يو شمير پرهنګيانو او پرهنګپالو له خوا دمباركي پيغامونه راغلي چې د دريځ اداره ورڅخه مننه كوي او دلته يې نومونه اخلي . د مخابراتو د روزنيز مركز رئيس انجينير عبدالوكيل ( شيرګل ) د مخابراتو د خبرتيائي او اړيكتيائي ټكنالوجي رئيس ښاغلى ايمل مرجان د مخابراتو د روزنيز مركز د IT د څانګې مشر استاد محمد آصف همكار د مخابراتو د روزنيز مركز Networking استاده آغلې لطيفه عصمتي امرخيل او له همدې مركز څخه آغلې زرغونه مومند د شمش
ودريږه ودريږه
يو څو انډيوالان په مشاعرې كې د ګډون له پاره د كابل په لور روان وو انتظام كوونكو يو تونس موټر ورته كرايه كړ تونس چې څرنګه له خپله ځايه حركت وكړ نو د انډيوالانو له جملې نه يوه تن په خيټه لاس نيولى "ودرېژه ودرېژه" چیغې وهلې موټر چلوونكي موټر ورو كړ دغه سړي د موټر نه زغل كړ او په منډه منډه په كروندې ننوت د لږ ځنډ وروسته په ډاډمنه توګه يوه مولۍ په لاس د كروندې نه راووت او موټر ته د ننوتو په وخت كې يې موټر چلوونكي ته مخ ور واړوه او ويې ويل وبخښۍ وروڼو زما معده لږ څه كمزورې ده. موټر چلوونكي سر وښورا
طلوع تلويزيون افغاني كلتوراوملي ترمينولوژي ترپښولاندې كوي
كله چې دغربي دموكراسۍ وزرې دهيواد په قلمرووغوړيدې نو ورسره جوخت دافغاني كلتور دښمنانوددې اصيل كلتور دله منځه تلواوګډوډيدو لپاره لاسونه رابډوهل اوپدې هڅه كې شول ترڅوخپل رټل شوى هڅوب ( كلتور ) په افغانانووتپي اوملي ترمينولوژي يې دمرګ په خوب ويده كړي . نوددې كارلپاره يې بيلابيلې لارې چارې ولټولې اودمطبوعاتودآزادۍ نه په ګټې اخستوسره يې څولاس پوڅوته دنده وسپارله ترڅودرسنيوله لارې كلتوري يرغل ته لاره پرانيزي . هغوى هم دراډيو اوتلويزيون له لارې خپل كمپاين پيل كړ . موږ هيڅكله هم داس
ځوان افغانان خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجي
دايوه څرګنده او ښكاره خبره ده چې نن په افغانستان كې ډېركم خلك دي چې خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجۍ سره اشنايي لري دغې ټكنالوجې ته لاسرسى لري اوپه كار يې اچوي ځينې خلك خو يې لا بيخي پېژني نه كه چېرته مونږدنوې اوعصري ټكنالوجۍ دكارپه باره كې ورته يو څه ووايو نو باورهم نه ورباندې كوي رابه شو اصلي او اساسي خبرې ته چې څرنګه اوپه څه ډول سره په افغانستان او نوره نړۍ كې خلك خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجي كاروي او ګټه ورڅخه اخلي خو له بده مرغه زمونږ په ګران هېواد افغانستان كې اوس هم خلك له روغتيا
اختلال شروع تکلم درکودکان
زبان وسخن گفتن بین سنین 2 تا 5 سالگی تکامل پیدامی کند ، میزان فراگیری کلمات از 50 تا 100 کلمه در 2 سالگی به 2000 کلمه در 5 سالگی میرسد . جملات سوالی ومنفی در 5/2 سالگی وجملات باچهارزمان در 2 سالگی وجملات آینده در 5 سالگی به زبان کودک می آید .بنابراین یکی ازمهمترین تغیرات دوران کودکی یادگیری زبان است ، سرعت یادگیری زبان وصحبت کردن کودک تحت تاثیرارتباط اوباوالدین وسایراعضای خانواده است . والدین باید بدانند که هیچگاه اشتباهات کلامی کودکان رانباید تصحیح کنند چون غلط گیری ، توجه کودک را
دپښتوژبې دځوان اوخوږ ژبي شاعر عبدالستار ( سعادت ) لڼډه پېژندنه
عبدالستار( سعادت ) د عبدالجبار زوى په ۱۳۵۸ ليږديز لمريز كال كې دبغلان ولايت د باړي زايود كلي په يوه دينداره كورنۍ كې زيږيدلى دى . لومړنۍ زده كړې يې دنوي بغلان په ښوونځۍ اودبكلوريا دوره يې دبغلان په عالي لېسه كې بشپړه كړه . په ۱۳۷۹ كال كې له نوموړې لېسې څخه په اعلى درجه فارغ شو . ترفراغت وروسته دهمغه كال دكانكور په ازموينه ك
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
څلوريځې
دا وګړى په وجود څومره غني دىخو په برخه جوارګر دى تاواني دىتارپه تار يې چا راټول نكړ سايلهد پښتون وطن ګريوان د ليوني دى
غزل
خاونده زړه مې داسې له جانانه سره ځي يوڅوخړې كيږدۍ چې له طوفانه سره ځي سهارشي ماسپښين شي ، مازديګر شي اوشپه راشي دحسن جادوګره له ماښامه سره ځي يامړشي ياټپي شي ياله ژونده لاس په سرشي انسان چې ترمنزله له انسانه سره ځي زمونږ سپيره نصيب ته خدايه څه رارسيدلي دشعرښاپيرۍ خوله كاروانه سره ځي يوچاراته پخوا ديارله لوري وه ويلي مدام مې تړمې اوښكې له ګريوانه سره ځي
د وختونو فرياد
چې مې په تشه پيمانه تاته شرطونه تړلڅه وم خبر چه مې په زړه باندې غمونه تړلزما خو د خپل سپيره تقدير نه داسې تمه نه وه چې مې له تاسره رقيبه اخطارونه تړلزما په سترګو كې داستا د ماتيدو تصوير ووچې مې په تش لاس دميدان سره قولونه تړلڅه مې پوښتې چې په ګوګل د ولې اور بليږي پدې ګوګل به ما غليم ته ځنځيرونه تړل په ډيرو ستړو لارو تورو شپو منزل به مې كړو ما به پدې لاره دښمن ته ډير دامونه تړل(ثاقب) به تلم په پټو لارو منزلونه مې كړلما به پدې لاره غليم ته سنګرونه تړل
راوي
ورو ورو څه ورياديږي كومې لارې ته وروځي په خيال كې دسين كاڼو يوې بارې ته وروځي شينكى شينكى سهار وي دى روان دغرو لړې نرۍ نرۍ غرمه بې پاى شوديارې ته وروځي كوز كلي كې څوك نشته دبركلي لاره نيسي دپله په سر دوينو يوې دارې ته وروځي راوي په وينه نه وينه شكي چې بيكسياره نظر يې د عام قتل للمې زارې ته وروځي
نعت شريف
نسيمه دسحر : روضې ته دسرورچې ځې سلام مې وايه په نبي خيرالبشرنسيمه دسحر ورځې چې مدينې ته : دګران حبيب روضې تهبيان مې خدای دپاره كړه دخوږ زړګي حالونهكوم درته سوالونه په ډيرزيات احترام : بيان كړه دكلام درغواړه مې خپل ځان ته كړم هجران دكوركرنسيمه دسحر په ډيرزارۍ منت : كړم سوال دشفاعت اخته په ګناهونويم له ژونده نور بيزاريم د