كله چې دغربي دموكراسۍ وزرې دهيواد په قلمرووغوړيدې نو ورسره جوخت دافغاني كلتور دښمنانوددې اصيل كلتور دله منځه تلواوګډوډيدو لپاره لاسونه رابډوهل اوپدې هڅه كې شول ترڅوخپل رټل شوى هڅوب    ( كلتور ) په افغانانووتپي اوملي ترمينولوژي يې دمرګ په خوب ويده كړي . نوددې كارلپاره يې بيلابيلې لارې چارې ولټولې اودمطبوعاتودآزادۍ نه په ګټې اخستوسره يې څولاس پوڅوته دنده وسپارله ترڅودرسنيوله لارې كلتوري يرغل ته لاره پرانيزي . هغوى هم دراډيو اوتلويزيون له لارې خپل كمپاين پيل كړ . موږ هيڅكله هم داسې تصورنه كاوه چې داسې يوڅوك به پيداشي چې وغواړي خپل لرغونى هڅوب چې پلرونواونيكونو موپه سختوكړكيچنو حالاتوكې روغ وساته اوموږ ته يې په ميراث پريښود ، دبل داسې كلتور قرباني كړي چې هغه له انسانيت ، افغانيت اواسلاميت سره هيڅ اړخ نه لګوي خواوس مودسرپه سترګووليدل چې خپله دافغان بچى دڅوپيسوپه مقابل كې خپل كلتور پلوري اودهغوى په واك كې يې وركوي رښتيا هم پښتانه متل كوي (( پيسې دورور سرخوري )) تاسووينۍ چې اوس دهيواد په كچه څوتلويزيونونه په فعاليت بوخت دي كه چيرې په پوره ځيرتيا سره دهغوى خپرونې وڅارۍ نوډيرڅه به ومومۍ اوحقيقت ته به نږدې شۍ چې دهغوى موخه اوتګلاره څه ده آيا هغوى دخلكودخدمت اوچوپړ لپاره جوړشوي ؟ اوكه دافغانانو دذهنونو دوراني اوخرابي لپاره .. ؟ چې ددغوتلويزيونو په لړكې يوهم دطلوع تلويزيون دى چې ترډيره بريده هڅه كوي ترڅوغيراخلاقي هندي ، غربي اوايراني فلمونه اوسندرې خپرې كړي ترڅو خپل بادارته وفادارثابت اوترې راضې واوسي . دوى هيڅكله هم خپل ګريوان ته سرونه ټيټ نكړل اوخپل وجدان ته پړرانغلل چې ويلي يې واى چې آيا دازموږ دټولنې دځوانانوپه ګټه ده اوكه په زيان ؟ . هيڅ وخت يې خپله ټولنه چې يوه مذهبي ، اسلامي ټولنه ده له بلې غربي اوكفري ټولنې سره پرتله نكړه ترڅودې واقعيت ته رسيدلي واى چې افغانان څوك دي اوڅرنګه كلتورلري  ؟ . داروښانه خبره ده چې هندي ، غربي فلمونه زموږ په كلتورباندې داسې ناوړه اغيزه ښندي چې خداى ( ج ) مكړه كه دا وكړي نولرې نه ده چې دنامردۍ پټكى به موپه سرشي اوډيرې كلتوري ځانګړتياوې به مودوخت خړسيلاب له ځانه سره وړې وي . كومه ورځ چې نوى فلم دباليوډ اوهاليوډ په فلمي كارخانوكې توليد شي اودخپراوي لپاره تلويزيونونو اوسينما ګانوته وروسپارل شي نوسمدلاسه زموږ نوي ځلميان هم دفلمي هيروګانو په څيرخپلې بڼې ته بدلون وركوي اوله نورو تقليد كوي . داخوپرځاى پريږده چې ځوانان ځان ورسره جوړوي بلكې پلرونه يې هم خپل معصوم ماشومان دفلمي اداكارانوپه نومونو نوموي او وياړيې ګڼي چې داهم له خپل سپيڅلي كلتورسره ستره جفاده . بل دغه آزادي زموږ ملي ترمينولوژۍ ته هم غاښونه چيچي چې دطلوع تلويزيون يې ښه بېلګه ده تاسوبه دهغوى خپرونې ليدلې وي هلته ټول هغه ايراني ويونه ( لغتونه ) كارول كيږي چې دفرهنګ عميد څخه پرته به يې په ژباړه  لاس بري نشۍ نوسړي ته داپوښتنه راولاړيږي چې دغه تلويزيون دټولنې دسمون اوملي يووالي پيغام له ځانه سره لري اوكه له تعصب څخه ډكه مفكوره دافغانانوذهنونوته پيچكاري كوي . دپوهنتون پرځاى دانشګاه ، دپوهنځي پرځاى دانشكده ،  دتجارت پرځاى بازرګاني ، دسترې محكمې پرځاى دادګاه عالي اوداسې نور . چې داټول دملي ترمينولوژۍ يوه برخه ده اودوى يې هره ورځ په ټولو خپرونوكې كاروي . خودوى تراوسه دافغانستان اوايران توپيرندى كړى ترڅوورته څرګنده شوې واى چې افغانان بيل كلتور اوځانګړې ژبه اوتاريخي شاليد لري چې اتلانويې دتاريخ بابونه پرانستلي دي ، سوبې او وياړنې يې نړۍ ته ډاګيزې دي . ددې ټولوسره سره بيا هم ګاونډيان زموږ ملي ګړنې ( اصطلاحات ) ترپښولاندې كوي اودخپلوګړنو كارونه ددموكراسۍ اصول ګڼي . كه چيرته دافغان حكومت دكلتور وزارت اونورې كلتوري اړوندې موسسې دغه كلتوري يرغل ته ځيرنشي اوداځانګړې ډلييزې رسنۍ ونه څاري نوژردى چې زموږ كلتور اوملي ترمينولوژي به پداسې اوركې لولپه شي چې رغول به يې بياوختونه په بركې نيسي . دليكنې په ورستي پاړكي كې دطلوع تلويزيون اونورو رسنيوته چې داغياروپه لمسون هرډول ته ګډيږي ، سپارښتنه كوم چې نور دخداى ( ج ) په لحاظ هيچاته هم ددې وخت مه وركوۍ چې ستاسو له لوري ستاسوپه كلتورباندې ملنډې ووهي اوهغه دتباهۍ اونابودۍ كندې ته وغورځوي .