دايوه څرګنده او ښكاره خبره ده چې نن په افغانستان كې ډېركم خلك دي چې خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجۍ سره اشنايي لري دغې ټكنالوجې ته لاسرسى لري اوپه كار يې اچوي ځينې خلك خو يې لا بيخي پېژني نه كه چېرته مونږدنوې اوعصري ټكنالوجۍ دكارپه باره كې ورته يو څه ووايو نو باورهم نه ورباندې  كوي رابه شو اصلي او اساسي خبرې ته چې څرنګه اوپه څه ډول سره په افغانستان او نوره نړۍ كې خلك خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجي كاروي او ګټه ورڅخه اخلي خو له بده مرغه زمونږ په ګران هېواد افغانستان كې اوس هم خلك له روغتيايي ستونزو سره لاس اوګرېوان دي خو خبرتيايي  او اړيكتيايي ټكنالوجي دروغتيا په برخه كې مهم رول لري داچې دغه نوې ټكنالوجي دروغتيايي ستونزو دحل كولو لپاره يوه ښه بېلګه ده نوروغتيا هم دژوند شتمني ده اودانسان په ژوندانه كې دخدايتعالى (ج) له طرفه يو لوي نعمت دى نو نوې اوعصري ټكنالوجي سربېره پردې باندې چې دنړۍ يايوه هېواد روغتيايي چارې سمون كړي كولاي شي چې دژوندانه په نورو لاروچارو كې هم تغيرات راولي دبېلګې په ډول ديوه ملك  مالي چارې  امنيتي چارې دترانسپورت په برخه كې همدارنګه دهوايي ټرافيكو كنټرول ..........اوداسې نوراوس به راشو هغىاصلي اواساسي خبرې ته چې نړيوالو كمپيوټرپوهانواولويو كمپنيو روغتيا ته څه كړيدي يعني   ICT Information communication technology روغتيا ته څه كړيدي دايوه ښكاره خبره ده چې دروغتيا په برخه كې  ماډرنې ټكنالوجۍ ډېرڅه كړيدي چې ډېرې لاس ته راوړنې لري دانسانانو دوينې معاينات  دكمپيوټري ماشينونو په واسطه اجراكېږي كمپيوټردغه وينه اخلي اوتر پروسس لاندې يې راولي چې په ډېرچټك ډول يې مونږ ته نتيجه ښيي همدارنګه دانسان ددماغ معاينه ،دزړه معاينات او نورې داډول سختې تداوۍ چې اجرا كېدل يې ناممكن برېښي يوازې  همدغه دانسان په لاس جوړه شوې خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجي كولاي شي دغه ډول تداوۍ سرته ورسوي . دلرې لارې څخه دانسان  دبدن څيرل يا دريموټ پواسطه عمليات دغه څيرل دكمپيوټري ماشينونوله لارې سرته رسېږي چې يې بولي همدارنګه داجباري كارګرپه نامه هم يادېږي Robot   دغه اجباري كارګركولاي شي خپله قومانده وپېژني اودهغې پر اساس كاروكړي په ډېره كمه پوهه پرته د انسان له دخالت څخه په خپل چاپېريال كې تغيرات راولي دكمپيوټر پواسطه چې ديو   يااستعمالوونكي له خوا كارول كېږي په ډېره ښه توګه دډېر  User لرې ځاي څخه كولاي شي دانسان بدن څيرې كړي اجباري كارګر سربېره پر داسې كارونو نورهم زيات كارونه سرته رسوي چې پر پراخ مټ كارورځينې اخستل كېږي داتر ټولوهغو ماشيني پرزو دسكښتي يا انځورونې پرمختللې پوهنه ده چې دكمپيوټر پواسطه كنټرولېږي دساتېرۍ له څېزونو نيولې ترخپلكاري (اوتوماتو) فابريكو پورې رسېداي شي له ټولو هغو كارونو دانسان دژغورنې لامل ګرځي چې نارامه ، تكراري او زيانمن وي كمپيوټرپوهنه اوس په ټوله نړۍ كې دخلكو ترمنځ دود اوو پېژندل شوه او په ننې نړې كې يې يونوي بدلون رامنځ ته كړچې انسان ددې علم پواسطه ډېرو ناشونو كارونو ته عملي بڼه وركړه خدايتعالى دې زمونږځوانانو ته هم دابري ورپه برخه كړي څووكولاي شي چې خبرتيايي او اړيكتيايي ټكنالوجۍ ته زمونږ د ګران هېواد افغانستان په ګوټ،ګوټ ،ولايتونو ،ولسواليواوحتى په كليوالو سيموكې عملي بڼه وركړي څوخلك وكولاي شي ددغې ټكنالوجۍ پواسطه دخپل ژوند چارې په اسانه توګه سمبال كړاي شي اومونږه دخدايتعالى له دربارڅخه هيله مند يو چې دغه كار به په نيژدې راتلونكي كې عملي بڼه غوره كړي